د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې "د ټاکنو ځنډېدو اییني بحران" کومې خوا ته روان دی؟


د پاکستان سپريم کورټ وداني - انځور له ارشيفه
د پاکستان سپريم کورټ وداني - انځور له ارشيفه

د پاکستان په سپريم کورټ کې د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه د تحريک انصاف په درخواست هغه مقدمه روانه ده چې حکومت پکې وايي تر اکتوبر مخکې ټاکنې نه شي کولی.

په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د صوبايي اسمبلیو د تحلیل کېدو څه د پاسه دوه نیمې میاشتې وشوې. د پاکستان ایین وايي چې د اسمبلیو د تحلیل کېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې به د نوي حکومت لپاره انتخابات تر سره کېږي. د دې لپاره نګران حکومتونه جوړېږي خو لا هم انتخاباتي کمېشن، سپریم کورټ او وفاقي حکومت په یادو صوبو کې د انتخاباتو لپاره په نېټه هم نه دي سلا شوي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن او حکومت ويلي چې ټاکنې د ناامنۍ له وجې نه شي کولی نو ځکه بايد د اکتوبر میاشتې ته صبر وشي چې د قانون له مخې د عمومي انتخاباتو موده ده. خو د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وايي انتخابات دې نه ځنډيږي او ژر تر ژره دې وشي.

د درو میاشتو تر پوره کېدو وروسته به په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د نګران حکومتونو اییني او قانوني حیثیت څه وي؟ د خیبر پښتونخوا د نګران صوبايي حکومت د اطلاعاتو وزیر بیرسټر فیروز جمال کاکاخېل د اپریل په دویمه مشال رېډیو ته وویل چې د ایین ترمخه نګران حکومت ته د انتخاباتو مېنډېټ یا اختیار وکړل شوی وي او دا حکومت تر هغې دوام کوي چې څو پورې انتخابات نه وي شوي.

هغه زیاته کړه: "په ایین کې یې دا بالکل نه دي لیکلي چې د نګران حکومت د کار موده به څومره وي. د نګران حکومت دا ذمه واري ده چې انتخابات به ترسره کوي. اوس د دغې انتخاباتو فېصله چې انتخاباتي کمېشن وکړي، ولسمشر یا ګورنر یې او یا هم سپریم کورټ یې وکړي او انتخابات وشي نو تر هغې به نګران حکومت خپل رول ترسره کوي. د دې وجه دا ده چې نوی حکومت نه وي منتخب شوی او نګران حکومت هم ختم کړل شي نو د حکومت ورځنۍ چارې به څوک پرمخ بیايي؟"

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د صوبايي انتخاباتو لپاره د اکتوبر اتمه نېټه اعلان کړې ده. د یاد کمېشن یو چارواکي جاوید اقبال د اپریل په دویمه مشال ريډیو ته وویل چې په دې موضوع په سپریم کورټ کې اورېدنه روانه ده نو ځکه په دې اړه له اعلان شویو معلوماتو څخه اضافي خبرې نه شي کولی او د یاد عدالت د پریکړې انتظار کوي.

د پېښور هایکورټ بار ایسوسي اېشن پخوانی مشر ارباب عثمان وايي چې د پاکستان په تاریخ کې له پوځي حکومتونو بغیر یو ځل د پيپلز ګوند د مشرې او پخوانۍ وزیراعظمې بینظیر بوټو تر وژل کېدو وروسته د لنډې مودې لپاره عام انتخابات ځنډول شوې وو، نور دا ډول کوم صورتحال مخې ته نه دی راغلی.

هغه زیاتوي: "مونږ کوم اییني وضاحت نه لرو خو دا هم نه شي کېدای چې نګران حکومت دې د نامعلومه وخته پورې دوام وکړي. یقیناً چې دا ډیره پیچلې او تیکنیکي ستونزه ده. په سپریم کورټ کې به هم په دې خبره کېږي چې د اسمبلیانو د ماتېدو وروسته په نوي کې انتخابات خو اوس امکان نه لري نو په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د نګران حکومت د اییني مودې په غځولو دې غور وشي."

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د چيف جسټس عمر عطا بندیال له کاره خوشال نه دی او د عدلیې پر کردار یې نيوکې کړې دي. هغه د مارچ پر ۲۸مه په قامي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال ادعا وکړه چې پخوانی وزيراعظم او د تحريک انصاف مشر عمران خان "ځينو ججانو نازولی" دی او په هره مقدمه کې ورته "ضمانتونه" ورکوي. د اپريل په لومړۍ نېټه، د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په ایتلافي حکومت کې شاملو ګوندونو غونډه کې حکومت يو ځل بیا وويل چې سپريم کورټ بايد د "عمران خان د ژر ټاکنو فرمایش ته غوږ کښينږدي". په لاهور کې د شوې دې غونډې پر مهال هوډ وښودل شو چې حکومت به تر اکتوبر وړاندې انتخابات په هیڅ صورت نه مني.

دوی په سپریم کورټ غږ کړی چې د یادې مقدمې اورېدنه ودروي. د پاکستان بار کونسل پخوانی مرستیال چییرمین عابد ساقي وايي د سپریم کورټ پر درې کسیزه جرګګۍ د وفاقي حکومت عدم اعتماد دا ښکاره کوي چې مشکله ده چې سپریم کورټ کوم فېصله کوونکی رول ولوبوي. هغه مشال راډيو ته وويل: "د شخړې یو فریق په سپریم کورټ بې باوري څرګنده کړي نو په داسې حال کې به د سپریم کورټ د پریکړې څه حثیت وي. په ۹۰ ورځو کې انتخابات نه کول هم له ایین سرغړونه ده چې له وجې یې هېواد د دې اییني او سیاسي بحران سره مخ شوی. پکار ده چې د دې مسلې دواړه فریقین یعنې تحریک انصاف او وفاقي اتحادي حکومت د خبرو له لارې حل وباسي."

بل پلو د تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د اتحادي ګوندونو لخوا د سپریم کورټ پر درې کسیزه جرګګۍ څرګنده کړې بې باوري غندلې ده. نوموړي د اپرېل پر لومړۍ نېټه ناوخته پر ټویټر په ویډیویي بیان کې ویلي چې ولس باید د سپریم کورټ او مشر قاضي یا چیف جسټس تر شا ودرېږي.

په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف حکومت وو او د پنجاب په حکومت کې یې هم لویه برخه لرله خو د ګوند د مشر عمران خان په امر سږکال د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلي او د جنورۍ پر ۱۷مه د خیبر پښتونخوا اسمبلي تحلیل یا ماته کړل شوه. تحریک انصاف په یادو صوبو کې زر تر زره د انتخاباتو غوښتنه کوي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG