د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان او ډيره اسماعيل خان کې د ۹ وسله والو او ۱ پولیس د وژل کېدو ادعا شوې


امنيتي ځواکونه په شمالي وزیرستان کې - انځور له ارشیفه
امنيتي ځواکونه په شمالي وزیرستان کې - انځور له ارشیفه

چارواکي ادعا کوي چې په شمالي وزیرستان کې په عملياتو کې ۹ وسله وال او په ډيره اسماعيل خان کې د وسله والو په برید کې يو پولیس وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې د مارچ پر اتمه،‌ رسنيوو ته په ليږلي بیان کې ادعا وکړه چې د شمالي وزيرستان په دته خېلو کې یې ۶ او دېګان کې یې ۳ وسله وال ووژل.

پوځ دعوی کوي چې وژل شوي وسلوال له تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لري، خو طالبانو په دې اړه لا څه نه دې ويلي. خپلواکو سرچينو د پوځ د دغو دعوو تصديق نه دی کړی.

يو امنيتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، مشال راډيو ته ويلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په بېلا بېلو عملیاتو کې يې په مبینه توګه ۱۷۲ مشکوکه وسلوال وژلي دي. د هغه په خبره، په همدې موده کې ۵۸ پوځيان هم وژل شوي دي. تحريک طالبان پاکستان په يوه بیان کې ويلي چې په فرورۍ مياشت کې یې ۲۹ بریدونه کړي دي.

په شمالي وزیرستان کې په دې وروستیو کې وسلوال بریدونه زیات شوي چې پرضد یې خلکو په وار وار مظاهرې هم کړې دي. دوی له حکومته غوښتنه کړې چې د ټولو وسله والو پر ضد دې بې توپيره کارروايي وشي.

ډيره اسماعيل خان برید

د خیبر پښتونخوا پولیس وایي چې د ډيره اسماعيل خان په درابڼ کې په وسلوال برید کې د پولیسو يو سرتېری وژل شوی او پینځه زخمیان دي.

د صوبې پولیسو پر ټویټر لیکلي چې د مارچ پر اتمه نېټه د درابڼ په ګیره مستان سیمه کې پولیسو د سرشمېرنې ډلې ساتنه کوله چې ورباندې وسلوال برید وشو. په بیان کې د وژل شوي پولیس سرتیرې نوم ګلفراز یاد شوی. پولیس وايي چې بریدګر په تېښته کې بریالی شوی دی.

تحریک طالبان پاکستان د دې پېښې ذمه واري منلې ده.

په پاکستان کې د مارچ له لومړۍ نیټې څخه برېښنایي یا ډیجېټل سرشمېرنه پیل شوې ده چې د روانې میاشتې تر ۳۱مې نیټې پورې دوام لري. خو دا لومړی ځل دی چې د سرشمېرنې ډلې پر ساتونکيو پولیسو حمله شوې ده.

XS
SM
MD
LG