د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د ځمکې پر سر د دوو قامونو په نښته کې ۲ کسان وژل شوي دي


د کورمې چارواکي د مارچ پر ۲۷مه د بدامنۍ تر یوې پېښې وروسته د سیمې کتو ته ورغلي دي.
د کورمې چارواکي د مارچ پر ۲۷مه د بدامنۍ تر یوې پېښې وروسته د سیمې کتو ته ورغلي دي.

د خیبر پښتونخوا کورمې ضلعې په لنډي وان صحرا سیمه کې د دوو قبیلو ترمینځ د ځمکې پر سر نښته شوې چې پکې دوه تنه وژل شوي او پنځه زخمیان شوي دي.

چارواکي وایي، نښته د اپرېل پر دویمه د لقمان خېلو او خېواص خېلو ترمنځ په لانجمنه شاملاتي ځمکې د تعمیراتي کار د نه ودرېدو پر سر شوې ده.

د بره کورمې مرستیال کمېشنر حمید نواز خان د اپرېل پر دویمه مشال رېډیو ته وویل، د جګړې زیاتېدو او پکې د غټو وسلو تر کارېدو وروسته هلته امنیتي ځواکونه تللي او دواړه ډلې یې له مورچو کوزې کړي دي.

په لنډي وان صحرا کې د لانجمنې شاملاتي ځمکې تقسیمولو پرېکړه شوې چې له مخې یې د خېواص خېلو اوسېدونکو درې سوه جریبه مځکه شلووزان ته ورکړې ده. لقمان خېل تور پورې کوي چې د پرېکړې باوجود د خېواص خېلو خلک په شاملاتي مځکه تعمیراتي کارونه کوي. بلخوا د خېواص خېلو قبیلي مشرانو دا تورونه رد کړي او وايي چې یوازې یې پر خپلو مځکو ابادۍ کړي دي.

د کورمې په بېلا بېلو برخو کې وخت پر وخت د ځمکو پر سر لانجې مخې ته راځي. د ۲۰۲۱ز کال له جون میاشتې د ۲۰۲۲ز کال تر ډېسېمبره د بیلا بېلو قبیلو ترمنځ د ځمکو پر سر اته ځله جګړې شوې دي چې ټولو غاړو ته پکې ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو.

تر دې وړاندې په کورمه کې د مځکو پر سر د قبیلو ترمنځ د شخړو هواري لپاره د حکومتي چارواکو په سرپرستۍ کې جرګې جوړې شوې دي.

د دې جرګو پر جوړېدو کالونه وخت تېر شوی خو بیا یې هم د هغو شخړو هواری نه دی میندلی چې وخت په وخت پکې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG