د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې "مدني فعالانو" د حکومت او عمران خان تر مینځ د منځګړیتوب هڅې پيل کړي


د پاکستان قامي اسمبلي، انځور له ارشیفه
د پاکستان قامي اسمبلي، انځور له ارشیفه

په پاکستان کې د مدني ټولنو غړو د حکومت او د تحریک انصاف د مشر عمران خان تر منځ د سیاسي کړکیچ د هوارولو لپاره کوششونه پیل کړې دي.

د دغو مدني ټولنو غړیو شمېره ۱۰۰ ده او پکې د ځینو سیاستوالانو سربېره د بار کونسل مشران او خبریالان هم شامل دي.

د مدني ټولنو غړیو لومړی د مارچ پر ۱۸مه خپلې هلې ځلې پیل کړې. وروسته یې د مارچ پر ۲۲مه د پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان سره هم لیدلي وو.

د مدني ټولنې یو غړي او د پاکستان بار کونسل مرستیال چېیرمین حسن رضا پاشا ایډوکیټ د مارچ پر ۲۵مه مشال ریډیو ته وویل، د هغوی د درېیمګړو کسانو د ډلې د جوړولو مقصد دا دی چی د پاکستان د اساسي قانون خلاف ورزي ونه شي، راتلونکي انتخابات دې د ټولو سیاسي ګوندونو په خوښه وي او په هیواد کې دې اقتصادي بحران ختم شي.

نوموړي وړاندې وویل: دا وخت حالات تاسو وګورئ چی یو بل ته بد رد ویل کېږي. زغم ختم شوی، تر دې چې د عدالتونو په فیصلو هم د عدم اعتماد څرګندونه کېږي. حکومت که کوم ګام پورته کوي په هغې هم اعتماد نه کېږي. نو موږ غواړو چی ټولې سیاسي ډلې سره کېنوو. لومړی وړاندیز موږ پاکستان بار کونسل ته کړی دی چی موږ د منځګړي کردار ادا کوو.

حسن رضا پاشا وویل چې دا کار په غیر سیاسي حیثیت کې کول غواړي.

پخواني وزیراعظم عمران خان د مارچ پر شپاړسمه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو چې د پاکستان د پرمختګ، مفاداتو او د جمهوریت لپاره هر قسمه قرباني ورکولو ته تیار دی او اماده دی چې د دې کار لپاره له هر چا سره خبرو ته کېني.

په پاکستان کې شنوونکي په دې باور دي چې کېدی شي د عمران خان په دې بیان سره سیاسي کشیدګي کمه شي او په هیواد کې سیاسي جوړ جاړي ته لاره هواره شي.

د عمران خان تر دې بیان یوه ورځ وړاندې وزیراعظم شهباز شریف هم ویلي وو چې د هیواد د ترقۍ لپاره او د اقتصادي بحران د ختمولو لپاره سیاسي ډلې باید خپلمنځي اختلافات یوطرفته کړي او یو موټي شي.

حسن رضا پاشا مشال رېډیو ته وویل انتخاباتی کمیشن د پنجاب انتخابات تر اکتوبره ځنډولي چې تحریک انصاف ورباندې اعتراض هم لري، خو دوی خوشبینه دي چې که سیاسي ګوندونو یې خبره واورېده نو په هیواد کې به موجوده سیاسي بحران ختم شي.

نوموړي وویل، دا خبرې به له سیاسي ډلو سره کوي ځکه چې هم هغوی د هیواد چارې سمبالوي. نوموړي زیاته کړه، کوښښ به کوي چې ټول سیاسی ګوندونه سره کېنوي او ټول یوې رایې ته ورسېږي.

د پاکستان سپریم کورټ د مارچ پر لومړۍ نېټه په پرېکړه کې ویلي وو چې په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلیو انتخابات دې په ۹۰ ورځو کې دننه وشي.

خو د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۲۲مه اعلان وکړ چې د خرابو امنیتي حالاتو له امله په پنحاب کې ټاکنې د اکتوبر تر اتمې ځنډوي.

په داسې حال کې چې د سپریم کورټ پرېکړه لا پر ځای ده، نو د مدني ټولنې غړیو د کوششونو کامیابېدو په صورت کې به ستر عدالت له خپلې فیصلې نه په شا شي که څنګه؟

د مشال راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې د کراچۍ پوهنتون پروفیسر ډاکټر توصیف احمد خان وویل چې که د پاکستان تاریخ ته وکتل شي، چې کله هم سیاسي ګوندونو په انتخاباتو اتفاق کړی، عدالتونو هغه پرېکړې تاییدې کړې دي. نوموړي وویل : داسی په ۲۰۰۸م کی هم شوي وو. که دوی انتخاباتو ته ځي نو عدالت باېد دغه خبره نظراندازه کړي. مسله هله پیدا کېږي چې کله انتخابات نه کېږي. زما په فکر دا د عدالتونو مسله نه ده. سیاسي ډلی دې اتفاق وکړي چې څه تګلاره خو مخی ته راوړي.

د پاکستان بار کونسل مرستیال مشر حسن رضا پاشا مشال راډيو ته وویل، د مدني فعالانو ډلې چې کله په دا ورستیو کې له عمران خان سره ملاقات کړې وو نو هغه ورسره د دوی د ثالثۍ یا جرګی پر کردار سلا شوی وو. پاشا وویل د مارچ پر ۲۶مه د دوی یو پلاوی په کراچۍ کی د متحده قامي موومنټ یا ایم کیو ایم سره هم د لیدلو پلان لري. دغه راز د وزیراعظم شهباز شریف سره به هم ډېر ژر وخت ټاکي څو د جوړ جاړۍ خبرې پر مخ ولاړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې تحريک انصاف ګوند په پنجاب او خيبر پښتونخوا کې د اسمبلۍ د انتخاباتو د غوښتنې ترڅنګ د عامو ټول ټاکنو غوښتنه کوي. خو په وفاق کې اېتلافي حکومت وايي، عام انتخابات به په ټاکل شوې نېټه کېږي.

XS
SM
MD
LG