د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات او بر کوهستان کې د سېلابونو له کبله سړکونه تړل شوي دي


د ۲۰۲۲ز کال په اګست کې هم د سېلابونو له کبله په بحرین کې لارو ته زیان رسېدلی وو.
د ۲۰۲۲ز کال په اګست کې هم د سېلابونو له کبله په بحرین کې لارو ته زیان رسېدلی وو.

د خیبر پښتونخوا په سوات او په بر کوهستان کې د سېلابونو له کبله دوه عمومي سړکونه تړل شوي دي.

د اپرېل له ۱۷مې راهیسې په سیمه کې د روانو بارانونو له کبله سېلابونه راغلي دي چې له کبله یې له بحرینه تر کالام پورې ۲۴ کېلومیټره سړک ځای پر ځای پر ځای بند شوی دی او په شمال کې د ګلګت بلتستان او د پنجاب د راولپېنډۍ ترمینځ د قراقرم لویه لاره هم تړل شوې ده.

د بحرین پخواني ناظم شاه خان د اپرېل پر ۱۹مه مشال راډيو ته وویل، د بارانونو له کبله د هغه وړوکي ښار شاوخوا نیمه برخه تر اوبو لاندې ده چې له کبله یې د بحرین مرکزي بازار او مارکېټونه هم تړلي دي.

دی وايي، د کالام او درال په خوړ کې د سېلاب له کبله په سیمه کې د اوبو سطح لوړه شوې ده او له بحرینه پورته یوشمېر کلیو او کالام ته په تګ راتګ کې مشکلات دي.

د سیمې انتظامي مشر محمد اسحاق مشال راډیو ته وویل چې مرستندویه کارکوونکي د اپرېل له ۱۸مې راهیسې د سړک خلاصولو هڅې کوي.

دی وايي، په سیمه کې اوبه زیاتې دي چې پکې لویه مشینري هم سم کار نه کوي.

اسحاق البته هیله من دی چې د چارشنبې (شورو) تر ماښام او یا هم د اپرېل ۲۰مې تر سهاره پورې به لاره په لنډمهالي توګه بیا پرانیستل شي.

دی زیاتوي چې تر اوسه په بارانونو او سېلابونو کې د مرګژوبلې اطلاعات نه دي ورغلي.

اخوا د پاکستان دولتي راډیو وايي، د ګلګت بلتستان او راولپېنډۍ ترمینځ د قراقرم لویه لاره د خیبر پښتونخوا د بر کوهستان په داسو کې په اوچر خوړ کې د سېلاب له کبله تړلې ده.

راډیو وايي، په هغه سیمه کې د پاکستان پوځ د تعمیراتي چارو ادارې (فرنټییر ورکس ارګنایزېشن یا اېف ډبلیو او) کارکوونکو د سړک پرانیستو چارو ته دوام ورکړی دی.

راډیو زیاتوي چې د خراب موسم له کبله د پاکستان هوايي شرکت (پي ای اې) د اپرېل پر ۱۹مه له اسلام اباده ګلګت ته تلونکي دوه پروازونه ځنډولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ز کال له جون څخه تر اګست پورې د زیاتو ورښتونو له کبله په پاکستان او افغانستان کې لوی سېلابونه راغلي ول چې پکې سلګونه کسان ووژل شول او د خیبر پښتونخوا، سیند او بلوچستان په صوبو کې خلکو او بېخبنا (انفراسټرکچر) ته لوی زیانونه واوښتل.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې موسمي بدلون پرې ډېر اغېز کړی دی. ملګري ملتونه وايي‌ چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ۲۰۲۲ز کال د نومبر له شپږمې څخه تر اتمې نېټې د مصر په شرم الشیخ ښار کې د اب و هوا بدلون په اړه نړیواله غونډه شوې وه. د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف هغې غونډې ته په وینا کې ويلي ول چې د سېلابونو له وجې يې هېواد ته تر ۳۰ اربه ډالرو زيات زیان رسېدلی دی.

په نړۍ کې موسمي بدلون ته په کتو، د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پاریس ۲۰۱۵ز نړیواله موافقه منلې ده چې پکې راغلي چې حکومتونه به د نړیوالې تودوخې د کمولو لپاره یوشمېر اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG