د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اعلاوزیر د لادرکه خلکو د مسلې حلولو ژمنه کړې ده


د بلوچستان وزيراعلا عبدالقدوس بزنجو له پوځيانو سره ګوري (انځور له ارشيفه)
د بلوچستان وزيراعلا عبدالقدوس بزنجو له پوځيانو سره ګوري (انځور له ارشيفه)

د بلوچستان اعلاوزير ويلي، حکومت يې ژمن دی چې د ورکو بلوڅانو ستونزه په ترجيحي بنيادونو حل کړي.

د پاکستان سرکاری خبرې اژانس اې پي پي ليکلي چې عبدالقدوس بزنجو د نومبر پر ۱۶مه د ورکو بلوڅانو په اړه د پلټنو کمېشن له مشر اختر جان مېنګل او نورو غړو سره په لیدنه کې وويل چې د دې ستونزې په حلولو کې به له کمېشن سره پوره مرسته کوي.

د اسلام اباد های کورټ په حکم د جوړ شوي کمېشن غړو د نومبر پر ۱۵مه په کوټه کې د ورکو بلوڅانو له کورنيو سره وليدل او ورڅخه يې معلومات غونډ کړل.

تر هغې وروسته سردار اختر جان مېنګل رسنيو ته وويل چې له خلکو سره ويني او پر اساس به يې جوړ شوی رپورټ په اسلام اباد های کورټ کې جمع کوي.

کمېشن د اسلام اباد های کورټ په حکم د روان ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر په میاشت کې جوړ شوی وو چې تراوسه پورې يې اووه غونډې کړې دي.

بلوڅ ملتپاله ګوندونه، د بشري حقونو نړیوال سازمانونه، د ورکو بلوڅانو د کوروني غړي تور پورې کوي چې د پاکستان استخباراتی ادارې بلوڅان لادرکه کوي، خو حکومت او پوځ تل دا تورونه رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG