د لاسرسي ځای

تازه خبر

تازه رپورټ وايي، په سند کې پر ښځو او ماشومانو تشدد زیات شوی


په پاکستان کې د ښځو او ماشومانو د تشدد خلاف وخت په وخت مظاهرې شوي دي ـ پخوانی انځور.
په پاکستان کې د ښځو او ماشومانو د تشدد خلاف وخت په وخت مظاهرې شوي دي ـ پخوانی انځور.

په پاکستان کې د ښځو او ماشومانو په اړه څېړنیزه نادولتي اداره وایي د سږ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په سند صوبه کې پر ښځو او ماشومانو تشدد زیات شوی او د صوبې په بېلا بېلو برخو کې ۵۲۹ ښځې تښتول شوې دي.

د (ریسرچ اینډ ایډووکیسي فرم سسټېنېبل سوشل ډیولپمنټ ارګنایزیشن) په نامه هغې ادارې په تازه رپورټ کې ویلي چې د ۲۰۲۳ز کال له جنورۍ راهیسې په سند صوبه کې د ښځو او ماشومانو سره د تاو تریخوالی ۹۱۳ کیسونه پولیسو لیکلي دي.

په دې کې پر ښځو د جنسي تېري ۵۶، د ناموسي وژنو ۳۷ او د ښځو د تښتونې ۵۲۹ پېښې دي. دا راز په ماشومانو د تشدد ۱۴۲ پېښې شوي چې پکې ۶۷ د جنسي تیرو، ۴۱ د تښتونې، ۱۴ په ماشوموالي کې د کار کولو او ۱۶ په کم عمرۍ کې د ودونو دي.

د څېړنیزې ادارې مشر نثار احمد سولنګي وایي، په ټولنه کې په ښځو او ماشومانو د تشدد پېښې له پخوا راهیسې زیاتې وې خو پخوا ډېرو کمو خلکو هغه له پولیسو سره ثبتولی او اوس زیاتره پېښې له پولیسو سره ثبتیږي.

هغه د جون پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل '' تر ټولو زياتي پېښې په مشرقي کراچۍ، کيماړۍ ضلعې ،او حیدراباد کې شوي دي.''

د کراچۍ په مشرقي او کیماړۍ ضلعې د پښتنو ګڼ میشتې سیمې دي. دا راز په حیدراباد او داخلي سیند کې زیاتره اردو او سیندي ژبه ویونکي اوسیږي.

سولنګي وویل په داخلي سیند کې د تشدد د هغو پېښو شمیر لوړ دی خو هلته یې زیاتره خلک له پولیسو سره نه ثبتوي.

هغه وویل ''د ښځو د تښتونې شمېره حیرانونکی او تر بل هر وخت زیاته ده. په کور کې دننه پر ښځو د تاوتریخوالی پېښې ۱۱۹ پېښې هم شوي دي''

په کراچۍ کې فعاله زهره شاه بيا وايي، په ټولنه کې د تشدد زیاتېدو لوی لامل د تعلیم نشتوالی دی چې اکثره جینکۍ او ماشومان ترې بې برخې دي.

زهره شاه مشال راډیو ته وویل چې که څه هم په سيند کي حکومت او غير سرکاري ادارې دماشومانو او ښځو سره د تاوتریخوالي پيښو ته په ژور نظر ګوري خو بیا په ډېرو ځایونو کې قبایلي نظام پياوړی دی او خلک عدالتونو یا پولیسو ته د ورتګ پر ځایې په جرګو (پنچایت) پرېکړې کوي.

څېړنیزې ادارې ویلي پر ماشومانو او ښځو د تشدد په اړه راپور او شمېرو خپرولو موخه يې هغې موضوع ته د حکومت او ټولنې پام اړول دي.

په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو مبارز عمران ټکر بيا وايي د هر کال په تیریدو ماشومانو سره د جنسي تیري په پېښو کې زياتوالی راځي.

هغه دجون په ۲۴ مه مشال راډيو ته وويل، که څه هم پېښې راپور کيږي خو دمخنيوي لپاره کار نه کيږي.

ده وویل، ''په دې حقله پوهاوی هم نشته، مور او پلار ځینې داسې پېښې د شرم او یا له نورو وجو پټې ساتي او نه یې رپورټ کوي ''

پاکستان کې په کال۲۰۲۲ز کال کې د جنسي تيريو ضد قانون جوړ شوی وو، چې تر مخه يې جنسي تیری کونکو ته د مرګ سزا يا عمر بند سزا ورکول کېږي. دا راز د پاکستان د نفوسو او نورو اسنادو د ثبت ادارې (نادرا) هم په جنسي تېریو کې ککړ کسان په ځانګړي نوملړ کې اچوي.

خو قانون پوهان وايي په پاکستان کې د جنسي تیريو په پېښو کې ډېرو کمو کسانو ته سزا ورکول کیږي او هغه ځکه چې هغه قضیې تر اوږدي مودې په عدالتونو کې روانې وي، پوليس عدالتونو ته دککړو کسانو پر ضد ثبوتونو کې پاتي راځي،ځیني خلک په عدالتونو کي دقضيو لپاره پېسي نه لرې او بيا ځیني کورنۍ دعدالت نه بهر دککړو کسانو سره روغه وکړي ،چې له کبله يې تورن کسان له سزا بچ شي.

XS
SM
MD
LG