د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لکي مروت انتظامیې د قانون ۱۴۴مه دفعه نافذه کړې ده


په لکي مروت کې په وروستیو میاشتو کې د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې او لاریونونه شوي دي.
په لکي مروت کې په وروستیو میاشتو کې د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې او لاریونونه شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د لکي مروت انتظامیې د "امنیتي ګواښونو" مخنیوي لپاره په ضلع کې د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده یا دفعه نافذه کړې ده.

د لکي مروت ډېپټي کمېشنر یا انتظامي مشر د مارچ پر ۱۸مه په بیان کې ویلي دي چې د قانون هغه ماده به تر پینځو ورځو یعنې د مارچ تر ۲۳مې نافذه وي.

د دې دفعې له عملي کېدو سره پر ولسي غونډو، تر پینځو د زیاتو کسانو په ورغونډېدو، د موټرسایکل پر غبرګه سپرلۍ او د وسلې پر ګرځولو بندیز وي.

هلته د سیمې یوشمېر اوسېدونکو د مارچ پر ۱۹مه مشال راډیو ته ویلي دي چې د روژې تر پیلېدو مخکې په بازارونو کې ګڼه ګوڼه ډېره شي او د دوکاندارانو کاروبار هم زیات شي نو د ۱۴۴مې دفعې نفاذ سوداګرو ته مالي زیان اړوي.

په لکي مروت کې له مودې راهیسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي او په وسلوالو بریدونو کې یوشمېر ولسي وګړو، پولیسو او امنیتي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده. په هغو بریدونو کې یې د ځینو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې ده.

په سیمه کې د وسلوالو حملو پر ضد په بیا بیا د ولسي پاڅون په نوم مظاهرې او پرلتونه شوې دي. د ضلعې اوسېدونکو پر حکومت ټینګار کړی دی چې سیمه دې له وسلوالو پاکه کړي.

په همدې حال کې د سیمې پولیسو او پوځ هم د لکي مروت په یوشمېر برخو کې د وسلوالو ضد عملیات کړي دي چې پکې یې د یوشمېر وسلوالو ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کړې دي. د سیمې امنیتي او انتظامي چارواکي وايي، وسلوال بیا منظمېدو ته نه پرېږدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG