د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د دوو وسلوالو د وژلو ادعا کوي


د پاکستان پوځ په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې د وسلوالو پر ضد له تېرو څو کلونو راهیسې عملیات کوي: انځور له ارشیفه
د پاکستان پوځ په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې د وسلوالو پر ضد له تېرو څو کلونو راهیسې عملیات کوي: انځور له ارشیفه

د پوځ مطبوعاتي څانګې (ايي اېس پي ار) پرون ( د جون په دویمه) په یو بیان کې ویلي دي چې دغه وسلوال د جون په لومړۍ نېټه په دوسلي سیمه کې له امنيتي سرتېرو سره په نښته کې وژل شوي دي.

په بيان کې راغلي، وژل شوي کسان د تحريک طالبان پاکستان وسلوال دي او په امنيتي سرتيرو په بريدونو کې ککړ وو. وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د مې په ۳۱مه هم پوځ په دوسلي کې د دوو وسلوالو د وژلو ادعا کړې وه. بلخوا هم پر دغه ورځ د پوځ مطبوعاتي څانګې ویلي وو چې د شمالي وزيرستان په سپينوام کې وسله والو د پوليو ټيم پر ساتنې موظف یو سرتيری وژلی.

بل پلو تحريک طالبان پاکستان چې د هغه بريد زمه واري يې منلې و، وايي درې امنيتي سرتيري يې وژلي دي.

په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو او امنیتي سرتېرو ترمنځ اخ و ډب زیات شوی دی او سږکال دغلته په امنيتي سرتيرو درې ځانمرګي او لسګونه وسله وال بريدونه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG