د لاسرسي ځای

تازه خبر

'قامي اېکشن پلان ته دې بیا کتنه وشي'


د پاکستان سېنېټ (مشرانو جرګه) کې ځینې سېنېټرانو له حکومته غوښتنه کړې چې د ترهګرۍ ضد قامي کړنلارې (قامي ایکشن پلان) ته دې سردوارې کتنه وکړي. د دوی په خبره چې پر دغه کړنلاره په سمه توګه عمل نه کېږي.

د زیارت په ورځ په اسلام اباد کې د سېنېټ په غونډه کې د جمعیت علما اسلام (ف) ډلې د سېنېټر په ګډون ځینو نورو سېنېټرانو تحریک التوا وړاندې کړ او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ ضد قامي کړنلارهپه سم ډول نه عملي کېږي باید چې حکومت خپل پام دې لوري ته وګرځوي.

د جمعیت علما اسلام (ف) ډلې سېنېټر حافظ حمدالله له مشال راډيو سره د نېشنل اېکشن پلان په باب وویل:

''خپله د سپریم کورټ د جج قاضي فایز عیسی کمېشن په خپل رپورټ ویلي چې ټولې ادارې د ترهګرۍ په مخنیوي کې ناکامه دي او نېشنل ايکشن پلان هم ناکامه ده. قاضي فایز عیسی هغه په خپل رپورټ کې دا هم لیکلي دي چې نېشنل اېکشن پلان بشپړ نه دی نو پکار دا ده چې موږ د دغه رپورټ تر رڼا لاندې جاج واخلو.د نېشنل اېکشن پلان او په دوه کاله کې چې د قامي تګلارې په ذریعه عملیات شوي دي د هغوی دې هم جاج واخېستل شي ځکه چې په دې کې امتیازي کاروایانې شوي دي د علاقیت، صوبایت او لسانیت نه پرته د مذهبي طبقې خلاف ډېرې کاروايانې شوي دي.''

خو د پاکستان بهرنیو چارو وزیر مملکت بلیغ الرحمان د سېنېټ غونډې ته ویلي چې په قامې تګلاره پوره پوره عمل روان دی او تر دې دمه دوی لس کروړه سیمونه بند کړي او په سلګونه مشکوکه مدرسې یې تړلې دي او په پنجاب کې د وسله والو پر ضد د ترهګرۍ پروړاندې د نه زغم پر تګلاره روان دي.

د نوموړي په وینا چې دې دوران دوی د وسله والو اکاونټونه هم کنګل کړي چې له کبله يې په ترهګرۍ او سختدريځۍ کې کمی راغلی دی.

مشال راډیو چې د ناقانونه ګرځول شویو ډلو د اکاونټونو کنګلولو په عمل باندې د دفاعي چارو تجزیه کار ریټایرډ کرنل خالد منیر وپوښتل نو هغه وویل چې دا سمه خبره ده چې له دې عمل نه دغه تنظیمونه کمزوري کېږي خو حکومت ته به د دې پرته نور کار هم کول وي:

"دا حکومت چې نن سبا کومه د بهر ملکونو فنډنګ کېږي مدرسو ته نو موږ خلک چې بغیر له تپوسه مدرسې ته فنډ ورکوو صدقې ورکو او چې قرباني وکړو نو د هغې څرمن په پټو سترګو ورکوو نو په دې فنډنګ کې موږ هم ککړ یو او بله دا خبره ده چې فنډنګ ودرول خو ډېره ښه خبره ده د دې په اثرات مخې ته راځي."

هم دا رنګ چې مشال راډیو په اسلام اباد کېد وفايي چارو یو بل تجزیه کار عصمت وزیر وپوښتل نو هغه وویل:

"که څه هم د سېنېټرانو خبره سمه ده خو حکومت هم دې لړ کې کار کړی دی خو بیا هم پکار ده چې دا رنګ په حکومت باندې مخالفه ډلې فشار راولي ځکه چې د قامي ایکشن پلان عملي کولو لپاره کومې کمېټۍ جوړې کړې شوې وې یا نیکټا جوړه کړې شوې هغه فعاله نه ده نو باید چې لومړۍ نیکټا فعاله کړل شي."

په ۲۰۱۴م کال د دسمبر په ۱۶مه نېټه په پېښور ارمي پبلیک سکول باندې حمله شوې وه چې پکې یو شمېر ماشومان او استادان وژل شوي وو له دغه برید وروسته سیاسي او پوځي مشروالۍ په ګډه سره د ترهګرۍ پر ضد قامي تګ لاره اعلان کړې وه.

XS
SM
MD
LG