د لاسرسي ځای

تازه خبر

لکي مروت کې په چاودنه کې ۴ پولیس ژوبل شوي


په وروستیو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ښارونو کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو حملې شوې دي - پخوانی انځور.
په وروستیو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ښارونو کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو حملې شوې دي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې په یوه چاودنه کې څلور پولیس سرتېري ژوبل شوي دي.

د لکي مروت د لکي تحصیل تاڼې یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د فبرورۍ پر ۲۶مه یې تر پېښې وروسته د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د پولیسو پر موټر برید د رېموټ کنټرول بم په وسیله شوی دی چې وسلوالو د سړک تر غاړې ښخ کړی وو.

د ده په وینا، په پېښه کې د تاڼېدار عبدالرزاق په ګډون څلور سرتېري ټپي شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې ده.

په لکي مروت کې تازه پېښه تر هغې څو ورځې وروسته شوې ده چې پولیسو د هغه ښار د ډاډیوالې تاڼې په شاوخوا کې په عملیاتو کې د شپږو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.

پولیسو د فبرورۍ پر ۲۳مه په یوه بیان کې وویل چې وژل شوي وسلوال پر پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو په "بریدونو او د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ" ول.

له دې پرته د لکي مروت ښار په بېلابېلو برخو کې د جنورۍ له وروستۍ اوونۍ راهیسې هم د وسلوالو پرضد د پولیسو او پوځ ګډ عملیات شوي دي.

پولیسو او پوځ د فبرورۍ پر اتمه ویلي ول چې په لکي مروت کې یې د عملیاتو پر مهال د ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان ۱۲ غړي وژلي دي.

خو هغې وسلوالې ډلې د چارواکو د دعوې په غبرګون کې څه نه ول ویلي.

په وروستیو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا د بنو، لکي مروت، شمالي او جنوبي وزیرستانونو، پېښور، سوات او خیبر په ګډون په ځینو نورو برخو کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو په بریدونو کې یوشمېر سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG