د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: د مځکې پرسر شخړه کې له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی


د پاکستان پوځ وايي پر ډېورنډ کرښه یې د اغزن تار غځولو کار ۹۴ سلنه بشپړ کړی دی ــ انځور له ارشيفه
د پاکستان پوځ وايي پر ډېورنډ کرښه یې د اغزن تار غځولو کار ۹۴ سلنه بشپړ کړی دی ــ انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا د کورمې په خرلڅیو کې د دوو قبیلو او پاکستانیو پوځیانو له خوا له افغان طالبانو سره د مځکې پرسر شخړه کې خبرو اترو نتیجه نه ده ورکړې.

د کورمې ځايي‌ چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې نن (د نومبر پر ۲۲مه) هم د کورمې د دوپرزو او بنګښ قبیلو خلک په مورچو کې ناست ول او د افغانستان پکتيا ته تللې لاره بنده وه.

تر دې نښتې وروسته د طالبانو د دفاع وزارت په ګډون لوړپوړي چارواکي د خبرو اترو لپاره ډیورنډ کرښې ته څېرمه په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د نښتې ځای ته ولاړل چې له پاکستاني غاړې سره خبرې اترې وکړي.

دا له هغه وروسته ده چې د نومبر پر ۱۹مه او ۲۰مه دوپرزیو او بنګښو د پاکستان د امنيتي ځواکونو په ملګرتيا له افغان طالبانو سره داسې وسلواله نښته وکړه چې دواړو غاړو ته پکې مرګژوبله واوښته.

په کورمه کې یو امنیتي چارواکي مشال راډیو ته وویل چې د نښتې په ترڅ کې یو پاکستانی عسکر وژل شوی او ۱۲ تنه عام وګړي‌ ژوبل شوي دي.

بل پلو د افغانستان غاړې ته مېشتو ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې هلته هم یو پوله ساتونکی طالب او یو موټروان وژل شوي او یو شمېر نور کسان ژوبل شوي دي خو کره شمېر یې یاد نکړ.


د مځکې پر سر شوې دا نښته لومړی دوو قبیلو له افغان طالبانو سره پیل کړې وه او بیا پکې د پاکستاني پوځ عسکر هم د قبیلو ملګري شوي ول.

دا جګړه پر ‌ډیورنډ کرښه د پاکستاني پوځ له خوا تر لګول شوي اغزن تاره هغې غاړې ته په افغانستان کې د هغې مځکې پر سر ده چې دې غاړې ته په پاکستان کې مېشتې قبیلې بنګش او دوپرزي یې د ځان بولي.

د خرلڅیو یو ځايي مشر ملک سید ناصر حسېن د نومبر پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې د دوپرزیو او بنګښو "سلګونه اېکړه ځمکه" پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځېدو له وجې د افغانستان خوا ته پاتې شوې ده.

د ده په وینا، طالبانو د نومبر پر ۱۹مه پر هغه مځکه سړک او مورچې جوړولې او دوی په خبرو اترو د دې کار د مخنیوي هڅه وکړه خو تر ناکامۍ وروسته یې وسلواله شخړه رامينځ ته شوه.

د کورمې خلک وايي طالبان دې پر دې ځمکه سړکونه او امنيتي پوستې نه جوړوي خو طالبانو ورغليو جرګه والو ته ويلي چې دا مځکه اوس د دوی ملکيت دی.

د طالبانو حکومت د تازه نښتې په اړه څه نه دي ویلي او نه هم د پاکستان پوځ په دې اړه څه غبرګون ښوولی دی.

خو له کورمې د پارلېمان غړي او د پاکستان وفاقي وزیر ساجد حسېن توري مشال راډیو ته ویلي چې مخکې یې هم پر دې مسله له کابل سره خبرې شوي وې خو يو حل ته نه وو رسېدلي.

ساجد حسېن توري زیاته کړه چې اوس به له طالبانو سره يو ځل بیا په دې اړه خبرې کوي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ز کال کې د امنیت ټینګښت په موخه پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار لګولو کار پیل کړ. هغه مهال د افغانستان پخواني حکومت د باړ لګول د اسلام اباد یواړخیزه اقدام بللی وو.

د پاکستان له خوا د دې اغزن تار لګولو له کبله د دواړو هېوادونو تعلقات څو ځلې ترینګلي شول او ان د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمینځ څو ځلې نښتې هم شوې وې.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG