د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي "کفاله نظام" بدلوي، کاریګر څه وايي؟


د ارشیف انځور: د سعودي په ریاض ښار کې د کورونا د ټولبند پر مهال بهرني کاریګر د کار په لټون د لارې پر سر ناست دي.
د ارشیف انځور: د سعودي په ریاض ښار کې د کورونا د ټولبند پر مهال بهرني کاریګر د کار په لټون د لارې پر سر ناست دي.

د سعودي‌ عرب حکومت اعلان کړی دی چې د بهرنیو کاریګرو په اړه د کفاله په نامه نظام کې بدلون راولي.

د مالي چارو په اړه یوې مشهورې ویب پاڼې مال د سعودي عرب د ولسي خیرښېګړې وزارت د سرچینو له حوالې ویلي چې دا بدلون به د ۲۰۲۱م کال له منځه عملي کېږي.

کفاله په سعودي عرب کې د بهرنیو کاریګرو لپاره موجود یو داسې نظام دی چې د نړۍ یو شمېر هیوادونه ورته د لانجمن نظام په سترګه ګوري.


د دې نظام له مخې په سعودي عرب کې یو کاروبار کوونکی له بهره کاریګر ورغواړي‌ او بیا هغوی مجبور وي چې د هم دې کفیل یا سپانسر په شرایطو کار وکړي.

په سعودي‌ عرب کې مېشت مزدوران له دې نظام څخه سر ټکوي‌ او د بشري حقونو سازمانونه دا نظام د غلامۍ یو جدیده بڼه بولي.

مهربان افغان له تېرو ۱۹کالو راهېسې، په سعودي عرب کې مېشت دی او هلته تر کفالت لاندې کار کوي.


نوموړي مشال راډیو ته وویل، ګومان نه کوي چې ګواکې په دې نظام کې به د پام وړ بدلون راشي.

هغه وویل بدلون که راځي هم نو ښايي یوازې هغو خلکو ته به ډېره ګټه ورسوي چې سعودي عرب ته سرمایه راوړي‌ او هلته کاروبار کوي.

د نوموړي په وینا، عام مزدوران د کفالې تر نظام لاندې کار کوي او ژوند یې ډېر سخت دی:

"هغوي‌ دومره پابند وي چې له کمپنۍ سره یې تړون کړی وي نو که په کور کې یې ښادي وي او یا غم نو نشي کولای چې تر وخت پوره کولو وړاندې کور ته لاړ شي، بس کار ته ځي او بیا د اوسېدو کوټې ته راځي."


یو بل پښتون مساپر نور رحمان داوړ وايي، له تېرو څه باندې ۱۱ لسو کالو راهيسې په سعودي عرب کې داسې مزدوري کوي چې هر څه یې د کفیل په خوښه او ناخوښه پورې تړلي دي.

"د کفیل له اجازې پرته موږ بازار ته هم نشو وتلای. مثال که له یوه ښاره بل ښار ته ځو نو به د کفیل لاس او پښې نیسو چې موږ ته د تګ اجازه راکړي‌ خو بیا هم په هغه پورې تړلې ده چې اجازه راکوي او که نه؟ یعني موږ د کفیل بې اجازې سا لا نشو اخیستلای."

نور رحمان داوړ وویل چې که د سعودي عرب حکومت د کفیل په نظام کې بدلون وکړ نو دا به د پښتنو په ګډون هلته په میلیونو مزدورانو ته ډېره ګټه ورسوي.


ډاکټر سید مزمل شاه له تېرو ۲۰ کالو راهيسې په سعودي‌ عرب کې ژوند او کاروبار کوي. دی وايي که چېري د سعودي عرب حکومت دا ګام پورته کړ نو دا به په خپله دوی ته هم په یو شمېر برخو کې ګټه ورسوي.

یو څه نړیوال شرایط بدل شوي او یو څه د سعودي اوسنی وليعهد هم ډېر پراخ نظر لري. هغه تر ۲۰۳۰م کاله د هیواد لپاره یو هدف ټاکلی او وايي چې بیا به له اروپا څخه خلک د کار لپاره سعودي عرب ته راځي. که داسې وشي نو دا به هم د سعودي او هم دلته د مېشتو مزدوکارو لپاره ډېره ګټوره خبره وي."

د سعودي عرب په اړه دا خبر په داسې وخت کې مخې ته راغلی دی چې دې هیواد په دې ورستیو کې ځینې داسې ګامونه اخیستي چې د نړۍ هیوادونو او د بشري حقونو سازمانونه یې د پام وړ او مثبت اصلاحات بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG