د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ:تیرو ۹میاشتو کې قابو اتلس سوه کسان وژل شوي



ظفرکریمي

د کراچۍ د پولیسو لخوا په خپاره شوي تازه رپورټ کې راغلي دي چې د تېرو نهو میاشتو په دوران کې په کراچۍ ښار کې ۱۷۳۲ کسان وژل شوي دي .


په رپورټ کې راغلي چې په دغو کسانو کې ۳۰۶ کسان د هدفي وژنو ښکار شوي دي ـ په وژل شویو کسانو کې د سیاسي او مذهبي ډلو د غړو ترڅنګ ۶۵ پولیس سرتیري هم د نامالومه وسله والو د ګولو ښکار شوي دي ـ

د واکمن پیپلز ګوند د اطلاعاتو د څانګې د وینا سره سم ددوی د ګوند ۹۵ غړي په تېرو ۹ میاشتو کې وژل شوي دي ، د متحده قامي مومنټ چارواکي وایي په یاده موده کې ددغه ګوند ۸۷ غړي او همدومره خواخوږي په نښه شوي دي ـ

د عوامي نیشنل ګوند سند څانګې د اطلاعاتو سیکرټري پیر ریاض ګل هم په کراچۍ ښار کې د روان اخ و ډب په پېښو کې د لسګونو غړو د وژنې ادعا کوي:

((د روان کال د شورو راهیسې زمونږ د ګوند ۷۰ کسان وژل شوي دي ـ په دې کې زمونږ ۲۸ غړي،۳۰ خواږي او ۱۲ مرکزي او صوبایي عهدیداران د ښار په مختلفو برخو کې په نښه شوي دي. ))

د کراچۍ ښار چې شاوخوا د دوه کروړه خلکو ښار دی د نړۍ د لویو ښارونو په قطار کې شمیرل کیږي .

په کراچۍ کې په دې ورستیو کې د رامنځته کیدونکې مرګ ژوبلې شمیره د نړۍ د نورو لویو ښارونو په نسبت څو چنده زیاته ده.

په کراچۍ کې جرمونو د پلټنې او څارنې د څانګې مشر ایس پي شاهجان وایي په ښار کې رامنځته کیدونکې وژنې او د اخ و ډب پېښې ګڼ شمیر لاملونه لري:

((ددې وژنو تر شا سیاسي،مذهبي ،لساني او نور وجوهات پټ دي.ځېنې خلک په زمکو قبضې کوي ، ځېنې خلک ووټ بېنک باندې قبضې کوي ددې نه علاوه په بینکونو او کورونو ډاکې او سټریټ کرایمز هم ددې وژنو لاملونه دي . په دې وژنو کې د هرې ډلې ځانله ځانله ګټې دي . لساني اخ و ډب زیاتره د لیارۍ د خلکو او ایم کیو ایم ترمنځ مخې ته راځي ، دغه شان د ایم کیو ایم او ای این پي ترمنځ هم اختلافات دي او سندي قام پرستو هم د مختلفو ډلو سره اختلافات د اخ و ډب د پېښو لامل ګرځي. ))

دکراچۍ د پولیسو مشر اقبال محمود وایي له یوې خوا د کراچۍ په څېر لوي ښار کې د پولیسوشمیر کم دی او له بلې خوا په پولیسو د سیاسي ګوندونو فشار دی :

((د رجسټر شوې شمیرې له مخې د کراچۍ ابادي یو کروړ او اتیا لاکه ده ددې دپار په ښار کې ۱۰۳ تاڼی دي او په دې کې ۱۱۰۰۰ پولیس سرتیري دي ـ ټولټال مونږ سره ۳۹۰۰۰ پولیس سرتیري په مختلفو امنیتي ادارو کې کار کوي ، د پاکستان په نورو برخو کې د ۳۰۰ کسانو د امن دپاره یو پولیس وي خو په کراچۍ کې د ۶۰۰ کسانو د ساتنې دپاره یو پولیس سرتیرې ګمارل شوی دی. بل دا چې د سیاسي ګوندونو لخوا په پولیس دباو هم دی ـ اوس دغه دباو د پخوا په پرتله کم شوی دی. ))

د اقبال محمود په خبره د پولیس د کمې شمیرې باوجود بیا هم پولیسو په تېرو نهو میاشتو کې په جرمونو او د نامنۍ په پېښو کې ککړ په لسګونو کسان نیولي دي. په نیول شویو کسانو کې د ناقانونه ګرځول شویو ډلو د غړو ترڅنګ دسیاسي او مذهبي ګوندونو جرایم پېشه غړي ، په زمکو قبضه کونکي،شوکماران او نور شامل دي.
XS
SM
MD
LG