د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې ورښتونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي


اېن ډي اېم اې په شمال مشرقي پنجاب او سیند په ځینو برخو کې د تېزو بارانونو اټکل کړی دی ـ پخوانی انځور.
اېن ډي اېم اې په شمال مشرقي پنجاب او سیند په ځینو برخو کې د تېزو بارانونو اټکل کړی دی ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبو په بېلا بېلو برخو کې په تېر یو شواروز کې بارانونو او سیلابونو ۱۷ نور کسان وژلي دي.

د پاکستان د قدرتي افتونو د نظم مرکزي ادارې (اېن ډي اېم اې) د جولای پر اوومه پر ټویټر لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په خیبر پښتونخوا کې اته او په پنجاب صوبه کې نهه کسان بارانونو وژلي او ۳۸ یې ژوبل کړي دي.

ادارې لیکلي چې بارانونو په دواړو صوبو کې ۱۴ کورونو ته زیان هم اړولی دی.

تر دې وړاندې د جولای تر اتمې نېټې پورې په پاکستان کې د ورښتونو اوسېلابونو له وجې د وژلو شویو کسانو شمېره د ۵۰ په خواوشا کې ښودل شوې وه.

په پنجاب کې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، په دغو پېښو کې د کورونو پرېوتل، د بجلۍ کرنټ لګېدل او په اوبو کې ډوبېدل شامل دي.

چارواکي وايي په روغتونونو کې د زخمیانو مناسبه درملنه روانه ده، سهولتونه ورکول کېږي او د سېلابونو او د بارانونو د زیانونو د معلومولو لپاره د صوبې په لویو ښارونو کې کنټرول خونې پرانېستل شوې دي.

د پاکستان د موسمياتو د څانګې په وینا په راتلونکو ورځو کې د نورو سختو بارانونو کېدو امکان دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جون له ۲۵مې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې د پشکال د تېزو بارانونو لړۍ روانه ده.

این ډي اېم اې دا هم ویلي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د پنجاب په لاهور، سیالکوټ، نارووال او د سیند په کراچۍ، سکر، حیدراباد، لاړکانه، تهرپارکر، بدین او شهید بینظیر اباد کې د تېزو بارانونو امکان دی.

د ۲۰۲۳ز کال د پسرلي له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې بارانونو او سېلابونو د مرګژوبلې تر څنګ ودانیو، بېخبنا او فصلونو ته زیان اړولی دی.

د جولایي پر څلورمه دخیبر پښتونخوا په کرک او شانګله کې باران او تېزې سیلۍ د یوې زنانه په ګډون درې تنه ووژل او نهه یې ژوبل کړل.

د جون پر ۲۷مه په بنو کې د مدرسې چت پرېوتو په پېښه کې درې زده کوونکي ووژل شو او دوه نور زخمیان شول.

تر هغې مخکې د جون پر ۲۵ هم د بونير په تخته بند سيمه کې د تیز باران له وجې يوه ښځه وژل شوې او شپږ کسان ژوبل شوي وو. دا راز د مردان په ګړۍ کپوره کې د کور چت د پرېوتو له کبله یوه ښځه او شپږ کلن زوی يې ژوبل شوي وو.

دا راز په لاهور، ګوجرانواله، چکوال، شیخوپوره، فېصل اباد او نورو ښارونو کې د جولای په پنځمه او شپږمه نېټه لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۴۹ نور ژوبل شول.

د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې هم د ورښتونو او سېلابونو له کبله په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه او لکونه خلک بېکوره شوي ول.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې موسمي بدلون پرې ډېر اغېز کړی دی. ملګري ملتونه وايي‌ چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده.

په نړۍ کې موسمي بدلون ته په کتو، د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پاریس ۲۰۱۵ز نړیواله موافقه منلې ده چې پکې راغلي چې حکومتونه به د نړیوالې تودوخې د کمولو لپاره یوشمېر اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG