د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د سکولونو بندېدو ضد بیا مظاهره شوې ده


د کورمې سدې سیمه - انځور له ارشيفه
د کورمې سدې سیمه - انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا د کورمې استادانو او اوسېدونکو د سکولونو د بندېدو خلاف مظاهره کړې ده.

د جون پر ۱۱مه په سده کې د احتجاج ګډونوالو وویل چې د مې څلورمې تر پېښې وروسته د منځنۍ او کوزې کورمې تر ۱۵ پورې ښوونځي بند شوي او یا د ښوونکو له کمي سره مخامخ دي.

د مې پر څلورمه د کورمې په تري منګل کې پارېدلو کسانو څلور شیعه استادان او درې مزدوران وژلي ول. تر پېښې وروسته تر ۲۰۰ زیاتو شیعه استادانو په سني مېشتو ځایونو کې سکولونو ته له تګه انکار وکړ. هغه استادان دریځ لري چې دا ګام یې خپل ژوند ته خطر مخنیوي لپاره اخیستی دی.

خو د مظاهرې ګډونوال او د کورمې د استادانو اتحادیې مشر محمد رفیق اورکزي مشال راډیو ته وویل، په سیمه کې امنیت اوس ښه شوی او استادان خوندي دي. هغه غوښتنه وکړه چې حکومت دې بند ښوونځي پرانيزي.

په کورمه کې د تعلیم محکمې ځايي مشر فرید الله محسود په وروستیو کې مشال راډیو ته ویلي ول چې د بره کورمې استادانو د امنیت ستونزه یې ورحل کړې او که بیا هم استادان نه تیارېږی نو بیا به له نورو سیمو څخه منځنۍ او کوزې کورمې ته د سني استادانو پر لېږد غور وکړي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ژوند کوي. خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG