د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې ولې اختلافات رامينځ ته شوي؟


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د ګوند پلويانو ته وينا کوي ــ پخوانی انځور
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د ګوند پلويانو ته وينا کوي ــ پخوانی انځور

په وروستيو کې په پښتون ملتپاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ کې خپلمنځي اختلافات تر هغه وروسته په ډاګه شول چې کله یې مشر محمود خان اڅکزي "د ګوند د ايين او ګوندي پرېکړو" د سرغړونې په تور د یوشمېر مخکښه سیاستوالانو او غړو ایستلو اعلان وکړ.

وروسته ګوښه شويو کسانو د نومبر پر ۲۳مه او ۲۴مه په کچلاغ (کچلاک) سيمه کې يوه غونډه وروبلله چې د ګوند د "مرکزي کمېټۍ" نوم يې ورکړ. هلته د هغو "ايستل شويو" مشرانو په ګډون ځينو نورو غړو د ګوند د مشر پرېکړه "ناسمه" وبلله او لیرې کړیو کسانو د غړيتوب د بحالۍ اعلان يې وکړ.

تر هغې وروسته د نومبر پر ۲۶مه د ګوند مشر محمود خان اڅکزي په کوټه کې د يوې خبري غونډې پر مهال له ګونده د هغو ټولو کسانو د ايستلو اعلان وکړ چې د "کچلاغ په غونډه" کې يې ګډون کړی وو. نوموړي هغه مهال وويل چې دا پرېکړه یې د هغه په مشرۍ کې د ګوند د مرکزي اجرايوي کمېټۍ په غونډه کې کړې ده.

د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ غړی او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي د مخالفې ډلې يو مخکښ نصرالله زیری وايي، له ګونده د ده په شمول هغه مشران ایستل شوي چې د مشر په بیانیه کې يې د بدلون مخالفت کاوه.

نوموړي د نومبر پر ۲۸ مه له مشال راډیو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې د ګوند مشر محمود خان اڅکزي به مخکې طالبانو ته د "پاکستاني پوځ پیداوار" ویل خو پر افغانستان یې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته خپل دريځ بدل کړ. "د اکتوبر پر اوومه په کوټه کې د جمهوريت د شهيدانو جلسه وه. په هغه کې محترم چېرمېن صاحب [محمود خان اڅکزی] وايي چې له [تحریک طالبان پاکستان یعنې] ټي ټي پ سره ښکر مه بندوئ، او په افغانستان کې يې د طالبانو په هکله وویل چې دا په دغه هېواد کې د پښتنو یو محرکه قوت دی."

محمود خان اڅکزي په ياده جلسه کې د پښتنو پر خاوره اوږدو جنګونو او ناامنيو ته په اشارې ویلي ول چې پښتانه د نورو جنګونو توان نه لري او نوموړی به پښتانه له "بدۍ" خلاصوي. په همدې تناظر کې نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړې وه چې که چا "په خښم (غصه) کړ" نو ځان ته به "د طالبانو وزيرخارجه " هم ووايي.

د اڅکزي پلويان د نوموړي دې ټکي ته پر پښتنه خاوره د امن او سولې لپاره د هغه د "سپېڅلي نيت" نوم ورکوي او د خپل مشر په حواله ادعا کوي چې که په افغانستان کې بل جنګ پیل شو نو هغه به د هغه هېواد د "ماتېدو" سبب شي، خو په ګوند کې د اڅکزي مخالفين د هغه دې دريځ ته د ګوند له تګلارې د اوښتو نوم ورکوي.

اڅکزي په بېلابېلو جلسو کې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت په وار وار غږ کړی چې ملي بيرغ او ملي عنعنه [جرګه] دې له پامه نه غورځوي او په هغه هېواد کې دې د ټولو ولسونو يوه لويه جرګه ور وبلي او د هغې په خوښه دې حکومتي چارې پرمخ بوځي، خو په ګوند کې د اڅکزي مخالفه ډله وايي چې مشر يې بايد د پخوا په څېر په "واز کومي" د طالبانو "مخالفت" وکړي ځکه چې هغوی يې "ترهګر" بولي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سینییر ډېپټي چېرمېن عبدالرحیم زیارتوال هم د محمود خان اڅکزي د دريځ دفاع کوي او وايي چې د اڅکزي په مشرۍ پښتونخوا ملي عوامي ګوند خپل ستراتيژيک هدف نه دی بدل کړی.

نوموړي د نومبر پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې په سیاسي مبارزه کې هدف ته د رسېدلو تدابیر له حالاتو سره بدلېږي. "په سیاست کې خلک د وخت او زمان له لحاظه مختلف تدبیرونه خپلوي. البته له ستراتيژيک هدف څخه اوښتل په سیاست کې صحيح نه وي، بلکې غلط وي. پاتې شو تدبیري بدلون، نو زه یو تدبیر کوم، ته بل، او بل سړی بل تدبير کوي. موږ دا حق لرو چې کله یو منزل ته روان یو، نو هغه ته د رسېدلو لپاره د هوسايۍ او د ستړیا د لارو په اړه خبرې وکړو."

زیاتوال زياته کړه چې په دې اړه به "تفصيلي مجلس" د ګوند مشر محمود خان اڅکزی په کوټه کې د ډېسېمبر پر دويمه د ګوند د بنسټګر عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۹م تلين جلسې ته په وينا کې وکړي.

په کوټه کې خبریال او شنونکی جلال نورزی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خپلمینځي اختلافاتو په اړه وايي چې دا لانجه یوازې د افغانستان او پاکستان د طالبانو تر موضوع محدوده نه ده بلکې له ګونده ګوښه شویو مشرانو له ډېر وخت راهیسې د تګلارو مخالفت کاوه چې په نتیجه کې یې د دې ګوند مشرتابه له مشکلاتو سره مخامخ وو.

نورزی وايي، کله چې د ۲۰۱۳ز کال په انتخاباتو کې په بلوچستان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او مسلم لیګ (ن) اېتلافي حکومت وو، نو اڅکزی په وفاق کې د نواز شریف او د هغه د ګوند ملاتړی وو خو د نورزي په خبره، له پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه ایستل شویو مشرانو به د مسلم ليګ (ن) ګوند مخالفت کاوه او د "پنجابي استعمار" او "د پنجاب د بالادستۍ" په اړه به یې بیانونه جاري کول.

د نوموړي په وينا، "بلخوا محمود خان اڅکزی په دې حواله دا نیوکه کوي چې موږ په [(پاکستان جمهوري غورځنګ یا] پي ډي اېم کې یو، خو زموږ د ګوند ځينې خلک په پي ډي اېم کې پر شامل یو بل ګوند، جمیعت علمای اسلام (ف) باندې تنقیدونه کوي."

محمود خان اڅکزي دا هم ويلي چې هغه له نواز شريف سره په پاکستان کې د جمهوريت د پياوړتيا او د ايين او پارلېمان د سرلوړۍ لپاره ملګری شوی او په پاکستان جمهوري غورځنګ کې يې هم د همدې هدف لپاره ګډون کړی خو د ګوند مخالفه ډله د هغه له دريځ سره اختلاف لري.

جلال نورزی زیاتوي چې ټول سیاسي ګوندونه وخت په وخت له دغه ډول سختو وختونو او پرېکړو سره مخامخېږي خو نوموړی په عين حال کې هیله څرګندوي چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند به هم له دې مشکلاتو په وتلو کې "بریالی" شي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG