د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا او پنجاب انتخابات: ۳ ګوندونو له سپریم کورټه د ټولو قاضیانو جرګګۍ جوړولو غوښتنه کړې


ټاکل شوې چې د سپریم کورټ نهه کسیزه جرګګۍ د فبرورۍ پر ۲۷مه د صوبايي انتخاباتو پر موضوع اورېدنه وکړي - پخوانی انځور.
ټاکل شوې چې د سپریم کورټ نهه کسیزه جرګګۍ د فبرورۍ پر ۲۷مه د صوبايي انتخاباتو پر موضوع اورېدنه وکړي - پخوانی انځور.

د پاکستان په وفاقي اېتلافي حکومت کې شاملو درې لویو ګوندونو د خیبر پښتونخوا او پنجاب د عامو انتخاباتو موضوع په اړه له سپریم کورټه د ټولو قاضیانو د جرګګۍ جوړولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان دولتي ټېلېوېژن وايي، دا غوښتنه مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند او جمعیت علمای اسلام (ف) د فبرورۍ پر ۲۵مه سپریم کورټ ته په ورکړیو جلا، جلا درخواستونو کې کړې ده.

مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند او جمعیت علمای اسلام (ف) په خپلو غوښتنلیکونو کې له سپریم کورټه غوښتي چې د ټولو قاضیانو په جرګګۍ کې دې د دوو قاضیانو اعجاز الاحسن او سید مظاهر علي اکبر نقوي نومونه شامل نه وي ځکه چې هغوی وار له مخه د خیبر پښتونخوا او پنجاب د صوبايي اسمبلیو انتخاباتو په اړه خپل نظرونه په ډاګه کړي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د سپریم کورټ مشر قاضي عمر عطا بندیال د فبرورۍ پر ۲۲مه د انتخاباتو په اړه له خپلې خوا نوټس واخیست او نهه کسیزه جرګګۍ یې جوړه کړه چې پکې قاضیان اعجاز الاحسن، سید منصور علي شاه، منیب اختر، یحیا اپرېدی، سید مظاهر علي اکبر نقوي، جمال خان مندوخېل، محمد علي مظهر او اطهر من الله شامل دي. په جرګګۍ کې لوړپوړی قاضي فایز عیسا شامل نه دی.

تر دې مخکې هم په وفاقي حکومت کې شاملو یوشمېر سیاستوالانو د سپریم کورټ په نهه کسیزه جرګګۍ کې د دوو قاضیانو پر نومونو نیوکې کړې وې.

د مسلم لیګ (ن) مخکښې مشرې مریم نواز د فبرورۍ پر ۲۴مه په سرګودا کې د خپل ګوند پلویانو ته په وینا کې دعوه کړې وه چې اوسمهال چې "د عمران خان سیاست په ختمېدو دی نو د سیاسي ژوند دوام لپاره قاضي مظاهر علي نقوي او قاضي اعجاز الاحسن بیا په میدان کې دي."

هغو قاضیانو د مریم نواز پر څرګندونو څه نه دي ویلي خو د تحریک انصاف یو سیاستوال او د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی اقبال اپرېدی د نوموړې څرګندونې ناسمې او د قاضیانو سپکاوی بولي.

ده د فبرورۍ پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، د سپریم کورټ مشر قاضي باید د مریم نواز پرضد اقدام وکړي چې ولې د اعلا عدالت د قاضیانو بې احترامي کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې سپریم کورټ د فبرورۍ پر ۲۷مه د خیبر پښتونخوا او پنجاب د انتخاباتو نېټې نه اعلانولو په اړه اورېدنه وکړي.

قاضي بندیال او نورو قاضیانو اورېدنه تر هغې وروسته کړې چې د پاکستان ولسمشر په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د اپرېل نهمه د انتخاباتو نېټې په توګه اعلان کړه.

محمد عارف علوي دا اقدام د فبرورۍ پر ۲۰مه تر هغې یوه ورځ وروسته وکړ چې انتخاباتي کمېشن ورته په لیک کې ویلي ول چې په پنجاب کې د انتخاباتو معامله په عدالت کې ده نو ځکه یې په اړه د پرېکړې واک نه لري.

د علوي دفتر په بیان کې وویل، چې د ۲۰۱۷ز کال د انتخاباتو د قانون د ۵۷مې مادې له لومړۍ برخې سره سم یې په دواړو صوبو کې د انتخاباتو نېټه اعلان کړې او د هم هغې مادې د دویمې برخې له مخې یې له انتخاباتي کمېشنه د انتخاباتو د پروګرام خپرولو غوښتنه کړې ده.

د هغه قانون د ۵۷مې مادې لومړۍ برخه ولسمشر ته "له کمېشن سره په مشوره د عامو انتخاباتو د نېټې یا نېټو" اعلانولو واک ورکوي. د هغې مادې دویمه برخه بیا انتخاباتي کمېشن دې ته اړ باسي چې د ولسمشر د نېټې تر اعلان وروسته په "اووه ورځو کې رسمي فرمان" خپور کړي، د "انتخاباتو پروګرام" اعلان کړي او ولس د خپلو استازو منتخبولو ته وروبولي.

خو وفاقي حکومت وايي، عارف علوي د انتخاباتي کمېشن له مشورې پرته د دې اقدام واک نه لري.

د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه شوې وه. پاکستان تحريک انصاف، چې په پښتونخوا کې واکمن وو او په پنجاب کې په حکومت ورګډ وو، وايي د اسمبليو ماتولو هدف یې پر مرکزي حکومت فشار راوستل وو چې ژرترژره عام انتخابات وکړي.

په دواړو صوبو کې اوسمهال نګران حکومتونه دي چې له ایین سره سم، باید د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې انتخابات وکړي.

د پاکستان رسنۍ وايي، د فبرورۍ پر ۲۳مه د سپریم کورټ مشر قاضي بندیال وویل، په اورېدنه کې دا معلوموي چې د انتخاباتو د اعلان واک له چا سره دی، بل دا چې د لاهور های کورټ وروستی حکم هم ګوري. هغه عدالت د فبرورۍ پر ۱۰مه په پنجاب کې د انتخاباتو کولو امر کړی وو. بندیال وویل، په اورېدنو کې باید یوشمېر اړخونه وڅېړل شي.

رسنۍ وايي، د پاکستان لوی څارنوال (اټارني جنرل) شهزاد الهي له جرګګۍ څخه د خپلو دلیلونو تیارولو لپاره وخت وغوښت چې تر هغې وروسته بندیال بله اورېدنه د فبرورۍ تر ۲۷مې وځنډوله.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا ګورنر او د پنجاب امنیتي چارواکو ویلي چې هلته انتخابات د امنیتي اندېښنو له وجې نه شي کېدای.

انتخاباتي کمېشن هم وايي چې وفاقي حکومت ورته د انتخاباتو لپاره پیسې او امنیتي سرتېري نه ورکوي.

د کمېشن سېکرټر ولسمشر عارف علوي ته فبرورۍ پر ۱۹مه په استولي لیک کې ویلي ول چې د دواړو صوبو د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته یې د خیبر پښتونخوا او پنجاب له ګورنرانو سره رابطې کړې دي خو تر اوسه یې د انتخاباتو نېټو په اړه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

اخوا کمېشن ولسمشر علوي ته په خپل لیک کې ویلي دي چې د لاهور های کورټ د فبرورۍ ۱۰مې نېټې له امر سره سم یې د پنجاب له ګورنر سره رابطه وکړه خو هغه ورته په صوبه کې د انتخاباتو نېټه ور نه کړه، بلکې ورته یې وویل چې د های کورټ د امر پرضد درخواست دایروي.

کمېشن د فبرورۍ ۱۹مې په لیک کې ویلي دي چې د ولسمشر د دفتر درناوی کوي خو د انتخاباتو په اړه ورسره مشوره نه شي کولای ځکه چې هغه معامله په عدالت کې ده.

XS
SM
MD
LG