د لاسرسي ځای

تازه خبر

عورت فاونډېشن وایي په بلوچستان کې ناموسي وژنې زیاتې شوې دي


په کراچۍ کې فعالان پر ښځو د تشدد خلاف مظاهره کوي ـ پخوانی انځور
په کراچۍ کې فعالان پر ښځو د تشدد خلاف مظاهره کوي ـ پخوانی انځور

په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکي غیر حکومتي بنسټ عورت فاونډېشن په خپل تازه رپورټ کې ويلي چې پر ښځو د تشدد په پېښو کې له ۳۰۰ زیاتې ښځې وژل شوې او يوشمېر ژوبلې شوې دي.

په کوټه کې د بسنټ مشر علاوالدین خلجي د مې پر ۱۵مه نېټه مشال راډیو ته وویل چې ۵۱ نارینه هم د غیرت په نامه وژل شوي دي.

''د بلوچستان د پښتنو او بلوڅو په سیمو کې دا وژنې شوې دي. دا یو رسم دی چې بلوڅ ورته 'سیاه کاري' او پښتانه ورته 'تور' وایي. دې ته د غیرت په نامه قتل هم ویل کېږي، بل رسم دا هم دی چې ځینې خلک د زنانه و ودونه نه کوي او وایي چې واده یې ورله د قران سره کړی دی''

د خلجي په خبره د غیرت په نامه د وژنو غټ لامل د خلکو په خپلو کې د جایدادونو او پورونو پر سر جنجالونه هم وي چې ځینې وخت خلک د ''قران سره واده شوې'' جینۍ په کور دننه او مخالف سړی بهر ووژني او بیا دې ته د غیرت په نامه د قتل نوم ورکړي.

پاکستان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او قانوني خوندیتوب لپاره ځينې قوانین شته چې پکې پر ښځو د تېزاب اچونې، کورني تاو تریخوالي، ځورنې او د ناموسي وژنو په څېر جرمونو لپاره پکې سختې سزاګانې ذکر شوي دي.

د ښځو حقونو فعاله، مېرمن ثنا درانۍ وایي، د بلوچستان د کلیوالو سیمو ترڅنګ په ښاري سیمو کې پر ښځو د تشدد پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي.

هغې زیاته کړه ''په بلوچستان کې د غیرت په نامه زیاتې وژنې په نصیراباد کې کېږي. دویم په کوټه کې. دلته د تعلیم شرحه هم زیاته، ښار هم دی خو بیا هم د تشدد پېښې زیاتېږي.''

د بلوچستان نېشنل ګوند فعاله مېرمن شمایله اسماعیل مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې قوانین موجود دي خو ځینې خلک د شخصي ګټو لپاره قانون تر پښو لاندې کوي.

هغې زیاته کړه ''پر ښځو د تشدد مخنیوي لپاره قوانین جوړ شوي دي خو هغه نه عملي کېږي. باید د عملي کېدو کوشش یې وشي''

پر ښځو د تشدد په اړه د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي کاکړ د مې پر نهمه په کوټه کې یوې دستورې ته وویل چې د ښځو په وژنو کې د زیاتوالي لامل د عدالتونو کمزورې پرېکړي دي. هغه د قبایلي جرګو له لارې د تشدد د هغو پېښو پر مخنیوي ټینګار وکړ.

بل خوا د انساني حقونو کمېشن بلوچستان څانګې په یو بل راپور کې ویلي چې په تېرو ۱۰ کلونو کې د کورني تشدد له امله ۸۹۴ میرمنو د ځان وژنې هڅې کړي دي چې پکې ۲۵۷ ښځې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG