د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هرنايي کې د چاودنې پرضد سیاسي ګوندونو احتجاج کړی


په هرنايي کې د چاودنې پرضد سیاسي ګوندونو په کوټه کې احتجاج کړی دی.
په هرنايي کې د چاودنې پرضد سیاسي ګوندونو په کوټه کې احتجاج کړی دی.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې سیاسي‌ګوندونو د هرنايي د هغې چاودنې پرضد احتجاج کړی دی چې دوه تنه پکې وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي وو.

له پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه بېلې شوې ډلې،‌ ملي‌ جمهوري غورځنګ او پښتون ژغورنې غورځڼګ د مې پر ۲۶مه د هرنایي د خوست زردالو سیمه کې د مځکلاندې بم چاودنې خلاف احتجاجي مظاهره کړې ده.

د کوټې پر منان څلور لاره د شوي احتجاج پر مهال مظاهرچیانو پېښه وغندله او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د سیمې امنیتي واک دې لیویزو او پولیسو ته وسپارل شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د بلوچستان مشر نور باچا مشال راډیو ته وویل چې غوښتنه یې یوازي دا ده چې د هرنایي په ګډون د نورو پښتني سېمو واک او اختیار دې له نور امنیتي ځواکونو څخه واخیستل شي او لېویز چارواکو ته دي وسپارل شي.

هغه تور پوري کړ چې په هرنایي کې د پېسو د ترلاسه کولو لپاره سم لاسي بدامنۍ ته لمن وهل کیږي .

ده وویل، " په دي سېمه کې سلګونه د سکرو کانونه دي له کوم څخه چې هره ورځ زرګونه ټنه سکاره (کویله) راوځي دا یو ډېر لوي کاروبار دی او تش په نامه امنیتي ځواکونه د دې ځای د واک اختیار نیولو لپاره داسي پېښي را منځ ته کوي ګنې شاوخوا د دوی پوستې دي."

د هرنایي سیاست وال او د ملي جمهوري غورځنګ غړي احمد جان مشال راډیو ته وویل چې په سېمه کې یې د نا امنۍ پېښي ورځ تر بلي په زیاتېدو دي.

ده وویل چې په وار وار پر غوښتنو سربېره هم په هرنایي او شاوخوا سېمو کې واک او اختیار د ځایي پولیسو پر ځای له ایف سي ځواکونو سره دی.

هغه وویل ”هلته په هرنایي کې اوس هره ورځ ځایي خلګ په بېلا بېلو بهانو ځورول کیږي. که څه هم دوی هلته د امنیت په بهانه راغلي خو اوس د دوی له وجې امنیت زیات خراب دي."

دا له هغه وروسته ده چې د بلوچستان هرنايي ضلعې خوست (کوسټ) تحصیل په زردالو سیمه کې ځمکلاندې بم په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او شپږ ژوبل دي.

د هرنایي پولیسو په بیان کې ویلي دي چې چاودنه د مې پر ۲۵مه مازیګر هغه مهال وشوه چې په سیمه کې د سکرو کان پر لوري روان ګاډي پر ځملاندي بم وخوت.

د پولیسو په وینا، د پېښې ښکار شوي د سکرو ټېکېداران ول او ژوبل کسان ۸۸ کېلومیټره لیرې د کوټې سېول روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې او نه یې هم پوليسو په تړاو څوک نيولي دي.

د بلوچستان په هرنایي د سکرو او نورو معدنیاتو کانونه دي. هلته وخت پر وخت د ناامنۍ پېښي کېږي چې امنیتي سرتېري او عام وګړي پکې په نښه کېږي چې پر ضد یې په سیمه کې ولسي پاڅونونه او مظاهرې هم شوې دي.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې ناامني زیاته شوې چې پرضد یې ولسي خلکو پراخې مظاهرې، جرګې او لاریونونه کړي دي.

د پاکستان حکومت وایي د بلوچستان په ګډون له ټول هېواده به "ترهګري په بشپړه توګه" ختموي. وزیراعظم شهباز شریف د مې پر ۲۲مه په کوټه غونډې ته وویل د پخوا پرتله په بلوچستان او په ټول پاکستان کې امنیت ښه شوی دی خو زیاته یې کړه چې امنیتي سرتېرو هلته د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG