د لاسرسي ځای

تازه خبر

افراسیاب خټک وايي د ورکو بلوڅانو کمېشن خپل رپورټ عدالت ته سپاري


د ورکو بلوڅانو خپلوانو په وروستیو کلونو کې د هغوی موندلو لپاره پراخې مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.
د ورکو بلوڅانو خپلوانو په وروستیو کلونو کې د هغوی موندلو لپاره پراخې مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.

د ورکو بلوڅانو په اړه د اسلام اباد های کورټ په امر جوړ کمېشن وايي، راتلونکې اوونۍ خپل پلټنیز او معلوماتي رپورټ عدالت ته وړاندې کوي.

دا خبره د کمېشن غړي او د قامي جمهوري غورځنګ یو مخکښ افراسیاب خټک د فبرورۍ پر ۱۸مه په کوټه کې مشال راډیو ته وکړه.

اسلام اباد های کورټ هغه کمېشن د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر په میاشت کې د بلوڅ زده کوونکو په غوښتنه جوړ کړی وو چې یوشمېر غونډې یې کړې دي.

د کمېشن مشري د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر سردار اختر مېنګل کوي چې د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۱۵مه یې په کوټه کې د ورکو بلوڅانو له کورنیو سره وليدل او معلومات يې ورڅخه غونډ کړل. د کمېشن په غړو کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړي، مدني فعالان او حکومتي لوړپوړي چارواکي هم شامل دي.

افراسیاب خټک وویل چې دوی د دې رپورټ لپاره په تېرو شاوخوا پینځو میاشتو کې د بلوڅ زده کوونکو تر څنګ د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره د مبارزه کوونکي سازمان (وایس فار بلوڅ مېسېنګ پرسنز) له مشرانو سره هم تفصیلي خبرې کړې دي.

د ده په خبره، اسلام اباد های کورټ کمېشن ته ذمه واري او واک ورکړی وو چې د ورکو بلوڅانو مسلې ته کتنه وکړي، په دې اړه تحقیق او څېړنې وکړي او عدالت ته خپلې سپارښتنې وړاندې وکړي.

افراسیاب خټک (له ښي لوري لومړی) د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د کمېشن له نورو غړو سره یوځای په کوټه کې د ورکو کسانو له خپلوانو سره ولیدل.
افراسیاب خټک (له ښي لوري لومړی) د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د کمېشن له نورو غړو سره یوځای په کوټه کې د ورکو کسانو له خپلوانو سره ولیدل.

افراسیاب خټک وویل، "موږ په دې هکله خپل کار مکمل کړی دی او په یو رپورټ کې به راتلونکې اوونۍ د اسلام اباد هايي کورټ ته خپلې سپارښتنې وړاندې کړو."

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۱۸مه په کوټه کې د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې هم د ورکو بلوڅانو پر مسله خبرې وشوې.

غونډې ته د اسمبلۍ غړې شکیلې دهوار وویل چې د بلوڅانو د ورکېدو عمل روان دی. "یوه ښځه چې د ندیم شهید کونډه ده، د [فبرورۍ پر ۱۷مه] شپې مهال ځواکونو له بچیو سره وړې ده. ماشومان یې تر تشدد وروسته د [فبرورۍ ۱۸مې] پر سهار پرېښي دي خو ماهل بلوڅه تر اوسه ورکه ده، هېڅ پته یې نه لګي."

تر دې مخکې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په یوه بیان کې ویلي ول چې د کوټې په سیټلایټ ټاون کې یې یوه "مشکوکه ځانمرګې بریدګره" نیولې ده او ورڅخه یې په حمله کې کارېدونکی "واسکټ" هم ترلاسه کړی دی.

سي ټي ډي ویلي دي چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس یې د جمعې او شنبې (خالي) ترمینځ شپې مهال پر کور چاپه واچوله او ښځو پولیسو هغه مېرمن ونیوله.

پولیسو د هغې ښځې نوم نه دی ورکړی خو په بیان کې یې ویلي دي چې د هغې پرضد یې مقدمه دایره کړې چې پکې د ترهګرۍ ضد قانون مادې هم شاملې دي.

پولیسو زیاته کړې چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې هغه ښځه د بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن فرنټ (بي اېل اېف) غړې ده خو هغې ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د بلوچستان اسمبلۍ غړې شکیلې دهوار په کوټه کې د هغې ښځې پر نیولو انتقاد وکړ او زیاته یې کړه چې اوس ښځې هم ورکېږي او ماشومان ځورول کېږي.

نوموړې دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د فبرورۍ پر ۱۴مه د ورکو بلوڅانو لپاره مبارزه کوونکی سازمان (وایس فار بلوڅ مېسېنګ پرسنز) په مشرۍ په کوټه کې د مظاهرې پر مهال د ټولو ورکو وګړو او په وروستیو کې د دوو نورو نیول شویو کسانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

دوی د کوټې د خبریالانو مرکز مخې ته په احتجاج کې تور پورې کړ چې "حکومتي وسلوالو" د فبرورۍ پر درېیمه له سریاب سیمې څخه یو سړیرحیم زهری او د هغه ښځه رشیده بي بي له ځان سره یوړل. د مظاهرې پر مهال رشیده بي بي خوشې شوې وه خو مېړه یې لا هم ورک دی.

تر مظاهرې یوه ورځ مخکې د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته ویلي ول چې د زهري او د رشیدې بي بي په اړه یې د کورنیو چارو له مرستیال سېکرټر او نورو اړونده ادارو سره رابطه وکړه خو هغوی د پېښې په اړه ناخبرتیا وښوده.

لانګو غونډې ته وویل چې د بلوچستان حکومت د ۲۰۲۲ز کال په پای کې د هغې صوبې د های کورټ په امر د ورکو کسانو په اړه یو پارلېماني کمېشن جوړ کړی دی چې پکې د مخالفه ګوندونو سیاستوالان هم شامل دي چې د ورکو کسانو د موندلو هڅې کوي.

ده دعوه وکړه چې په وروستیو میاشتو کې "ډېر کسان خوشې شوي او کورونو ته تللي" دي.

له دې پرته په ۲۰۱۱ز کال کې د پاکستان د هغه وخت حکومت د بلوڅانو په ګډون د ټولو ورکو کسانو د موندلو لپاره یو خپلواک کمېشن هم جوړ کړی وو.

هغه کمېشن د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر میاشت کې سپریم کورټ ته په وړاندې کړي خپل رپورټ کې ويلي ول چې ورسره په تېره څه د پاسه یوه لسیزه کې د ۹،۱۳۳ کسانو د ورکېدو قضیې ثبت شوې چې پکې یې له ۶،۰۰۰ څخه زیاتې قضیې فیصله کړې دي.

خو د ورکو بلوڅانو لپاره مبارزه کوونکی سازمان "وایس فار بلوچ مسینګ پرسنز" وايي، په لسګونه زره بلوڅان ورکو دي او تر اوسه یوازې ۸۵۰ خوشې شوي او کورونو ته ستانه شوي دي.

دوی تور پورې کوي‌ چې دا ټول خلک د پاکستان امنیتي او جاسوسي‌ ادارو تښتولي دي او وخت په وخت یې خراب کړل شوي‌ مړي غورځوي. خو د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې داسې تورونه ردوي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پروسږ کال د سېپټېمبر پر ۹مه نېټه هوډ ښوولی وو چې د ورکو کسانو د خوشې کولو او د هغوی د قضیو څېړلو ټولې ممکنې هڅې کوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG