د لاسرسي ځای

تازه خبر

نادرا وایي د جنسي تېري کوونکو د ثبتولو کار یې پیل کړی دی


د ساحل سازمان تر مخه په پاکستان کې په ۲۰۲۲ز کال کې ۸۱ ماشومان تر جنسي تېري وروسته وژل شوي دي ـ پخوانی انځور
د ساحل سازمان تر مخه په پاکستان کې په ۲۰۲۲ز کال کې ۸۱ ماشومان تر جنسي تېري وروسته وژل شوي دي ـ پخوانی انځور

د پاکستان د نفوسو او نورو اسنادو د ثبت ادارې (نادرا) په جنسي تېریو کې د ککړو کسانو د راجسټرولو پرېکړه کړې ده.

ادارې ویلي، که د یو تن د شناختي کارډ نمبر له موبایله ۷۰۰۰ ته ولېږدول شي نو نادرا ورته سمدستي ځواب ورکوي چې هغه تن د جنسي تېري کوونکو په نوملړ کې ثبت دی او که نه.

د نادرا ترمخه، په کالج، پوهنتون، مدرسه او یا هم کورونو کې که څوک یو چا ته ملازمت ورکوي، نو له دې لارې یې په اړه، په اسانه معلومات ترلاسه کولای شي.

اداره وایي، د دې اقدام موخه یې دا ده چې د ټولنې هغه کسان معلومول اسان شي چې د مېرمنو او ماشومانو لپاره د خطر سبب ګرځېدلای شي.

په پاکستان کې له اوږدې مودې راهیسې پر ماشومانو تر جنسي تېري وروسته، د هغوی د وژنې پېښې رامینځته کېږي.

په کراچۍ کې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکې ادارې "ساحل" ترمخه په ۲۰۲۲ز کال کې په پاکستان کې پر ماشومانو د تشدد ۴،۲۵۳ پېښې شوې دي.

په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر د نادرا هغه اقدام ستایلی دی، نوموړی وایي، دوی له اوږدې مودې راهیسې په جنسي جرمونو کې د ککړو کسانو د ثبتولو غوښتنه کوله. هغه زياته کړه چې په اروپا او نورو هېوادونو کې هم هغه مجرمین د حکومتونو له لوري ثبتېږي.

هغه وویل "ماشومانو او ښځو ته په دې اړه پوهاوی پکار دی. تر ټولو مهم کردار پکې د مور او پلار دی او مور او پلار دا کار په ښه طريقه کولی شي."

ټکر زیاته کړه چې په پاکستان کې د جنسي تېري د مخنیوي لپاره لازم ګامونه نه اخیستل کېږي. د هغه په وينا قوانین شته خو هغه نه عملي کېږي، چې له امله یې ځینې خلک د جنسي ځورونې پېښو ثبتولو ته زړه نه ښه کوي.

په کراچۍ کې فعاله زهره شاه وایي، د نادرا په دې اقدام سره به په خلکو کې دا وېره هم پیدا شي چې که جنسي تېری کوي، نو نوم به یې د هغو کسانو نوملړ ته لوېږي چې په هغو جرمونو کې ککړ دي او ښایي له دې وجې هغه پېښې کمې شي.

د ماشومانو لپاره د کارونکي سازمان ساحل په وينا تېر کال په پاکستان کې پر ۲۱۲۳ ماشومانو جنسي تیري شوي چې پکې ۸۱ تر تېري وروسته وژل شوي دي.

د سازمان په وينا د هغو پېښو شمېر تر دې زیات دی او هغه ځکه چې هغه ډول ډېرې پېښې نه ثبتېږي او خلک یې پټوي.

فعالان وایي، د جنسي تېري موضوع حساسه ده نو باید په نادرا کې هم څوک له دې غلطه ګټه پورته نه کړي او بايد په دې لړ کې جامع او شفاف نظام وجود ولري.

په پاکستان کې په ۲۰۲۲ز کې د جنسي تېريو ضد قانون جوړ شوی وو، چې تر مخې يې په هغه جرم کې ککړ تن ته د مرګ سزا يا عمر بند سزا ورکولای شي.

خو په کراچۍ کې وکيل ضيا اعوان اېډوکېټ او نور قانون پوهان وايي چې په پاکستان کې د جنسي تېريو په پېښو کې ډېرو کمو کسانو ته سزا ورکول کېږي.

دا راز د جنسي تېري قضيې په کلونو په عدالتونو کې روانې وي، پوليس په خپلو راپورنو کې پر ککړو کسانو تورونو ثابتولو کې پاتې راځي، ځینې کورنۍ له عدالته بهر له ککړو کسانو سره روغه وکړي، چې له کبله یې تورن کسان له سزا بچ شي.

XS
SM
MD
LG