د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر اوسېدونکي وايي د بیاودانۍ او پرمختیايي چارو رفتار ورو دی


د غونډې ګډونوالو وویل د باړې ماشومان اوس هم په خیمو کې زده کړو ته مجبوره دي - پخوانی انځور.
د غونډې ګډونوالو وویل د باړې ماشومان اوس هم په خیمو کې زده کړو ته مجبوره دي - پخوانی انځور.

د خیبر ضلعې د بلدیاتي ادارې یوه چارواکي او ځايي فعالانو ویلي دي چې قبایلي سیمې څلور کاله مخکې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې، خو په هغو ضلعو کې د بیاودانۍ چارې لا هم نه دي بشپړې شوې.

دوی دا خبرې د اګست پر ۱۸مه په باړه جرګه هال (تالار) کې هغې غونډې ته وکړې چې د صوبايي حکومت او د ملګرو ملتونو د پرمختیايي چارو ادارې (یو اېن ډي پي) په مرسته جوړه شوې وه.

د یو اېن ډي پي یو ځايي چارواکي او د اګست ۱۸مې د غونډې کوربه ډاکتر اشرف علي مشال راډیو ته وویل، د ناستې موخه دا معلومول ول چې خلک د خپلو ستونزو د هواري لپاره حکومتي ادارو ته په څه ډول لاسرسی لري او همداراز، د "پرمختیایی کارونو پلانولو پر وخت ورسره څومره مشاورت کېږي."

ده وویل، د غونډې ګډونوالو "مایوسي څرګنده کړه" چې په خیبر پښتونخوا د ورګډېدو پر وخت ورسره "شوې وعدې پوره نه شوې."

د بلدیاتي ادارو د تحصیل چېرمین مفتي محمد کفیل وویل، په باړه کې په تېره څه باندې یوه نیمه لسیزه کې د ناامنیو پر مهال د خلکو کورونه وران شوي خو یوشمېر کورنۍ داسې دي چې تر اوسه ورته حکومت تاوان نه دی ورکړی.

ده همداراز وویل چې په سیمه کې د انفراسټرکچر حالت هم ښه نه دی او د تعلیم او روغتیا مرکزونه هم بشپړ نه دي رغېدلي.

یوه ځايي فعال خلیل الرحمان اپرېدي وویل، په باړه کې په ځینو ځایونو کې "ماشومان تر اوسه په خیمو کې سبقونه وايي" او د ښوونځیو ودانۍ نه دي رغېدلې.

اخوا د یو اېن ډي پي چارواکي اشرف علي وویل، په قبایلي ضلعو کې پرمختیايي چارې روانې دي خو رفتار یې سست دی.

دی وايي، په ټولو قبایلي ضلعو کې دا ډول مشورتي غونډې کوي او له خلکو پوښتنه کوي چې څه ډول پرمختیايي کارونه غواړي.

د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت په بیا بیا ویلي دي چې په ټولو قبایلي ضلعو کې پرمختیايي او د بیارغونې چارو ته ژمن دی او په یوشمېر ضلعو کې یې پروژو ته دوام ورکړی دی.

د خیبر په تیرا او باړه کې په ۲۰۰۸ز کال کې د وسله والو ډلو پرضد پوځي عملیات پیل شوي ول چې په ۲۰۱۶ز کال کې پای ته ورسېدل.

د پاکستان حکومت په قبایلي سیمو کې د ناامنیو او پوځي عملیاتو پرمهال د ورانو شویو کورونو د بیاودانۍ لپاره خلکو ته د څلور، څلور لکه روپیو او د زیانمنو شویو کورونو د بیارغونې لپاره هر کس ته د یو لک او ۶۰،۰۰۰ روپیو د ورکولو وعده کړې او وايي، په دې لړ کې یې لسګونه زره کورنیو ته پیسې ورکړې دي. حکومت وايي، په دې لړ کې اوس هم په یوشمېر سیمو کې سروې روانې دي او خلکو ته تاوانونه ورکوي.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا حکومت په جون کې په پخوانیو قبایلي سیمو کې په چټکۍ د تعلیم، صحت او څښاک پاکو اوبو د پروژو عملي کولو پروګرام (ایکسلرېټډ اېمپلېمنټېشن پروګرام یا اې ای پي) دویم پړاو اعلان کړ.

د خیبر پښتونخوا د پلانونو او پرمختیا ادارې سېکرټر شاه محمود خان د جون پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، د دې پروګرام لومړۍ مرحله په درو کلونو کې سر ته ورسېده.

همداراز، د خیبر پښتونخوا د خزانې وزیر تیمور سلیم جګړا د روان کال په مې میاشت کې ویلي ول چې د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال پر مهال یې په قبایلي سیمو کې ۳۷ اربه روپۍ پر پرمختیايي چارو لګولې دي. صوبايي حکومت وايي، په ۲۰۲۲-۲۳ مالي کال کې یې هم د قبایلي سیمو پرمختیايي چارو لپاره اربونه روپۍ بېلې کړې دي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۱۸ز کال د مې اخري اوونۍ کې په ايين کې تر ۲۵م بدلون وروسته د وفاق تر واک لاندې قبایلي سیمې (فاټا) په خیبر پښتونخوا صوبه ورګډې کړې. د انضمام پر وخت حکومت ويلي ول چې پر دغو سيمو به د ۱۰ کلونو لپاره هر کال ۱۰۰ اربه روپۍ لګوي خو د قبايلو په وينا، دغه ژمنه لاهم نه ده عملي شوې.

XS
SM
MD
LG