د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لاهور عدالت عمران خان ته په ۳ قضیو کې ضمانت ورکړ


عمران خان د مې پر ۱۸مه له خپل کوره له اژانس فرانس پرېس سره د مرکې پر مهال.
عمران خان د مې پر ۱۸مه له خپل کوره له اژانس فرانس پرېس سره د مرکې پر مهال.

په لاهور کې د ترهګرۍ ضد عدالت د پاکستان پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان ته د لاهور د کورکمانډر پر کور د برید په ګډون په درو قضیو کې د جون تر دویمې نېټې پورې ضمانت ورکړی دی.

خان د مې پر ۱۹مه عدالت ته تر حاضرېدو وروسته خبریالانو ته وویل، تر وروستي حده د حالاتو مقابله کوي. نوموړی پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او ټولې مقدمې سیاسي بولي.

عمران خان دعوه وکړه چې د پخواني پوځي واکمن ضیاالحق له واکمنۍ راهیسې په پاکستان کې دومره زیات سیاسي مشران او د ګوندونو پلویان نه دي نیول شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د مې پر نهمه د درغلۍ په یوه قضیه کې د خان د ګرفتارۍ په غبرګون کې تر پراخو، قهرجنو مظاهرو وروسته د تحریک انصاف ګڼ مخکښه سیاستوالان او پلویان نیول شوي دي.

تحریک انصاف د مې پر ۱۹مه پر خپله رسمي ټوېټرپاڼه په بیان کې ویلي دي چې پولیسو په کراچۍ کې د هغه ګوند یو سیاستوال او د سیند صوبې پخوانی ګورنر عمران اسماعیل نیولی دی.

په همدې حال کې د لاهور پولیسو د مې پر ۱۹مه په بیان کې ویلي دي چې په زمان پارک کې د عمران خان د کور د تالاشۍ امر یې ترلاسه کړی دی.

په بیان کې راغلي دي چې د پولیسو د یو افسرۍ په مشرۍ به د ښځینه وو پولیسو په ګډون سرتېري د خان کور ته ورځي او هلته به د مشکوکو وسلوالو لټون کوي.

دا تر هغې وروسته ده چې د پنجاب د لنډمهالي حکومت د اطلاعاتي چارو وزیر وویل چې پوليس د لاهور په زمان پارک کې د کیمرو او خبریالانو په موجودګۍ کې د عمران خان په کور کې د لټون عمليات کوي.

عامر مير د مې پر ۱۸مه ناوخته له پاکستانيو رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د مې پر ۱۹مه د لاهور د کمېشنر تر څار لاندې د لټون د اجازې اخیستو لپاره عمران خان ته يو پلاوی لېږدوي.

د مې پر ۱۸مه خبریالان په زمان پارک کې د عمران خان کور ته ورغلل.
د مې پر ۱۸مه خبریالان په زمان پارک کې د عمران خان کور ته ورغلل.

میر دعوه کړې چې د خان په کور کې، د ده په وینا، "له ۳۰ څخه تر ۴۰ پورې هغه مشکوک ترهګر پټ" دي چې د مې پر نهمه یې د هغه تر ګرفتارۍ وروسته د مظاهرو پر مهال پر پوځي تاسیساتو حملې کړې وې.

نوموړي زياته کړه چې پوليسو د مې پر ۱۸مه اته مشکوک ترهګر نيولي چې د ده په وينا، د لاهور په زمان پارک کې "د عمران خان له کوره تښتېدلي ول."

تر دې وړاندې نوموړي د مې پر ۱۷مه په لاهور کې خبري غونډې ته ويلي ول چې د تحریک انصاف مشرتابه ته یې د مې ۱۸مې تر ماسپښین دوو بجو پورې وخت ورکړی چې ټول مطلوب کسان وروسپاري.

بل خوا د تحريک انصاف مشر او د پاکستان پخواني وزيراعظم عمران خان ويلي چې که د هغه په کور کې ۴۰ ترهګر پټ دي نو حکومت يې بايد نومونه واخلي.

نوموړي د مې پر ۱۸مه پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې حکومت پلان درلود چې له ځانه سره ۳۰ يا ۴۰ کسان ورولي او تور پورې کړي چې د هغه کور "د ترهګرو پټنځی" دی.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د مې پر ۱۸مه د عمران خان یوه سلاکار افتخار دراني خبریالانو ته د هغه د کور د یوشمېر برخو لیدو اجازه ورکړه.

تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ویلي ول چې پخوانی وزیراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان هرومرو ګرفتاروي.

خو دا په داسې حال کې ده چې اسلام اباد های کورټ د مې پر ۱۷مه په ټولو قضیو کې د خان د نه ګرفتارولو موده د مې تر ۳۱مې نېټې پورې وغځوله.

رانا ثنا الله د مې ۱۷مې پر ماخوستن د اردو ژبې له شخصي ټېلېوېژن آج نیوز سره په مرکه کې وویل چې د عمران خان پرضد مقدمې دایرې دي نو ځکه به ګرفتارېږي.

د عمران خان ګرفتاري، مظاهرې او عدالتي اقدامات

د مې پر نهمه د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د تحریک انصاف پلویانو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړې.

د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل شول او پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو ته زیان واوښت.

پوليسو د تحريک انصاف د ځينو مشرانو په ګډون په مظاهرو او بلوو کې ګډون کوونکي سلګونه کسان نيولي او د يوشمېر نورو د نيولو لپاره يې عمليات دوام لري.

د پاکستان حکومت د مې نهمې ته د "تورې ورځې" نوم ورکړی دی او وايي، هر کال به یې رسماً یادونه کېږي.

عمران خان وايي، پلویان یې د حکومتي، پوځي او شخصي ودانیو په زیانمنولو کې ککړ نه دي او دعوه کوي چې د استخباراتي ادارو کارکوونکو دا کار کړی دی.

د پاکستان سپریم کورټ د مې پر ۱۱مه د احتساب ملي ادارې (نیب) له لوري د خان د ګرفتارۍ طریقه ناسمه وبلله او سمدستي یې د هغه د خوشې کولو امر وکړ.

تر دې یوه ورځ وروسته اسلام اباد های کورټ نوموړي ته د القادر ټرسټ درغلۍ په قضیه کې د دوو اوونیو ضمانت ورکړ او په نورو ټولو قضیو کې یې د هغه د نه ګرفتارولو امر وکړ.

په هغه قضیه کې راغلي چې کله د ۲۰۱۹ز کال په پای کې د پاکستان یوه لوی کاروباري ملک ریاض حسین د برتانیا د جرمونو له ملي ادارې سره د ۱۹۰ مېلیونه پاونډه جوړجاړی وکړ او هغه پیسې یې د پاکستان سپریم کورټ ته واستولې، نو تر هغې وروسته نوموړي القادر بنسټ ته د پوهنتون جوړولو لپاره د پنجاب له جهلم سره نېږدې سلګونه کناله ځمکه ورکړه او د ټولو لګښتونو پرې کولو اعلان یې وکړ.

عمران خان، د هغه ښځه بشرا بي بي او د هغې ملګرې فرح خان د القادر ټرسټ غړي دي. ملک ریاض لا د قضیې په اړه څه نه دي ویلي خو عمران خان پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG