د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پولیسو پر ماشومې د "جنسي تېري" په تور د هغې پلار او ۲ نور کسان نیولي دي


په پاکستان کې په تېرو کلونو کې پر ماشومانو او ښځو د جنسي تشدد پرضد پراخې مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې په تېرو کلونو کې پر ماشومانو او ښځو د جنسي تشدد پرضد پراخې مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.

په کراچۍ کې پولیسو پر یوې ۱۳ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په تور د هغې پلار، د یوه شخصي پناه ځي مشره او د هغې زوی نیولي دي.

د کورنګي صنعتي سیمې تاڼېدار اورنګزېب د مارچ پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، له لومړنیو پلټنو سره سم، د هغې ماشومې پلار "ورباندې تېری" کړی وو چې تر هغې وروسته هغه په یو "شخصي پناه ځای کې" اوسېده چې پکې د هغې ادارې چلوونکې "زوی ورباندې جنسي تېری" کړی دی.

مشال راډیو د موضوع د شخصي حریم ساتنې په موخه د نجلۍ نوم نه خپروي.

اورنګزېب وايي، هغه ۱۳ کلنه نجلۍ تاڼې ته ورغلې وه او تور یې پورې کړ چې پلار یې او په پناه ځي کې یو کس ورباندې تېری کړی دی. "موږ په جناح روغتون کې د نجلۍ طبي معاینه کړې چې پکې جنسي تېری ثابت شوی دی. تر هغې وروسته مو مقدمه درج کړه او د نجلۍ پلار او د شخصي پناه ځي مدیره او د هغې زوی مو نیولي دي."

دی زیاتوي چې د تېري په تور د نیول شویو کسانو طبي معاینې هم کېږي.

د جناح روغتون ډاکترې سمیعې سیدې مشال راډيو ته تایید کړه چې پر ماشومې نجلۍ تېری شوی دی او د طبي معاینې نتیجې ښيي چې پر هغې "له اوږدې مودې راهیسې" تېری کېده.

د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ او په نورو سیمو کې تر دې مخکې هم پر ماشومانو د جنسي تېري، او تشدد پېښې شوې دي.

د مارچ پر ۱۱مه د کراچۍ په کورنګۍ کې یو معیوبه ماشوم تر جنسي تېري وروسته وژل شوی وو. پولیسو هغه مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې د پېښې په تړاو یې دوه مشکوک کسان نیولي دي.

د مارچ پر لومړۍ نېټه د ښار په بن قاسم سیمه کې شپږ کلنه ماشومه تر تېري وروسته وژل شوې وه. پولیس وايي، په هغه پېښه کې یې ککړ کسان نیولي چې د ماشومې ګاونډیان ول.

تر دې مخکې د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې په کراچۍ کې یو بل ماشوم هم تر تېري وروسته وژل شوی وو.

د کراچۍ د دولتي جناح، سېول او عباسي شهید روغتونونو له ارقامو سره سم، په ۲۰۲۲ز کال کې په هغه ښار کې تر ۵۰۰ زیاتې نجونه، ښځې او ماشومان د جنسي تېري ښکار شوي ول.

له کراچۍ پرته، د پاکستان په نورو برخو کې هم وخت په وخت پر ماشومانو د جنسي او نور تشدد پېښې کېږي چې پرضد یې په تېرو کلونو کې پراخې مظاهرې شوې دي.

په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري او تشدد خلاف او د هغوی د ساتنې لپاره هڅې کوونکي سازمان ساحل له یوه رپورټ سره سم، د ۲۰۲۲ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هغه هېواد پر ۲،۲۱۱ ماشومانو د تېري پېښې ثبت شوې وې چې پکې "۱،۱۷۰ د جنسي تېري" او نورې د ماشومانو د تښتونې، ورکېدو او ودولو پېښې وې. رپورټ کاږي چې د تېري ښکار ۵۵ فیصده نجونه او ۴۵ سلنه یې هلکان ول.

XS
SM
MD
LG