د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي ای مظاهرې: پوځ پر پوځي ودانيو برید کوونکو ضد تر پوځي قانون لاندې مقدمې درجوي


د پاکستان پوځ سرتېري د مې پر ۱۱مه په اسلام اباد کې د امنيت ساتلو لپاره ولاړ دي.
د پاکستان پوځ سرتېري د مې پر ۱۱مه په اسلام اباد کې د امنيت ساتلو لپاره ولاړ دي.

د پاکستان پوځ وايي د مې پر نهمه او ۱۰مه خونړيوو مظاهرو کې پوځي ودانيو، دفترونو، د کور کمانډر کور او نورو ځايونو ته زیان رسوونکو پر ضد به تر پوځي قوانينو لاندې مقدمې درجوي.

د پوځ عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) د مې پر ۱۵مه د کور کمانډرانو تر ځانګړې غونډې وروسته، په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د تحريک انصاف د دغو مظاهرو پر وخت د شوي نقصان تر شا پلانوونکي وو چې دوی پېژندلي دي. د خبرپاڼې تر مخه، د دغو پلان جوړوونکو پر ضد کافي شواهد شته دی.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې له تشدده ډکو مظاهرو کوونکو او پلانوونکو ته به یې د پوځي قوانينو (ارمي اېکټ او افیشل سېکرېټ اېکټ يا سرکاري خفيه قانون) تر مخه سزاوې ورکول کېږي. تر دې مخکې هم پوځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې د خونړيوو مظاهرو او د پوځ پر ضد د تبلیغاتو تر شا د تحريک انصاف د ځينو مشرانو لاس دی.

د مې پر نهمه د درغليو په يوه مقدمه "القادر ټرسټ" کې د پاکستان پخواني وزیراعظم او د تحريک انصاف مشر، عمران خان تر نیول کېدو وروسته د دې ګوند د غړيو د مظاهرو پر مهال ملکي، ولسي او پوځي املاکو ته زیان رسېدلی وو. د خیبر پښتونخوا د ملاکنډ پولیسو مشال راډيو ته ويلي چې په چکدره کې ځينو مظاهرچيانو له پوځي ودانۍ وسلې هم وړې دي.

د مې پر ۱۱مه، عمران خان د سپريم کورټ لخوا د يوې پرېکړې له مخې له زندانه خوشې شو. تر هغه وروسته نوموړي په بیا بیا ادعا کړې چې پلويان یې په تشدد کې لاس نه لري. عمران خان نه مني چې د مظاهرو پر وخت ويجاړی د تحريک انصاف غړيو کړی دی.

نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼې په یو بیان کې ویلي چې په خپلواکه توګه د پلټنو لپاره داسې کافي شواهد ورسره شته چې په بېلا بېلو ځایونو کې املاکو ته په زیان رسولو او د ډزو په پېښو کې د استخباراتي ادارو کسان ښکېل ول.

عمران خان زیاتوي‌چې دغو استخباراتي‌کسانو غوښتل ګډوډي رامنځته کړي او تور یې پر تحریک انصاف پوری کړي چې په دې توګه د دې ګوند ناقانونه ګرځولو ته لاره هواره شي. د هغه په وينا ازادو پلټنو ته تيار دی.

په راولپېنډۍ کې د کور کمانډرانو په غونډه کې همدا راز ویل شوي چې د پوځ خلاف یو منظم تبليغ يا پروپېګنډه پيل شوې ده چې موخه یې د پوځ او ولس ترمينځ واټن زیاتول دي. په خبرپاڼه کې راغلې چې په دې تبلیغ سره ځيني سازشي کړۍ غواړي چې په پوځ کې دننه د بېلابېلو ادارو او افسرانو ترمينځ اختلاف پيدا کړل شي.

د تحريک انصاف مظاهرينو د بنو پوځي چاوڼۍ دروازې ته اور اچولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:46 0:00

په پاکستان کې پوځي قوانین ( ارمي اېکټ او افیشل سېکرېټ اېکټ) د پوځيانو او هغو کسانو پر ضد د مقدمو لپاره دي چې د ریاست پټ رازونه افشا کوي. د پاکستان حکومت تر اوسه د پوځ د دې بیان په اړه څه نه دې ويلي خو پولیسو د تحريک انصاف د مشرانو د نيولو سلسله روانه ساتلې ده.

عمران خان ادعا کړې چې تر اوسه د دوی د لسګونو مشرانو په شمول ۷۰۰۰ غړي نيول شوي دي. هغه په دې وروستيو کې پر پوځ نيوکې زیاتې کړې دي.

عمران خان د مې پر درېيمه په يوه جلسه کې د وينا پر وخت يو ځل بیا ويلي وو چې د هغه د وژلو پلان د استخباراتي ادارې يو افسر جوړ کړی دی. که څه هم په خپله وينا کې نوموړي د چا نوم نه وو اخیستی خو تر دې مخکې هغه څو ځله ويلي چې د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اېس ای) يو افسر مېجر جنرال فیصل نصیر غواړي هغه ووژني.‌ خو پوځ په يوه خبرپاڼه کې دا ادعا رد کړه او د عمران خان تورونه يې بې بنیاده وبلل.

XS
SM
MD
LG