د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ګورنر وايي د انتخاباتو په اړه یواړخیزې پرېکړې مشکلات جوړوي


د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي یوې غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي یوې غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي وايي، که ولسمشر محمد عارف علوي او د انتخاباتو کمېشن ورسره په ګډه د انتخاباتو نېټه اعلان کړې وای نو ستونزې به نه وای جوړې شوې.

غلام علي دا خبره د مارچ پر څلورمه د پاکستان له اج نیوز ټېلېوېژن سره په مرکه کې کړې دي او ویلي یې دي چې یواړخیزه پرېکړې به مشکلات پیدا کړي او د خیبر پښتونخوا او پنجاب په حالاتو کې ډېر فرق دی.

د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي تر دې وړاندې د فبرورۍ پر ۲۸مه په سوات کې خبریالانو ته ويلي وو چې په صوبه کې د روانو ناامنيو له امله د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې نه شي کېدای.

نوموړي‌ ویلي ول چې صوبه د انتخاباتو پر مهال د امنیت ټینګولو لپاره بشپړ وسايل نه لري.

دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان د انتخاباتو کمیشن د مارچ پر درېیمه ولسمشر عارف علوي ته په یو لیک کې ولیکل چې د پنجاب اسمبلۍ انتخاباتو لپاره دې د اپرېل له ۳۰مې څخه د مې تر اوومې پورې یوه نېټه خوښه کړي.

ولسمشر عارف علوي‌ د هغه لیک له ترلاسه کولو وروسته اعلان وکړ چې د اپرېل پر ۳۰مه دې په پنجاب کې د صوبايي‌ اسمبلۍ لپاره انتخابات وشي.

د انتخاباتو کمیشن په خبرپاڼه کې ویلي چې دې ته په انتظار دي‌ چې د خیبرپښتونخوا ګورنر غلام علي یې د انتخاباتو د نېټې په اړه د ورلېږدولي‌ لیک ځواب ورکړي.

د پاکستان سپریم کورټ د مارچ پر لومړۍ نېټه د انتخاباتو کمېشن ته امر کړی وو چې په جنورۍ کې د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته دې په ۹۰ ورځو کې دننه په خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې انتخابات وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG