د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف وايي د پوځي عملیاتو په اړه د قبایلي سیمو پارلېماني استازو اندېښنې ځوابوي


وزیراعظم شهباز شریف وايي، د قبایلي سیمو د استازو خبرې په غور اوري - د اپرېل ۱۰مې انځور.
وزیراعظم شهباز شریف وايي، د قبایلي سیمو د استازو خبرې په غور اوري - د اپرېل ۱۰مې انځور.

د پاکستان وزیراعظم ویلي دي چې د پوځي عملیاتو په اړه د قبایلي سیمو د استازو اندېښنې په غور اوري.

شهباز شریف د اپرېل پر ۱۳مه د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې وویل چې د اپرېل پر ۱۴مه تر تړلو دروازو شا ته د هغې اسمبلۍ غونډه کېږي چې پکې د هېواد امنیت په اړه بحث کېږي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په قامي اسمبلۍ کې د قبایلي سیمو ځینو استازو، د یوشمېر ضلعو اوسېدونکو او د خیبر پښتونخوا ځینو سیاسي ګوندونو په وروستیو کې د وسلوالو پرضد د ممکنه عملیاتو مخالفت کړی دی.

د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د جنوبي وزیرستان استازي علي وزیر او مولانا جمال الدین هم ناست ول.

علي وزیر د اپرېل ۱۳مې غونډې ته په وینا کې وویل چې تر هغو چې هغه پخواني او اوسني پوځي او ملکي چارواکي و نه نیول شي چې قبایلي ضلعو ته یې، د ده په وینا، وسلوال بیا ستانه کړي، نو د پوځي عملیاتو اجازه نه ورکوي.

وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د خیبر پښتونخوا د شمالي او جنوبي وزيرستانونو، باجوړ، خیبر، سوات، بنو او یوشمېر نورو برخو اوسېدونکي وايي چې په سیمو کې يې بيا وسلوال فعال شوي دي.

له دې پرته د پاکستان ترهګرۍ ضد ملي ادارې ( نېکټا) هم د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې ویلي ول چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د تحریک انصاف په مشرۍ له پخواني اېتلافي حکومت سره د مذاکراتو پر مهال "کافي قوت" وموند او خپلې کاروایۍ یې زیاتې کړې.

نېکټا د سېنېټ د کورنیو چارو قایمه کمېټۍ ته په وړاندې کړو اسنادو کې ویلي ول چې له تحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو له امله د هغې ناقانونه ډلې حوصله لوړه شوه او په سوات کې د موجودیت لامل یې هم د ریاست غبرګون دی.

د اپرېل پر اوومه په جنوبي وزیرستان کې لسګونه کسانو د پوځي عملیاتو پرضد مظاهره وکړه.
د اپرېل پر اوومه په جنوبي وزیرستان کې لسګونه کسانو د پوځي عملیاتو پرضد مظاهره وکړه.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په مینځګړتوب د ۲۰۲۱ز کال په وروستیو میاشتو کې د ټي ټي پي او اسلام اباد د سولې د خبرو په نتیجه کې د دواړو خواوو ترمینځ اوربندونه وشول چې وروستی هغه یې د ۲۰۲۲ز کال تر نومبره برقرار وو خو پر هغې سربېره په پاکستان کې حملې روانې وې.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د وفاقي کابینې په غونډه کې په هېواد کې د امنیت پر موضوع تر بحث وروسته پر ټویټر په بیان کې ویلي ول چې د هېواد وګړي پوښتنه کوي چې هېواد ته "وسلوال بیا چا وروستل؟

خو د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان پر هم هغه ورځ د وزیراعظم څرګندونو ته غبرګون وښود او و یې ویل چې دی په هېواد کې د "ترهګرۍ ذمه وار" نه دی.

خان د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په لاهور کې د خپل ګوند تحریک انصاف غړو او پلویانو ته په ویډیويي وینا کې وویل چې حکومت یې قبایلي سیمو ته د تحریک طالبان پاکستان د وسلوالو د ستنېدو په اړه د پرېکړې واک د پاکستان قامي اسمبلۍ او امنیتي ځواکونو ته ورکړی وو.

وزیراعظم شهباز شریف د اپرېل پر ۱۳مه د علي وزیر تر څرګندونو وروسته په وینا کې وویل چې د قبایلي ضلعو د استازو اندېښنې اوري او ورته اطمینان ورکوي. "زه د قامي اسمبلۍ هغو غړو ته چې د وزیرستانونو او قبایلي سیمو استازیتوب کوي، باور ورکوم چې په دې اړه به یې جایزې اندېښنې او خبرې په بشپړ ډول نه یوازې اورم بلکې ورته به یې په پوره سنجیدګۍ ځواب ورکوم."

نوموړي زیاته کړه چې د جمعې ورځې په غونډه کې د قامي اسمبلۍ غړي له امنیتي چارواکو پوښتنې کولای شي او د ستونزو د هواري هڅه کوي.

د اپرېل پر نهمه د پاکستان وفاقي حکومت د ملي امنیت د کمېټۍ تر غونډې دوه ورځې وروسته د وسلوالو ډلو پرضد د کوټلو عملیاتو کولو منظوري ورکړه خو دا یې نه دي ویلي چې دا عملیات به، کله، چېرې او څنګه کېږي؟

په عین وخت کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې خلکو د پاڅونونو له لارې حکومت ته ویلي دي چې دوی په خپلو سيمو کې نور پوځي عمليات نه مني.

دوی وايي مخکې یې هم په سيمو کې پوځي عمليات شوي خو پر هغې سربېره وسلوالو سرپورته کړی دی او بریدونو ته یې دوام ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزيرستان، ۲۰۰۹ز کال کې په جنوبي وزيرستان او سوات او په خیبر کې له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۶ز کاله یوشمېر ځلې د وسلوالو پرضد عمليات شوي دي. له دې پرته په باجوړ ، مومندو او د خیبر پښتونخوا په نورو يوشمېر سيمو کې هم پوځي عمليات شوي دي.

د دې عملياتو په نتيجه کې مېلیونونه وګړي بې کوره شوي او حکومتي شمېرې ښيې چې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې په ترهګرۍ ضد جنګ کې څه باندې ۷۰،۰۰۰ پاکستانيان وژل شوي دي.

پوځ هر وار تر عملياتو وروسته ادعا کړې چې سيمه يې له وسلوالو پاکه کړې او د هغوی ملا يې ماته کړې. خو پر دې سربېره حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې وسلوال فعالیتونه زیات شوي دي. د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات ګنډه پور د مارچ پر اوومه په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د امنیتي حالاتو په اړه خبري غونډې ته وویل، تر ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ز کال وروسته په ۲۰۲۲ز کال کې هلته د ناامنۍ تر ټولو زیاتې پېښې وشوې.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ویلي چې د وسلوالو لاسونو ته "جدیده وسله" ورغلې او همدا لامل دی چې هغوی په ۲۰۲۲ز کال کې پر پولیسو د شپې مهال حملې وکړای شوې.

خو د پاکستان حکومت وايي، د ټولو وسلوالو ضد بې توپیره عملیاتو ته دوام ورکړی دی چې پکې یې لسګونه وسلوال وژلي دي. اسلام اباد دا هم وايي چې په وسلوالو بریدونو او نښتو کې یې سرتېرو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG