د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یوې پرامنې ټولنې په ارمان پښتانه ځوانان


د شوال سیمه
د شوال سیمه

د سېپټېمبر پر ۲۱مه د امن نړیوالې ورځې په مناسبت د ګڼ مېشتو پښتنو سیمو ځینو اوسېدونکو له مشال راډیو سره په خبرو کې ول، لاهم د هغې ورځې په انتظار دي چې په یوه پرامنه ټولنه کې ژوند وکړي.

د شمالي وزیرستان مجاهد وزیر وایي له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې پرله پسې له ناامنۍ سره مخامخ دي: ''یوه ورځ داسې نه ده تېره شوې چې موږ ورته یوه پر امنه ورځ ووایو، هره ورځ مو بمي چاودنې، هدفي بریدونه او یا ماین چاودنې لیدلي دي، لا نه یو خبر چې کله به داسې وخت پر موږ راځي چې موږ د امن هغه احساس ولرو څنګه چې یې نور خلک لري.''

د پښتنو په سیمو کې د ځوانانو نوی تحریک پښتون ژغورنې غورځنګ هم د دغه ناامینو زېږنده بلل کېږي. د دغه غورځنګ مشران او پلویان وایي، دوی په خپلو سیمو کې د امنیت پرځای کولو لپاره راوتلي دي او امن یې تر ټولو لویه غوښتنه ده.

دا چې په یوه پر امنه ټولنه کې ژوند کول څه معنا لري او یا د یوې ټولنې امن څه ته وایي په ځواب کې یې لیکوال حیات روغانی وایي: ''داسې یوه ټولنه چې پکې ستاسو د خبرې ځای وي، د اظهار ازادي وي، د یو جایز کار کولو او یا نه کولو پر وخت ستاسو په زړونو کې دا ویره نه وي چې ګنې څوک به مو اوچت کړي یا به لادرکه شو یا به ژوبل او یا به ووژل شو.''

د روغاني په خبره داسې یوه ټولنه چې پکې یو تن خپل ټول بنیادي حقونه ترلاسه کړي او د دړکو او ویرې نه پاک ژوند تېرول د یوې پرامنه ټولنې نښه ده.

د پښتنو ډېری سیمې له پېښوره تر کوټې، له وزیرستانونو تر خیبره ناامنیو او ناکراریو، دغلته بمي چاودنو، هدفي بریدونو، پوځي عملیاتو او د دغې له وجې کډوالۍ د خلکو ژوند سخت ځپلی دی.

د کتاب ورځې په اړه پخوانی ویډیويي رپورټ

په کوټه کې د کتاب نړیواله ورځ ولمانځل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:59 0:00

د سیاسي او ټولنیزو چارو کالم نګار د باجوړ مولانا خانزېب د سېپټېمبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، د افغانستان موجوده حالاتو یوځل بیا دوی د خپلو سیمو د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

نوموړی وايي:''د مکې ښار د ابادېدو لپاره د ابراهیم ع د دعا چې کوم ذکر الله کوي نو تر ټولو لومړی هغه د امن سوال کړی دی او تر هغه پس یې د روزګار ذکر کړی دی. نن د امن نړیواله ورځ ده خو په ټوله پښتنه سیمه کې ناامني خوره ده، موږ پر دې ورځ هم له ناامنۍ سره مخ یو، له اندېښنو سره مخ یو. د پښتنو ټول وطن دا وخت ژوبل ژوبل دی او په قبایلي ضلعو کې له باجوړه تر وزیرستانه پورې ناامني ده، هدفي بریدونه دي او اوس د افغانستان د صورتحال له وجې د ناامنۍ د یوې نوې څپې د خورېدو ویره هم ده.''

څېړونکي وایي په افغانستان کې د تېرو ۴۰ کالونو راهیسې روانې جګړې او ناامنۍ د افغان ولس ژوند متاثره کړی او هلته د طالبانو په واک کې د یوځل بیا راتللو سره د ناامنۍ خورېدو خطر هم زیات شوی دی.

بلخوا حیات روغانی وایي، د یوې پرامنې ټولنې مطلب یوازې دا نه دی چې هلته دې بمي چاودنې نه وي بلکې هر تن ته د ژوند بنیادي او ضروري اسانتیاوې رسول د یوې پرامنه ټولنې جوړېدو بنیاد دی.

دی وايي: ''دلته چې کومې د امن نعرې ووهل شوې له هغې نه اشتهاربازي جوړه ده، هغه زموږ یو سیاسي ساینسي شکل ته رانغله. په پاکستان او یا دې سیمه کې موږ امن دې ته وایو چې وینه نه تویېږي یا چاودنې نه کیږي یا هدفي بریدونه نه کېږي دا امن نه دی.''

حیات روغانی وایي، دلته ګراني زیاتېږي او روزګار نشته نو ځکه دا هېواد په یو داسې جنګي حالاتو کې دی چې خلک پرې د پوهېدو کوشش هم نه کوي.

څېړونکي دا هم وایي، ښه اقتصاد د یوې پرامنه ټولنې ضمانت دی. د پېښور پوهنتون د سولې مطالعاتو مرکز یو استاد ډاکټر جمیل چترالی وایي، د پښتنو په سیمو کې د تعلیم او روزګار نشتوالی او هلته خرابه اقتصادي وضعه د ناامني خورېدو مهمه وجه ده: ''نړۍ چې په دې تېرو ۴۰ کالونو کې پر پښتنه خاوره د جنګونو لپاره څومره سرمایه کاري کړې ده، څومره پیسې او وسایل یې کارولي دي که هومره یې پر اقتصادي پرمختګ تعلیم او روزګار لګولی وای نو اوس به دا سیمه یوه پر امنه سیمه یادېده خو داسې ونه شول.''

جمیل چترالی وایي، که نړۍ غواړي چې پښتانه دې پرامنه وي نو باید چې دلته تعلیم او اقتصاد ته زیات پام وکړي ځکه چې د دې سیمې امن د نړۍ له امن سره تړلی دې.

بلخوا څیړونکي دا هم وایي، سږ کال د سېپټېمبر پر ۲۱مه د امن نړیواله ورځ د پښتنو په سیمو کې په داسې مهال ولمانځل شوه چې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې تر راتلو وروسته د خیبر پښتونخوا او په تېره قبایلي ضلعو کې د ناامنۍ د خورېدو په اړه اندېښنې لا زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG