د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې کډوال: تر ستنېدو وروسته هم کورونه ویجاړ دي


د باړې ستانه شویو کډوالو ستونزې
د باړې ستانه شویو کډوالو ستونزې

د خېبر قبایلي ضلعې د باړې تحصیل وګړي وایي چې باړې ته یې د ستنېدو شاوخوا دوه کاله پوره شول خو په ورځيني ژوند کې یې بدلون نه دې راغلې او لا هم له ستونزو سره مخامخ دي.

دوی وایي،باید سرکاري چارواکي دې ورته پام وکړي او هلته چې په دې تیر وخت کې لوړ پوړو چارواکو کوم پرمختایي کارونه اعلان کړي په هغې دې عملي کار پيل کړي.

د باړې حامد نعیم اپریدی په باړه کې خلکو ته ورپېښو ستونزو په اړه مشال راډیو ته وایي، "بجلۍ مو نشته، ډوګرې روغتون کې ډاکټران او عمله نشته، د اوبو نشتوالي له امله مو فصلونه وچ شول، سرکونه مو خراب دي پوځي عملیاتو له امله ډېر متاثره شوي یو."

د باړې یو ځوان سلمان اپریدی وایي، "اوس هم زیاتره کلیو کې سکولونه ویجاړ پراته دي ماشومان مو په خیمو کې سبق وایي، وران شوي سکولونه نور هم وران شول،د ګورنر ماډل سکول وعده هم پوره نه شوه، د جګړو په وخت مو ډېر خلک مړه او ژوبل شوي اکثره ته پکې معاوضه نه ده ملاو شوې."

عمران اپریدی وایي،" ځایي ولس او سوداګر تر اوسه په باړه بازار کې کاروبار پیل کولو ته زړه نه ښه کوي او تر اوسه یي بازار په مکمله توګه نه دې آباد شوې، ما په خپله اراده کړې وه چې هلته به کاروبار شورو کوم خو حالات راته سم ښکاره نه شول،په چیک پوسټونه مو اوس هم امنیتي سرتېري تنګوي."

د خېبر انتظامي چارواکي وایي په باړه کې شا وخوا دوه کاله وړاندې د وسله والو پرضد پوځي عملیات سره ته رسیدلي دي،امن پکې بحال شوې او ټول بې کوره شوي خلک ورته ستانه شوي دي،

د خیبر د بیا بحالې مرکز چارواکي وایي د ویجاړو شوو کورونو بیا رغولو لپاره یی د یوې سروې نه وروسته په لسګونه خلکو ته د خپلو ویجاړو شوو کورونو د بیا رغولو لپاره مالي مرستې ورکړي دي او چې حکومت هلته کوم ځانګړې پرمختیایي پلان اعلان کړی په هغې کار روان دې او د دې په مکمل کېدو کې به وخت لګي.

XS
SM
MD
LG