د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان کورنیو چارو وزير وايي عمران خان به "هرومرو ګرفتارېږي"


عمران خان او د هغه ښځه بشرا بي بي د مې پر ۱۵مه د لاهور های کورټ ودانۍ ته د داخلېدو پر مهال.
عمران خان او د هغه ښځه بشرا بي بي د مې پر ۱۵مه د لاهور های کورټ ودانۍ ته د داخلېدو پر مهال.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ویلي دي چې پخوانی وزیراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان هرومرو ګرفتاروي.

نوموړي دا خبره پر داسې مهال کړې ده چې اسلام اباد های کورټ د مې پر ۱۷مه په ټولو قضیو کې د خان د نه ګرفتارولو موده د مې تر ۳۱مې نېټې پورې وغځوله.

رانا ثنا الله د مې ۱۷مې پر ماخوستن د اردو ژبې له شخصي ټېلېوېژن آج نیوز سره په مرکه کې وویل چې د عمران خان پرضد مقدمې دایرې دي نو ځکه به ګرفتارېږي. "هغه به بالاخره ګرفتارېږي ځکه چې پرضد یې داسې مقدمې دي چې خورا واضحه دي، پکې هر څه ثابت دي او درج شوي دي. نو هغه باید د مقدمو مقابله وکړي."

په همدې حال کې عمران خان له الجزیره ټېلېوېژن سره په مرکه کې وویل چې پولیسو یې د لاهور په زمان پارک کې کور محاصره کړی دی او غواړي چې بیا یې ګرفتار کړي.

ده یو ځل بیا دعوه وکړه چې ورباندې دایرې شوې مقدمې سیاسي دي.

خو د پنجاب د لنډمهالي حکومت د اطلاعاتي چارو وزیر عامر میر دعوه کړې چې د خان په کور کې، د ده په وینا، "له ۲۰ څخه تر ۴۰ پورې هغه مشکوک ترهګر پټ" دي چې د مې پر نهمه یې د هغه تر ګرفتارۍ وروسته د مظاهرو پر مهال پرپوځي تاسیساتو حملې کړې وې.

میر د مې پر ۱۷مه په لاهور کې خبري غونډې ته وویل چې د تحریک انصاف مشرتابه ته یې د مې ۱۸مې تر ماسپښین دوو بجو پورې وخت ورکړی دی چې ټول مطلوب کسان وروسپاري.

د نوموړي تر څرګندونو وروسته ګڼ پولیس د زمان پارک شاوخوا ته ورغلل چې په غبرګون کې یې هلته د عمران خان ګڼ پلویان هم ورغلل خو وروسته پولیس له سیمې ولاړل او شاوخوا لارې بیا د ګاډو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې.

د پوځ د مشر څرګندونې

په عین وخت کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر ویلي دي چې د مې پر نهمه د تحریک انصاف د مشر عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته په قهرجنو مظاهرو کې ککړ کسان به "هرومرو د قانون منګولو ته سپاري."

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د چارشنبې (شورو) پر ماښام په بیان کې ویلي چې نوموړي د مې پر ۱۷مه د پنجاب په سیالکوټ چاوڼۍ کې وویل، "هېڅوک" د وژل شویو سرتېرو "د یادګارونو بې احترامۍ ته نه پرېږدي."

بیان د جنرال منیر له خولې زیاتوي چې پوځ به "په هر صورت وروستیو پېښو ته د ورته واقعاتو د تکرار مخه نیسي."

د پاکستان د پوځ مشر د مې پر ۱۷مه په سیالکوټ کې د پوځ د وژل شویو سرتېرو پر څلي ګلان کښېښودل او دوعا یې وکړه.
د پاکستان د پوځ مشر د مې پر ۱۷مه په سیالکوټ کې د پوځ د وژل شویو سرتېرو پر څلي ګلان کښېښودل او دوعا یې وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د مې پر نهمه د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د تحریک انصاف پلویانو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړې.

د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل شول او پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو ته زیان واوښت.

پوليسو د تحريک انصاف د ځينو مشرانو په ګډون په مظاهرو او بلوو کې ګډون کوونکي سلګونه کسان نيولي او د يوشمېر نورو د نيولو لپاره يې عمليات دوام لري.

د پاکستان د ملي امنیت کمېټې د مې پر ۱۶مه د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ شوې غونډه کې پرېکړه وکړه چې هر کال به په هغه هېواد کې د مې نهمه د "تورې ورځې" په توګه لمانځل کېږي.

عمران خان وايي، پلویان یې د حکومتي، پوځي او شخصي ودانیو په زیانمنولو کې ککړ نه دي او دعوه کوي چې د استخباراتي ادارو کارکوونکو دا کار کړی دی.

نوموړي د مې پر ۱۵مه پر خپله ټویټر پاڼه په یو بیان کې وويل چې په خپلواکه توګه د پلټنو لپاره داسې کافي شواهد ورسره شته چې په بېلا بېلو ځایونو کې املاکو ته په زیان رسولو او د ډزو په پېښو کې د استخباراتي ادارو کسان ښکېل ول.

د عدالت له خوا د عمران خان خوشې کېدل

د پاکستان سپریم کورټ د مې پر ۱۱مه د احتساب ملي ادارې (نیب) له لوري د خان د ګرفتارۍ طریقه ناسمه وبلله او سمدستي یې د هغه د خوشې کولو امر وکړ.

تر دې یوه ورځ وروسته اسلام اباد های کورټ نوموړي ته دالقادر ټرسټ درغلۍ په قضیه کې د دوو اوونیو ضمانت ورکړ او په نورو ټولو قضیو کې یې د هغه د نه ګرفتارولو امر وکړ.

په هغه قضیه کې راغلي چې کله د ۲۰۱۹ز کال په پای کې د پاکستان یوه لوی کاروباري ملک ریاض حسین د برتانیا د جرمونو له ملي ادارې سره د ۱۹۰ مېلیونه پاونډه جوړجاړی وکړ او هغه پیسې یې د پاکستان سپریم کورټ ته واستولې، نو تر هغې وروسته نوموړي القادر بنسټ ته د پوهنتون جوړولو لپاره د پنجاب له جهلم سره نېږدې سلګونه کناله ځمکه ورکړه او د ټولو لګښتونو پرې کولو اعلان یې وکړ.

عمران خان، د هغه ښځه بشرا بي بي او د هغې ملګرې فرح خان د القادر ټرسټ غړي دي. ملک ریاض لا د قضیې په اړه څه نه دي ویلي خو عمران خان پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG