د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستانیان وايي انتظامیه دې ورته د زڼغوزیو ټولولو اجازه ورکړي


د شمالي وزیرستان د دته خېلو او شوال په غره ییزو ځنګلونو کې د زڼغوزیو ونې دي چې د ځايي خلکو کورنی اقتصاد ورباندې ولاړ دی - انځور له ارشیفه
د شمالي وزیرستان د دته خېلو او شوال په غره ییزو ځنګلونو کې د زڼغوزیو ونې دي چې د ځايي خلکو کورنی اقتصاد ورباندې ولاړ دی - انځور له ارشیفه

د شمالي وزیرستان د زڼغوزیو د ځنګلونو مالکانو او سوداګرو له حکومته غوښتي چې د فصل ورغونډولو لپاره دې ورته دته خېلو او شوال ته د ورتګ اجازه ورکړي.

د شمالي وزیرستان د زڼغوزیو يو تاجر نېک عمل خان د اګست پر اتمه مشال رېډیو ته وویل انتظامیه دې د وزیرستان بزګرانو او سوداګرو ته د زڼغوزیو د ټولولو اجازه ورکړي. "موږ هلته تللي وو او خپل د زڼغوزیو فصل مو ولید. په راتلونکو ورځو کې به شوکولو ته تیار شي نو حکومت دې راته اسانتیاوې راکړي چی زیات مزدوران له ځانه سره بوځو او زڼغوزي پر وخت منډيانو ته ورسوو."

زڼغوزي چې د جنغوزیو او چلغوزې په نوم هم یادېږي، هر کال په سېپټېمبر او اکتوبر کې پخېږي او بیا یې بزګر له ونو ټولوي. د شمالي او جنوبي وزیرستان د غرونو تر څنګ د افغانستان د خوست، پکتیا، پکتیکا، نورستان او ننګرهار په ځینو برخو کې هم زڼغوزي کېږي.

نېک عمل خان وايي چې د پولې پورې غاړې هم دوی د زڼغوزیو ځنګلونه لري نو حکومت دې د رسايۍ ورکولو ترڅنګ منډيانو ته هم د زڼغوزیو د رسولو په برخه کې مرسته وکړي.

سوداګر وايي، د امنيتي ستونزو له وجې يې په تېرو کلونو کې د زڼغوزیو فصل پوره نه دی ترلاسه کړی او له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې وسله وال عملیات وکړل چې تر شاوخوا دوو کلونو روان ول. د عملیاتو له وجې شاوخوا یو میلیون خلک کډوال شول چې ورڅخه یې زیاتره په پړاوونو کې ورستانه شول، خو پوځ وايي چې شوال او د دته خېلو ځینې سیمې، غرونه او ځنګلونه لا هم له وسله والو پاک نه دي.

یو بل سوداګر حاجي لایر خان وايي، د زڼغوزیو کلنی فصل یې د امدن یوازینۍ سرچینه ده او ورته ټول کال په انتظار وي نو ځکه دې حکومت ورته له مزدورانو سره ځنګلونو ته د ورتګ اجازه ورکړي.

سوداګر وايي، غرونو ته د ورتګ اجازې نه لرلو له وجې هر کال د اربونو روپیو زڼغوزي ضایع کېږي.

د شمالي وزيرستان يو لوړپوړي امنيتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال رېډیو ته وویل، د دته خېلو او شوال په ځینو برخو کې وسله وال موجود دي نو ځکه ورته بزګر او سوداګر په اسانۍ نه شي ورتللای.

ده وویل، البته د تېرو کلونو په څېر، دا ځل هم د وزیرستان بزګرانو او سوداګرو ته پلان جوړوي چې په یوه ټاکلې موده کې غرونو او ځنګلونو ته ورشي او زڼغوزي ټول کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG