د لاسرسي ځای

تازه خبر

ساحل: پاکستان کې سږ کال پر ماشومانو د تېري ۲،۲۱۱ پېښې ثبت شوې دي


په پاکستان کې په تېرو کلونو کې پر ماشومانو د تېري پېښو ضد مظاهرې او لاریونونه هم شوي دي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې په تېرو کلونو کې پر ماشومانو د تېري پېښو ضد مظاهرې او لاریونونه هم شوي دي - پخوانی انځور.

په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري خلاف او د هغوی د ساتنې لپاره هڅې کوونکي سازمان ساحل ویلي دي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پر ۲،۲۱۱ ماشومانو د تېري پېښې ثبت شوې دي.

هغه ناحکومتي سازمان د سېپټېمبر پر ۱۳مه پر ټوېټر په بیان کې د خپل شپږ میاشتني رپورټ پر بنسټ ویلي دي چې د تېري پېښې د پاکستان په څلورو صوبو، ګلګت بلتستان او د اسلام اباد تر واک لاندې کشمیر کې ثبت شوې دي چې ورڅخه یې ۱،۱۷۰ د جنسي تېري پېښې وې.

ساحل ویلي دي چې معلومات یې د ۲۰۲۲ز کال له جنورۍ څخه تر جون پورې د پاکستان په ۸۱ لویو او وړو ورځپاڼو او رسنیو کې له خپرو شویو خبرونو ټول کړي دي.

د ساحل مرکزي ویاند وقاص حمید وايي، تېر کال په همدې موده کې هره ورځ په اوسط ډول ۱۰ خو سږ کال ۱۲ ماشومان د تېري د بېلابېلو پېښو ښکار شوي دي چې د "یو دردوونکي حالت" ښکارندويي کوي.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، پر ماشومانو د تېري "تر ټولو زیاتې یعنې ۶۹ فیصده پېښې په پنجاب کې شوې دي. دا ډول پېښې له پنجابه زیاتې رپورټېږي خو له خیبر پښتونخوا او بلوچستانه کمې رپورټېږي. له سینده هم کافي اندازه [پېښې] رپورټ کېږي."

حمید وايي، د ښاري او کلیوالو سیمو ارقام یې بېل کړي چې ورڅخه ښکاري چې پر ماشومانو د تېري زیاتره پېښې په ښارونو کې کېږي.

د ساحل سازمان د رپورټ له مخې، د ماشومانو پر وړاندې جنایتونه په درو برخو وېشل شوي چې پکې د هغوی ورکېدل، تښتونې، ورباندې جنسي تېری او د کوچنیوالي ودونه شامل دي. سازمان دا ټول جنایتونه په ټولیز ډول پر ماشومانو د تېري په نوم یادوي.

رپورټ وايي، د ۲۰۲۲ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پر ماشومانو د "جنسي تېري ۱،۱۷۰، د هغوی د تښتونې ۸۰۳، د ورکېدو ۲۱۲ او ودولو ۲۶ پېښې" ثبت شوې دي.

رپورټ کاږي چې د تېري ښکار ۵۵ فیصده نجونه او ۴۵ سلنه یې هلکان ول.

په پاکستان کې په تېرو کلونو کې پر ماشومانو د تېري پېښو ضد مظاهرې او لاریونونه هم شوي دي.

خیبر پښتونخوا کې د تېري پېښې

د ساحل په رپورټ کې راغلي چې زیاتره پېښې په پنجاب کې شوې دي خو د ماشومانو د حقونو غورځنګ (چایلډ رایټس موومېنټ) په نوم ناحکومتي سازمان وايي، په خیبر پښتونخوا کې هم پر ماشومانو د تېري پېښې خورا زیاتې شوې دي.

عمران ټکر د سېپټېمبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې له "۲۰۱۹ز کال څخه تر ۲۰۲۱ز پورې په خیبر پښتونخوا کې په [پېښو] ۹۳ فیصده اضافه شوې ده. له هلکانو سره د زیاتي شمېره نسبتاً زیاته ده، له نجونو سره کمه ده."

ټکر وايي، په خیبر پښتونخوا کې تر ټولو زیاتې پېښې له پېښور، مردان او ډېره اسماعیل خانه رپورټ کېږي.

دی زیاتوي چې په وروستیو کلونو کې یې دا لیدلي دي چې له ۱۰۰ څخه له یو واخله تر درو او ان تر اووه پورې ماشومان تر جنسي تېري وروسته وژل شوي هم دي.

د ماشومانو د ساتنې قوانین او چیلېنجونه

د پاکستان اساسي قانون (ایین) د ۳۷مې مادې په لومړۍ برخه کې راغلي چې هېڅ ماشوم باید "له تشدد یا نورو ظالمانه، غیر انساني او توهینوونکي چلند یا سزا سره مخامخ نه شي."

په ۲۰۲۰ز کال کې د پاکستان پارلېمان د ماشومانو د تحفظ په موخه د مجازاتو یا سزاګانو یو قانون هم منظور کړ چې پکې پر ماشومانو په جنسي تېري کې ککړو کسانو ته د مرګ سزا وړاندیز شوی دی.

خو په اسلام اباد کې د ماشومانو د حقونو مبارز ممتاز ګوهر وايي، نه یوازې دا چې خلک د ماشومانو د تحفظ په اړه زیات پوهاوی نه لري، بلکې د قوانینو نه عملي کېدل هم د ماشومانو پرضد د جرمونو د زیاتېدو یو لامل دی. "زموږ په عدالتونو کې د سزاګانو" نه ورکول کېدل، د پولیسو له لورې د پېښو سمه پلټنه نه کېدل او د پولیسو په نظام کې د اصلاحاتو نه کېدل هغه څه دي چې له وجې یې "ډېرې داسې پېښې پر ثبتېدو سربېره منطقي انجام ته نه رسېږي."

ګوهر وايي، په پاکستان کې له عدالت بهر د روغې، جوړې کېدو هم چیلېنج پیدا کړی دی چې له وجې یې د دې ډول "پېښو مخنیوی نه کېږي او ذمه وار کسان چې خوشې شي، نه وېرېږي او وايي، هېچا ته د مرګ یا عمر قید سزا نه ده ورکړل شوې نو ځکه مجرمان نور هم زړور شي او په بیا بیا دا جرمونه کوي."

د ماشومانو د ساتنې او ورباندې د جنسي تېري ضد سازمان ساحل په خپل شپږ میاشتني رپورټ کې ویلي دي چې سږ کال د تېري له پېښو څخه یې په ۱،۰۵۰ کې د ماشومانو پېژندګلو یا شناخته کسان ککړ ول.

د ناحکومتي سازمان په خبره، په ۴۰۹ پېښو کې پردي خلک، په ۳۹ کې خپلوان ککړ ول او په ۳۲ کې خلکو له ښځو مرسته اخیستې وه.

ساحل زیاتوي چې په ۵۰ پېښو کې د مدرسو او ښوونځیو استادان او په ۶۳ هغو کې د ماشومانو ګاونډیان ښکېل ول.

XS
SM
MD
LG