د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د بشري حقونو سازمانونه وايي پر مېرمنو او ماشومانو د تشدد پېښو اندېښمن کړي


د ښځو او ماشومانو پرضد د تشدد په اړه دې رپورټ کې ويل شوي چې په تېر جون میاشت کې لږ تر لږه ۱۸۰ ماشومان د جنسي او بدني تشدد ښکار شوي دي.

د ښځو او ماشومانو د حقونو په اړه یو تازه راپور وايي چې په پاکستان کې یوازې په جون میاشت کې ۲۲۱ ښځې او ماشومان تښتول شوي دي.

دا خبره په پاکستان کې د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکي غېر سرکاري تنظيم پایښت لرونکي ټولنیز پرمختګ سازمان (سسټېنېبل سوشل ډوېلپمېنټ ارګنایزېشن) په راپور کې شوې ده.په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۲م کال په جون میاشت کې په ټول هېواد کې لږ تر لږه ۱۵۷ ښځې او څلور شپېته ۶۴ ماشومان تښتول شوي دي.

د یادې ادارې له خوا د جولايي پر ۱۵مه په خپور شوي مياشتني راپور کې راغلي چې تیره میاشت په پنجاب صوبه کې د مېرمنو د تښتونې خواوشا ۱۰۸ پېښې مخې ته راغلې دي.

په راپور کې راغلي جې په یوه میاشت کې په سیند کې د ښځو د تښتولو ۲۲ پېښې، خېبرپښتونخوا کې شپږ، بلوچستان کې څلور او په اسلام اباد کې ۱۷ پېښې ثبت شوې دي.

د راپور له مخې ۱۱۲ ښځې د بدني تشدد او نېزدې ۹۱ ښځې د جنسي تېريو ښکار شوې دي.

د ښځو او ماشومانو پرضد د تشدد په اړه په دې راپور کې ويل شوي چې په تېر جون میاشت کې لږ تر لږه ۱۸۰ ماشومان د جنسي او بدني تشدد ښکار شوي دي. په راپور کې راغلي چې په دې کې پر ماشومانو د جنسي تېريو ۹۳ پېښې، او د جسماني تشدد ۳۷ پېښې شاملې دي.

راپور زياتوي چې په جون میاشت کې د ښځو ناموسي وژنو او د کار په ځای کې د ځورونې هم اووه پېښې رپورټ شوې دي.

XS
SM
MD
LG