د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی: که افغانستان تقسیم شو نو پاکستان به هم وېشل کېږي


محمود خان اڅکزي په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت هم غږ وکړ چې نړۍ ته دا باور ورکړي‌ چې ګواکې دوی د نړۍ د یوه مذهب هم مخالف نه دي. 
محمود خان اڅکزي په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت هم غږ وکړ چې نړۍ ته دا باور ورکړي‌ چې ګواکې دوی د نړۍ د یوه مذهب هم مخالف نه دي. 

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي چې که د چا هم دا خیال وي چې افغانستان به په یوه نامه یا بل نامه وېشل کېږي نو بیا به د ده په وینا، پاکستان او ایران هم وېشل کېږي.

محمود خان اڅکزي دا څرګندونې د مې پر شپږمه په پښین کې د خپل ګوند د اختر روایتي جلسې ته په وینا کې کړې دي.

د پښتونخوا ملي عوامي‌ ګوند د جلسې یوه څنډه
د پښتونخوا ملي عوامي‌ ګوند د جلسې یوه څنډه

محمود خان اڅکزي ویلي، "که په پاکستان یا بل ځای کې د چا دا خیال وي چې د القاعده یا داعش په نامه به جنګ جوړېږي او په نتیجه کې به یې لراوبر افغان په وینو لمبول کېږي او خدای مکړه افغانستان به په شمالي او جنوب تقسیمېږي نو که افغانستان تقسیم شو پاکستان به خامخا تقسیمېږي ایران به خامخا تقسیمېږي."

ده وویل پاکستان به په دې ځان پوهوي‌ چې پاکستان، ایران او هند ټول داسې ملکونه دي چې بېلا بېل قامونه پکې ژوند کوي.

نوموړي د خپل ګوند پر پلویانو غږ وکړ چې د ده په وینا، داسې بدې ورځې ته تیاري وکړي‌ او خپل صفونه برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شوي وو خو لا هم په نړۍ کې یوه هیواد هم په رسمیت نه دي پېږندلي.

محمود خان اڅکزي په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت هم غږ وکړ چې نړۍ ته دا باور ورکړي‌ چې ګواکې دوی د نړۍ د یوه مذهب هم مخالف نه دي.

نوموړي زیاته کړه، "زه ملا برادر صاحب ته وایم، زه د ملا محمد عمر صاحب بچي‌ ته وایم، زه د ګونتناموبې زندان بندي شوو طالبانو ته وایم چې عزیزانو مهرباني وکړی، د نړۍ ټولې خطرناکې سترګې زموږ پر وطن دي او د دې مخه نیول په کار ده."

محمود خان اڅکزي وویل چې طالبانو ته په کار ده چې زر تر زره په ټول افغانستان کې د نجونو سکولونه خلاص کړي.

محمود خان اڅکزي یو ځل بیا هغه خبره تکرار کړه چې پاکستان به نړۍ، دوی او افغانستان ته دا ضمانت ورکوي چې په افغانستان کې به ګوتې نه وهي.

ده وویل، پاکستان باید له هند سره د خپلو پولو په څېر له افغانستان سره هم پولې نرمې کړي، تجارت او د خلکو تګ راتګ ته اسانه لاره جوړه کړي.

محمود خان اڅکزي د دې خبرې غندنه هم وکړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ او د جنوبي وزیرستان د ولس پارلماني استازی علي وزیر لا هم ولې نه دی خوشی شوی.

علي وزیر د ۲۰۲۰م کال د ډېسمبر له ۱۶مې په دې تور د کراچۍ په زندان کې بندي دی چې ګواکې د ریاست ضد یې وینا کړې ده خو هغه دا تور نه مني.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان پر روانو سیاسي‌ حالاتو هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د ده په وینا، د ملک د پاته کېدو او پرمختګ یوازېنۍ لاره دا ده چې رښتونی جمهوریت وي.

ده وویل، داسې ښکاري چې اوس د دوی هغه خبره منل شوې ده چې د پاکستان په سیاست کې به پوځ او جاسوسي ادارې ګوتې نه وهي.

ده وویل، "په زړه به یې خدای خبر وي خو د پوځ استازي ای ایس پي ار ویلي چې موږ په هغه چوکاټ کې اوسو چې په ایین کې راته ټاکل شوی دی."

په کراچۍ کې بلوچ ځانمرګې بریدګره څوک وه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:17 0:00

محمود خان اڅکزي دا هم وویل چې د بلوچستان د مسلو حل په دې کې دی چې بلوڅ او پښتون یو بل ته لاس ورکړي‌ او په شریکه پرامنه سیاسي مبارزه وکړي.

ده وویل، " نه بدۍ ته ضرورت شته، نه چاودنو ته ضرورت شته، نه جنګ ته ضرورت شته، چې موږ یو بل ته لاس ورکړو، سره کښېنو نو بیا هیڅوک له موږ بلوچستان نشي وړلای."

خو د ده په وینا، د دې لپاره شرط دا دی چې بلوڅ به په بلوچستان کې د پښتانه برابر مني.

پښتونخوا ملي‌ عوامي‌ دریځ لري چې تر څو په پاکستان کې د مېشتو پښتنو یوه صوبه رامنځ ته کېږي تر هغه وخته به په بلوچستان صوبه کې پښتون او بلوڅ په هرڅه کې برابر شریک وي.

محمود خان اڅکزي په خپل ګوند کې اختلافاتو ته په اشاره وویل، "ګوند د خوښې کار دی، که دې نه وي خوښه نو نور ګوندونه هم شته، خو یو د بل پښې به نه راکشوو."

محمود خان اڅکزي د خیبر پښتونخوا په بنو کې د ترسره کړې پښتون قامي جرګې په اړه وویل چې دوی لګیا دي چې د هغې جرګې پرېکړې عملي کړي.

د ۲۰۲۲م کال د مارچ پر ۱۱، ۱۲ او ۱۳مه شوې هغه جرګه کې د نورو تر څنګ دا پرېکړه هم شوې وه چې د ټول قام د استازو یو کمېټۍ به جوړوي‌ چې د پښتانه پر حالاتو نظر وساتي او په شریکه پرېکړې وکړي.

XS
SM
MD
LG