د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ډي اېم مبارزه د ایین او پارلېمان د سرلوړۍ لپاره ده: مولانا فضل الرحمن


په لورلايي کې د پاکستان ډموکراټیک مومنټ جلسه: ۲۰۲۱، ۱۳ جنوري

د پاکستان ډیموکراټیک مومنټ مشرمولانا فضل الرحمان ویلي دي چې د پي ډي اېم په موجودګۍ کې به د تحریک انصاف لپاره په ملک کې حکومت کول اسان کار نه وي ځکه چې د دوی جنګ په ملک کې د جمهوریت او پارلیمان د بالادستي لپاره او د ایین د سرلوړي لپاره دی.

نوموړي دا خبره د جنورۍ پر ۱۳مه د بلوچستان په لورلایي کې یوې لویې ولسي غونډې ته په خپله وینا کې کوله.

د پي ډي اېم مشر وویل چې عمران خان به هرومرو اقتدار پرېږدي او ځي به خو ولس به دا پرېکړه کېږي چې په دې کې ملک به د پاکستان ولس حکومت کوي او که د پاکستان ادارې. دی زیاتوي چې تحریک به د روانې جنورۍ میاشتې پر ۱۹مه نېټه په اسلام اباد کې پاکستان الېکشن کمېشن مخې ته احتجاج کوي.

یاده دې وي چې دا احتجاج د هغه بهرنیو چندو (پیسې) خلاف دی چې د وزیر اعظم عمران خان ګوند پاکستان تحریک انصاف ته له بهرنیو هېوادونو وراستول شوې وې.

د لورلايي ولس ته په خپله وینا کېمولانا فضل الرحمن وویل، مسلې سنجیده دي، دومره اسانې نه دي. دا جنګ د پاکستان نظام کې د اصلاح راوستولو لپاره دی او که دا اصلاح نه راغله نو په دې ملک کښې به یو لوی توپان راپورته شي.

مولانا فضل الرحمن په خپله وینا کې ادعا وکړه، چې پوځ د قبایلي سیمو، بلوچستان، سیند او د پنجاب دې سرایکي سیمو پر معدنیاتو (ګیس، کویله) قبضې کوي او په هغه کې اول خپله برخه کره کوي. او ولس به له دوی څخه خپل حق په فقر غواړي، نو پر دې حوالې سره تبدیلي پکار ده، د ده په وینا پر دې معدنیاتو د اتلسم ترمیم له مخې د صوبو حق دی. د صوبو د ولس ملکیت دی. او موږ بیرته خپل حق مرکز ته په ورکولو تیار نه یو. ایین دا وايي چې کومه برخه د صوبو ده په هغه کې اضافه کېدای شي خو کمی نه شي پکې کېدلای.

په لورلايي کې د پاکستان دموکراټیک مومنټ د جلسې پر سټېج ناست ښي لاس ته د مسلم لیګ ن مرستیال مشر سردار یعقوب خان ناصر، د پي ډی اېم مشر مولانا فضل الرحمان، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی او د عوامي نیشنل پارټۍ صوبايي مشر اصغر خان اڅکزی
په لورلايي کې د پاکستان دموکراټیک مومنټ د جلسې پر سټېج ناست ښي لاس ته د مسلم لیګ ن مرستیال مشر سردار یعقوب خان ناصر، د پي ډی اېم مشر مولانا فضل الرحمان، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی او د عوامي نیشنل پارټۍ صوبايي مشر اصغر خان اڅکزی

پردې مهال په خپله وینا کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي چې دا وخت پاکستان په جهاني کچه هېڅ دوست هېواد نه لري، له خارجي پلوه تنها دی. هېڅوک د پاکستان خبرې ته اهمیت نه ورکوی.

د ده په وینا په پي ډي اېم کې شامل ګوندونه د دې لپاره رایوځای شوي دي چې له نوې سره د یوه جمهوري پاکستان بنیاد کښېږدي. د نوموړي وینا وه، د پاکستان په ایین کې د پوځ لپاره حلف دا دی چې دوی به د ملک په سیاست کې کار نه لري. اوس چې پوځیان حلف نه مني، نو بیا به وزیر اعظم، چیف جسټس او وزیران دا حلف څنګه مني؟

اڅکزي دا هم وویل چې اوس به ولس دا پرېکړه هم کوي چې دا ملک د پوځ لپاره یا پوځ د دې ملک لپاره دی. که پوځ وايي چې دوی د ملک لپاره دي نو بیا به د نړۍ د نورو هېوادونو د پوځونو غوندې د پاکستان پوځ په سیاست او جمهوریت کې لاسوهنه نه کوي او د پارلېمان بالا دستي به مني.

نوموړي په خپله وینا کې وویل، چې پښتون ژغورنه غورځنګ د پښتون وطن یو قامي تحریک دی، او پي ټي اېم د پاکستان تر ایین لاندې جلسې کوي، دا اختیار په دې ملک کې زموږ اقلیتونو ته حاصل دی، د دې ملک هندو او عیسايي حق لري چې جلسه وکړي. پي ټي اېم هم یوازې جلسې کړي دي، ټکان یا ډزې نه دي کړي، مړي یې نه دي کړي، پاکستان ته یې بد نه دي ویلي، پر علي وزیر باندې د ترهګرۍ مقدمه کښل شوې ده. علي وزیر نه پاکستان ته بد ویلي نه یې وسله راخیستې نو پر علي وزیر، نورالله ترین او نورو ملګرو باندې لګېدلو مقدمو خلاف که پي ټي اېم جلسې کوي، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ورسره ملګرې ده.

اڅکزي په خپله وینا کې وویل، چې جمعیت علمای اسلام، عوامي نیشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او ټول پښتون ولس به سره یوموټی کېږي چې په افغانستان کې جنګ ختم کړي او په افغانستان کې به لاسوهنه بندېږي.

د اپوزېشن پر دغه ډول بیانونو وفاقي حکومت بیا بیا ویلي چې د پي ډي اېم زیاتره ګوندونه د ۲۰۱۸ز کال په عامو انتخاباتو کې ولس رد کړي دي او د خپلو مشرانو د درغلیو پټولو او پر حکومت د فشار اچولو لپاره راوتلي دي.

د پاکستان پوځ هم د اپوزيشن ګوندونو تورونه ردوي او وايي چې سياسي مشران دې په خپلو سياسي چارو کې پوځ نه ښکېلوي او نه دې ورباندې تورونه لګوي. په دې اړه د ای اېس پي ار ویاند جنرل بابر افتخار د جنورۍ پر ۱۱مه یوځل بیا ویلي ول چې پوځ د ملک یوه ذیلي اداره ده او له حکومت سره ولاړه وي.

XS
SM
MD
LG