د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت وايي تر اکتوبر وړاندې ټاکنې نه شي کولی


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په یوه غونډه کې خبرې کوي - انځور له ارشیفه
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په یوه غونډه کې خبرې کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان حکومت ویلي چې د ۲۰۲۳م کال تر اکتوبر وړاندې په ملک کې عام انتخابات نشي کېدای.

دا پرېکړه د اپرېل پر لومړۍ نېټه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ هغې غونډې ته کړې ده چې په وفاقي حکومت کې د شریکو ګوندونو مشرانو پکې ګډون کړی وو.

پاکستاني رسنیوو د راپور ترمخه، په لاهور کې د شوې دې غونډې پر مهال هوډ ښودل شوی چې دوی به تر اکتوبر وړاندې انتخابات په هیڅ صورت نه مني. حکومتي اتحاد ویلي چې دوی به د انتخاباتو لپاره د نېټې پر ټاکلو د تحریک انصاف له مشر عمران خان سره هم هیڅ خبرې اترې ونکړي.

په یاده غونډه کې د سپریم کورټ پر هغه درې کسیزه جرګګۍ هم بې باروري ښودل شوې چې د صوبايي اسمبلیو د انتخاباتو په اړه د مقدمې اورېدنه کوي. د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دې غونډه کې پر سپریم کورټ غږ شوی چې د یادې مقدمې اورېدنه ودروي.

د یادونې وړ ده چې په سپریم کورټ کې دا وخت د دې لپاره د یو مقدمې اورېنې روانې دي چې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې دې د صوبایي اسمبلیو لپاره ټاکنې زر تر زره وشي.

حکومتي اتحاد ویلي دا امکان هم شته چې دوی د مشر قاضي عمر عطا بندیال او د جرګګۍ د دوو نورو ججانو پرضد مقدمه وکړي.

بل پلو د تحریک انصاف مشر عمران خان د اتحادي ګوندونو لخوا د سپریم کورټ پر درې کسیزه جرګګۍ څرګنده کړې بې باوري غندلې ده. نوموړي د اپرېل پر لومړۍ نېټه ناوخته پر ټویټر په ویډیویي بیان کې ویلي چې ولس باید د سپریم کورټ او مشر قاضي یا چیف جسټس تر شا ودرېږي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان تحریک انصاف د هغه وخت حکومتونو د ۳۰۲۳م کال په جنوري میاشت کې د لومړی د پنجاب او بیا د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ماته کړې وه.

د تحریک انصاف مشر عمران خان غواړي چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب په ګډون دې په ټول ملک کې تر اکتوبر وړاندې عام انتخابات وشي خو حکومت یې نه مني.

د پاکستان له اساسي قانون سره سم، د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې دننه باید انتخابات وشي. د پنجاب او خیبر پښتونخوا د اسمبلیو لپاره د انتخاباتو کولو اییني موده په اپرېل میاشت کې پای ته رسېږي خو په ټول ملک کې عام انتخابات باید د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر میاشت کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG