د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر عارف علوي د پنجاب او خيبر پښتونخوا اسمبليو ټاکنې اعلان کړې دي


د پاکستان ولسمشر عارف علوي. پخوانی انځور
د پاکستان ولسمشر عارف علوي. پخوانی انځور

د پاکستان ولسمشر په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د اپرېل نهمه د صوبايي اسمبلیو د عامو انتخاباتو کولو نېټه اعلان کړې ده.

محمد عارف علوي دا اقدام د فبرورۍ پر ۲۰مه تر هغې یوه ورځ وروسته کړی دی چې انتخاباتي کمېشن ورته په لیک کې ویلي ول چې په پنجاب کې د انتخاباتو معامله په عدالت کې ده نو ځکه یې په اړه د پرېکړې واک نه لري.

د علوي دفتر په بیان کې ویلي دي چې د ۲۰۱۷ز کال د انتخاباتو د قانون د ۵۷مې مادې له لومړۍ برخې سره سم یې په دواړو صوبو کې د انتخاباتو نېټه اعلان کړې او د هم هغې مادې د دویمې برخې له مخې یې له انتخاباتي کمېشنه د انتخاباتو د پروګرام خپرولو غوښتنه کړې ده.

د هغه قانون د ۵۷مې مادې لومړۍ برخه ولسمشر ته "له کمېشن سره په مشوره د عامو انتخاباتو د نېټې یا نېټو" اعلانولو واک ورکوي. د هغې مادې دویمه برخه بیا انتخاباتي کمېشن دې ته اړ باسي چې د ولسمشر د نېټې تر اعلان وروسته په "اووه ورځو کې رسمي فرمان" خپور کړي، د "انتخاباتو پروګرام" اعلان کړي او ولس د خپلو استازو منتخبولو ته وروبولي.

په بیان کې راغلي دي چې ولسمشر د انتخاباتي کمېشن مشر ته لیک استولی دی او پکې یې ویلي دي چې هېڅ عدالتي فورم د انتخاباتو ځنډولو امر نه دی کړی او دا چې د انتخاباتو قانون یاده ماده د ده واک او اختیار نه شي محدودولای.

د ولسمشر دفتر دا بیان تر هغې وروسته خپور کړی چې د کمېشن سېکرټر ولسمشر عارف علوي ته فبرورۍ پر ۱۹مه په لیک کې وویل چې د دواړو صوبو د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته یې د خیبر پښتونخوا او پنجاب له ګورنرانو سره رابطې کړې دي خو تر اوسه یې د انتخاباتو نېټو په اړه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان ولسمشر د هغه هېواد انتخاباتي کمېشن ته وویل چې په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې دې د صوبايي اسمبليو لپاره سمدستي د انتخاباتو نېټه اعلان کړي.

محمد عارف علوي د فبرورۍ پر اتمه د انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا ته په استولي ليک کې ویلي ول چې د انتخاباتو د نېټې په اعلان سره به پر " ګنګوسو د ولاړ خطرناکه پروپاګند" مخه ونيول شي.

په ليک کې راغلي ول چې د ايين له مخې د اسمبلۍ تر ماتېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې دننه د انتخاباتو کول لازمي دي.

تر دې وړاندې انتخاباتي کمېشن په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې په اپرېل مياشت کې د صوبايي انتخاباتو وړانديز کړی وو خو حتمي نېټه يې نه وه اعلان کړې.

ولسمشر ویلي که انتخاباتي کمېشن د خپلې دندې په ترسره کولو کې له ناکامۍ سره مخامخېږي نو د ايين د سرغړونې مسووليت به یې پر خپله غاړه وي.

د ولسمشر تر لیک یوه ورځ وروسته د پنجاب د پولیسو مشر ویلي ول چې د امنیتي اندېښنو له وجې په صوبه کې انتخابات نه شي کولای.

اخوا کمېشن ولسمشر علوي ته په خپل لیک کې ویلي دي چې د لاهور های کورټ د فبرورۍ ۱۰مې نېټې له امر سره سم یې د پنجاب له ګورنر سره رابطه وکړه خو هغه ورته په صوبه کې د انتخاباتو نېټه ور نه کړه، بلکې ورته یې وویل چې د های کورټ د امر پرضد درخواست دایروي.

عدالت پر هغه ورځ کمېشن ته ویلي ول چې سمدستي دې په صوبه کې د انتخاباتو نېټه اعلان کړي.

کمېشن د فبرورۍ ۱۹مې په لیک کې ویلي دي چې د ولسمشر د دفتر درناوی کوي خو د انتخاباتو په اړه ورسره مشوره نه شي کولای ځکه چې هغه معامله په عدالت کې ده.

تر دې مخکې د فبرورۍ پر اوومه د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي ويلي ول چې هلته د ناامنۍ له کبله د صوبايي اسمبلۍ انتخابات نه شي کېدای او په کار ده چې تر اکتوبر مياشتې پورې انتظار وشي. ټاکل شوې چې په اکتوبر کې په پاکستان کې عام انتخابات وشي.

د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه کړل شوې وه.

پاکستان تحريک انصاف، چې په پښتونخوا کې واکمن وو او په پنجاب کې په حکومت ورګډ وو، وايي د اسمبليو ماتولو هدف یې پر مرکزي حکومت فشار راوستل وو چې ژرترژره عام انتخابات وکړي.

خو د پاکستان اېتلافي حکومت وايي چې په هغه هېواد کې به د خپلي اييني مودې تر بشپړېدو وروسته د روان (۲۰۲۳ز) کال په اکتوبر مياشت کې عام انتخابات کوي.

XS
SM
MD
LG