د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي کراچۍ کې یو معیوب ماشوم تر جنسي تېري وروسته وژل شوی دی


په پاکستان کې په تېرو کلونو کې پر ماشومانو د جنسي تېري پر ضد پراخې مظاهرې هم شوې دي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې په تېرو کلونو کې پر ماشومانو د جنسي تېري پر ضد پراخې مظاهرې هم شوې دي - پخوانی انځور.

پولیس وايي، د کراچۍ په کورنګۍ سیمه کې یو نهه کلن معیوبه ماشوم تر جنسي تېري وروسته وژل شوی دی.

د ښار د زمان ټاون د پولیسو یو چارواکي د مارچ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې پېښه د خالي یا شنبې پر ورځ شوې ده.

ساجد میر سدوزی وايي، پر ماشوم یې د تېري او د هغه د وژنې په تور درې مشکوک کسان نیولي دي.

دی وايي، لومړۍ پلټنې ښيي چې پر "ماشوم جنسي تېری او تشدد شوی" او بیا تېري کوونکو یې "مرۍ خپ کړې چې له کبله یې هغه مړ شوی دی."

سدوزی وايي، د ماشوم مړی په کورنګۍ سیمه کې د ګاډو درولو په یو ځای کې له یوه موټره موندل شوی دی. دی زیاتوي چې د پېښې پلټنې لپاره یې کمېټي جوړه کړې ده.

د کراچۍ د جناح روغتون ډاکترې سمیعې سید د مارچ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، لومړنۍ طبي معاینه ښيي چې پر ماشوم جنسي تېری شوی دی.

د وژل شوي ماشوم تره غلام حسین له مشال راډیو سره په خبرو کې له حکومته په پېښه کې د ککړو کسانو نیولو او سزا کولو غوښتنه کړې ده. "ماشوم په ذهني ډول معیوبه وو. ظالمانو ورباندې جنسي تېری کړی دی، بیا یې وژلی دی. له موږ سره ډېر ظلم شوی دی، حکومت دې راته انصاف راکړي. موږ نور هېڅ نه غواړو. بس حکومت او پولیس دې ککړ کسان ګرفتار کړي او سزا دې ورکړي."

پولیس وايي، ثبوتونه یې غونډ کړي، مقدمه یې دایره کړې او ککړ کسان د قانون منګولو ته سپاري.

د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې تر دې مخکې هم ورته پېښې شوې دي. د مارچ پر لومړۍ نېټه د ښار په بن قاسم سیمه کې شپږ کلنه ماشومه تر تېري وروسته وژل شوې وه. پولیس وايي، په هغه پېښه کې یې ککړ کسان نیولي چې د ماشومې ګاونډیان ول.

تر دې مخکې د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې په کراچۍ کې یو بل ماشوم هم تر تېري وروسته وژل شوی وو.

د کراچۍ د دولتي جناح، سېول او عباسي شهید روغتونونو له ارقامو سره سم، په ۲۰۲۲ز کال کې په هغه ښار کې تر ۵۰۰ زیاتې نجونه، ښځې او ماشومان د جنسي تېري ښکار شوي ول.

له کراچۍ پرته، د پاکستان په نورو برخو کې هم وخت په وخت پر ماشومانو د جنسي او نور تشدد پېښې کېږي چې پرضد یې په تېرو کلونو کې پراخې مظاهرې شوې دي.

په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري او تشدد خلاف او د هغوی د ساتنې لپاره هڅې کوونکي سازمان ساحل له یوه رپورټ سره سم، د ۲۰۲۲ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هغه هېواد پر ۲،۲۱۱ ماشومانو د تېري پېښې ثبت شوې وې چې پکې "۱،۱۷۰ د جنسي تېري" او نورې د ماشومانو د تښتونې، ورکېدو او ودولو پېښې وې. رپورټ کاږي چې د تېري ښکار ۵۵ فیصده نجونه او ۴۵ سلنه یې هلکان ول.

XS
SM
MD
LG