د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امنیت ذمه واري د حکومت ده که د ځايي لښکرو؟


په پېښور کې د سکول د ماشومانو پر بس د وسله والو تر ډزو وروسته امنیتي کار کوونکي د چاودېدونکو موادو لټون کوي.
په پېښور کې د سکول د ماشومانو پر بس د وسله والو تر ډزو وروسته امنیتي کار کوونکي د چاودېدونکو موادو لټون کوي.
بوریوال کاکړ، مشال راډیو

پراګ
- د خیبرپښتونخوا له سواته پرته په نورو ښاري سیمو په تېره بیا د مرکز پېښور په شاوخوا برخو کې د پرله پسې بریدونو په اړه خلک فکر کوي چې حکومت د اورپکو له مخنیوي څخه لاس اخیستی دی او دا کار یې لښکر ته پرېښی دی خو د لښکرې بیا شکایت کوي چې حکومت ورسره هیڅ مرسته نه کوي.

د تېرې سې شنبې په ورځ له پېښور سره نژدې د متنو په سیمه کې وسله والو طالبانو د سکول د ماشومانو پر بس برید وکړ چې په کې درې ماشومان او د بس چلونکی ووژل شو او اتلس نور ټپیان شو.

په دې سیمو کې د اورپکو د مخنیوي لپاره قبایلي لښکرې هم جوړې شوې وې. خو د هغوی مشران وايي چې حکومت ورڅخه لاس اخیستی دی او هیڅ مرسته یې نه کوي.

ایا په دې سیمو کې د بریدونو د مخنیوي لپاره د اورپکو پر ضد عملیات نه دي شوي او که څنګه؟ د خیبر پښتونخوا صوبايي وزیر سردار حسېن بابک وايي اورپکي داسې بریدونه په غلا کوي.

هغه وویل: ((که د لټون د عملیاتو خبره شي نو هغه خو په هره سیمه کې روان دي ، خو له بده مرغه چې کله دې بذدلانو ته موقع په لاس ورشي نو هغوی داسې بریدونه وکړي ، لکه د متنو په سیمه کې چې یې د سکول پر ماشومانو برید وکړ. داسې کارونه هغوی په غلا کوي.))
عملیات هغه وخت کیږي چې د دوی یوه لویه غونډه وي ، خو دا وړې وړې ډلې دي او په ټلیفون یو له بل سره خبرې وکړي او راشي بریدونه وکړي او بیا ورک شي. که چیري د دوی لوی غونډې وي او یا لوی هدف وي نو بیا د دوی پر ضد عملیات کېدای شي.

که د حکومت دا ادعا وهم منل شي نو پوښتنه دا ده چې د داسې بریدونو تر سره کوونکي نیول شوي هم دي او که نه؟

سردار حسېن بابک وايي: ((دا کومې کاروایۍ چې دوی اوس کوي دا د هغه پر خلاف کوي چې د دوی خلک نیول شوي دي او یا وژل شوي دي. موږ ویلای شو چې زموږ د امنیتي ځواکونو کار ډېر سم روان دی او د حکومت ژمنتیا او زموږ موقف ډېر قوي دی.))

خو د متنو په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر ضد د جوړ شوي لښکر مشر دلاور خان له حکومتي ادعاوو سره اتفاق نه کوي او دا جګړه دوی دوی په خپل سر پر مخ بیايي.

هغه مشال ریډیو ته وویل: (( کوم وخت چې موږ لښکرې جوړولې نو هغه وخت حکومت له موږ سره ژمنې کړې وې چې تاسو ته به موټرونه درکوو تېل به درکوو ، ستاسو لپاره به د لنګر انتظام کوو تاسو ته به وسلې درکوو. خو به تېرو څلورو کلونو کې موږ ته هیڅ هم رانه کړل شو نو ځکه موږ له حکومته غواړړو چې تاسو له موږ سره څه وعدې وې هغه سرته ورسوی ، که حکومت په دې سیمه کې امن غواړي نو موږ ته چې څورمره دېر وسایل راکول کیږي هغومره به موږ ډېر کار کوو. او دا ډول به په دې سیمه کې امن راځي.))

په پېښور کې مو چې کله د خیبرپښتونخوا د پولیسو له پخواني مشر ملک نوید څخه وپوښتل چې د داسې بریدونو مخه ولې نه نیول کیږي نو هغه وویل: ((عملیات هغه وخت کیږي چې د دوی یوه لویه غونډه وي ، خو دا وړې وړې ډلې دي او په ټلیفون یو له بل سره خبرې وکړي او راشي بریدونه وکړي او بیا ورک شي. که چیري د دوی لوی غونډې وي او یا لوی هدف وي نو بیا د دوی پر ضد عملیات کېدای شي.))

له صوبايي وزیر سردار حسېن بابک څخه مي وپوښتل چې ولې حکومت د هغو لښکرو مرسته نه کوي چې دوی جوړې کړې وې نو هغه په ځواب کې راته وویل: (( دا د پښتنو وطن دی دلته جرګې او هجرې د دې وطن د حفاظت لپاره وي ، چې په کوم کوم ځای کې دا لښکرې جوړې شوې دي او دوی له امنیتي ځواکونو سره ولاړ دي نو زموږ حکومت په ډاګه د هغوی ډاډګیرنه او ملاتړ کوي.))

په دیر کې هم وسله والو طالبانو د ځايي امن لښکر د یوه مشر په جنازې کې ځانمرګی برید وکړ

ښاغلي نوید ملک ته مي د دلاور خان خبره کښېښوه نو هغه د امن له لښکر و سره د حکومتي مرستې په اړه زیاته کړه: ((په کار خو دا ده چې حکومت ورسره مرسته وکړي خو د هغوی غوښتنې ډېرې زیاتې وي هغه زما خیال دی چې حکومت ورکولای نه شي ، خو د لښکر لپاره هم د فنډ ضرورت وي هغوی خو په تشه خېټه جګړه نه شي کولای، هغوی ته خوراک ، وسله او ټرانسپورټ په کار وي.))

دا چې پولیس او که د قبایلو د امن لښکر د اورپکو پر ضد زیات اثر لري ، دا پوښتنه مي د پولیسو له پخواني مشر نوید ملک څخه وکړه ، هغه وویل: ((دا دواړه به یې کوي ، اصل خبره دا ده چې د متنو او بډبېره سیمه داسې ده چې هلته د حکومتي ځواکونو یوه قلعه او کوم بل مرکز نشته او نه هغوی هلته تر ډېره هلته پاته کېدای شي ، نو ځکه په دې سیمه کې زیات دي او له هغه ځای څخه بریدونه کوي.))

که څه هم د ترهګرۍ پېښې د ټولنې له خوا په کلکه غندل کیږي خو د متنو په شان پېښې هغه څه دي چې د کارپوهانو په وینا راتلونکی نسل په نښه کوي او حکومت ته په کار ده چې د داسې پېښو مخه ونیسي.
XS
SM
MD
LG