د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ټاکنو کمېشن پنجاب کې ټاکنې تر اکتوبره ځنډولي، پارليمان د انتخاباتو په اړه بحث کړی


په پارليمان کې د مسلم ليګ (ن) غړو د پخواني چيف جسټس ثاقب نثار تصویرونه راخیستي وو او د هغه پر ضد یې شعارونه ورکول.
په پارليمان کې د مسلم ليګ (ن) غړو د پخواني چيف جسټس ثاقب نثار تصویرونه راخیستي وو او د هغه پر ضد یې شعارونه ورکول.

د پاکستان انتخاباتو خپلواک کمېشن د مارچ پر ۲۲مه اعلان وکړ چې په پنجاب کې خرابو امنيتي حالاتو ته په پام سره د دې صوبې ټاکنې تر اکتوبره ځنډوي.

کمېشن د مارچ پر ۲۲مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې ټاکنې اوس نه شي کېدلی بلکې د اکتوبر پر اتمه به کيږي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د پنجاب صوبې د پولیسو مشر ورته ویلي چې د صوبې امنیتي حالات سم نه دي او د ټاکنو خوندي ساتلو لپاره د پولیسو شمېره هم کمه ده. بیان زیاتوي چې دا وخت پوځ د هېواد په ځینو سیمو کې پر امنیت ټینګ ساتلو او د وسلوالو ډلو خلاف په عملیاتو کې بوخت دی نو ځکه د انتخاباتو پر مهال امنیت ساتلو ته نه شي حاضریدلی.

په بیان کې د انتخاباتو کمېشن لخوا دا هم ویل شوي دي چې پاکستان دا وخت د اقتصادي بحران سره مخ دی او "د خزانې وزارت ورته تر اوسه د انتخاباتو کولو لپاره پيسې نه دې ورکړي. له همدې امله اوسمهال تاکنې نه شي کيدلی."

په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د روان کال په جنورۍ کې صوبایي اسمبلیانې ماتې شوې دي. پخوانی واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف چې په دغو دواړو صوبو کې یې حکومتونه ول، هلته زر تر زره له سره د ټاکنو غوښتنه کوي. بلخوا سپريم کورټ هم د دواړو صوبو ګورنرانو ته په ۹۰ ورځو کې د انتخاباتو کولو امر کړی.

د پارليمان غونډه

د مارچ پر ۲۲مه په اسلام اباد کې د پارلمان په ګډه غونډه کې پر ضمني انتخاباتو او اقتصادي ستونزو بحثونه وشول. په دې غونډه کې د مسلم ليګ (ن) غړو د پاکستان پخواني چيف جسټس ثاقب نثار پر ضد شعارونه ورکړل او هغه يې "د عمران خان په طرفدارۍ او په سياسي بنيادونو د نواز شريف په نااهله کولو" تورن کړ. نثار تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي خو د تحريک انصاف سېنېټرانو له غونډې بايکاټ وکړ او د چيف جسټس د ملګرتيا تورونه یې رد کړل.

ګډې غونډې ته په خپله وینا کې د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثنا الله وویل چې باید ټولې ادارې خپل خپل اییني کار ترسره کړي. هغه د عمران خان لخوا د ژر ټاکنو غوښتنې ته په اشارې وويل چې د دوی ګوند هم غواړي چې انتخابات ژر وشي خو ایا په خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې د ټاکنو لپاره ټول شرایط برابر دي او که نه؟

نوموړی د سپريم کورټ د دې حکم په اړه چې ټاکنې دې په ۹۰ ورځو کې وشي، زیاته کړه: "تاسو حالاتو ته وګورئ. ايا په پاکستان کې پخوا انتخابات نه دې ځنډېدلي؟ ايا داسې نه دي شوې چې ضمني انتخابات له ۹۰ ورځو اوړېدلې وي. موږ غواړو چې ټولې ټاکنې په یوه ورځ وشي."

رانا ثناالله په خپلو خبرو کې وویل چې هېواد یې د سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ دی او باید ادارې د یو تن په خوښه کارونه ونه کړي بلکې حالاتو ته په کتو سره خپل اییني ذمه وارۍ ترسره کړي.خو د تحريک انصاف مشر عمران خان ويلي چې د ټاکنو کمېشن بايد ژر تر ژره انتخابات وکړي.

XS
SM
MD
LG