د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا ملي عوامي ګوند عمومي سېکرټر او ځینې نور مشران ګوښه کړي دي


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لرې کړل شوی مرکزي جنرل سیکرټري مختار خان یوسفزی. (عکس له ارشیفه)
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لرې کړل شوی مرکزي جنرل سیکرټري مختار خان یوسفزی. (عکس له ارشیفه)

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي جنرل سېکرټر په ګډون د خیبر پښتونخوا او بلوچستان یوشمېر مخکښه سیاستوالان له ګونده اېستلي دي.

د نومبر پر ۱۹مه په کوټه کې د ګوند له مرکزي دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي چې د ګوند مرکزي عمومي سېکرټر مختار خان یوسفزی، د خیبر پښتونخوا صوبايي مشر خورشید علي خان، سینیر نایب صدر حیدر خان مومند، صوبايي ډپټي سېکرټر عمر علي یوسفزی، ډپټي سېکرټر اشرف علي هوتي او ډپټي سېکرټر احمد شاه خان له ګونده اېستل شوي دي.

د ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په لاسلیک شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې هغو ټولو کسانو د ګوند د مرکزي کانګرې په نوم د غونډې له پرېکړو سرغړونه کړې ده چې د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر ۲۸مه او ۲۹مه نېټه په کوټه کې ترسره شوې وه.

خبرپاڼه لیکي چې په هغو پرېکړو کې راغلي ول چې "د ټولنیزو رسنیو پر کارولو به بشپړ بندیز وي، په بنو کې به قامي جرګه کېږي، د ګوند د کانګرې لپاره به د ابتدايي، علاقايي او ضلعي یونټونو کانفرنسونه کېږي."

خبرپاڼه زیاتوي چې هغو کسانو نه یوازې د پرېکړو سرغړونه کړې بلکې د ګوند په ایین کې د واک له ورکړل شوي چوکاټه وتلي نو ځکه له ګوند څخه اېستل شوي دي.

په خبرپاڼه کې څرګند لیکل شوي دي چې هغه کسان د ۲۰۲۲ز کال د نومبر له ۱۹مې څخه له پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره هېڅ تعلق نه لري.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مرکزي مرستیال مشر عبدالرحیم زیارتوال د نومبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې "د ګوند دریځ په خبرپاڼه کې څرګند دی او دی نور په دې اړه هېڅ هم ویل نه غواړي."

خو ګوښه شوي سیاستوال خورشید علي خان، چې د خورشید کاکاجي په نوم مشهور دی، د نومبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې د دوی د اېستلو لپاره پورته شوی ګام د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ایین کې نه شته او دوی یې غندي.

خورشید علي خان زیاته کړه دی او نور "ملګري د ګوند غړي دي او د خپل ګوند د ایین په چوکاټ کې دننه احتجاج هم کوي."

پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر دې وړاندې په ورته توګه د ګوند مرکزي ویاند رضا محمد رضا او مرکزي سېکرټر عبېدالله بابت هم اېستلي ول. ګوند هغه مهال په بیان کې ویلي ول چې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ غړي به له اېستل شویو کسانو سره هېڅ ډول سیاسي اړیکې نه پالي.

په پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې د اختلافاتو تر څرګندېدو وروسته په ځانګړې توګه پر ټولنیزو رسنیو د ګوند د غړو ترمینځ پر بحران تاوده بحثونه روان دي.

د ګوند ګوښه شوي جنرل سېکرټر مختار خان یوسفزي تر تازه پرېکړې مخکې اعلان کړی وو چې د نومبر پر ۲۳مه به په کوټه کې د ګوند د مرکزي کمېټۍ غونډه کوي.

خو د ګوند مرستیال مشر عبدالرحیم زیارتوال د نومبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې دا وخت د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي کمېټۍ له سره وجود نه لري.

د ده په وینا، د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر ۲۸مه او ۲۹مه نېټه په شوې کانګره کې مرکزي کمېټۍ ړنګه شوې وه او بله لا تر اوسه نه ده ټاکل شوې.

XS
SM
MD
LG