د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د فبرورۍ له ۲۲مې "د زندانونو ډکولو" بهیر پیلوي


د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان له وفاقي حکومته ژرترژره په ملک کې د عامو انتخاباتو غوښتنه کوي خو هغوی یې نه مني - پخوانی انځور.
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان له وفاقي حکومته ژرترژره په ملک کې د عامو انتخاباتو غوښتنه کوي خو هغوی یې نه مني - پخوانی انځور.

د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان وايي، د فبرورۍ له ۲۲مې د زندانونو ډکولو بهیر پیلوي.

عمران خان د فبرورۍ پر ۲۲مه پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه په یو بیان کې تور پورې کړی چې بنیادي بشري حقونه یې تر پښو لاندې کېږي او په هېواد کې ګراني هم ډېره زیاته شوې ده نو ځکه د وفاقي حکومت پرضد خپلې هلې ځلې ګړندۍ کوي.

په عین حال کې د پاکستان تحریک انصاف یو مخکښ فواد چودري د فبرورۍ پر ۲۱مه په لاهور کې خبري غونډې ته وويل چې د زندانونو ډکولو تحريک به له لاهوره پیلوي. "ټول ګوند د جېل ډکولو تحريک ته چمتو دی،‌ زموږ مشران هم په دې لړ کې ګرفتارۍ ورکولو ته چمتو دي. اسد عمر، شاه محمود قریشي او ټولو مشرانو ویلي چې له کارکنانو سره يوځای ګرفتارۍ ورکوي خو مشران وايي له يوې پرېکړه سره به مخکې ځو."

ده زیاته کړه چې د فبرورۍ پر ۲۲مه د تحریک انصاف په سلګونه غړي زندان ته د تګ لپاره ځانونه پولیسو ته سپاري.

پاکستان تحريک انصاف د دې تحريک په ترڅ کې له وفاقي حکومته ژرترژره په ملک کې د عامو انتخاباتو غوښتنه کوي.

خو وفاقي اتحادي حکومت وايي چې په هېواد کې به انتخابات له وخت سره سم د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر مياشت کې کوي.

وفاقي حکومت داراز وايي، په ملک کې د ټولو خلکو بشري حقونه خوندي دي او ګراني د عمران خان د واکمنۍ پر مهال د هغه د ناسمو پالیسیو له کبله زیاته شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG