د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی: له ګونده د ځينو مشرانو او غړيو ايستلو پرېکړه سخته خو اړينه وه


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۲۶مه په کوټه کې خبري غونډې ته وينا کوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۲۶مه په کوټه کې خبري غونډې ته وينا کوي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو شمېر مخکښ مشران او غړي له ګونده ایستلي او پر ځای یې ځینې نور کسان ګومارلي دي.

نن (د نومبر پر ۲۶ مه) په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په مشرۍ د ګوند د مرکزي اجرايوي کمېټۍ په غونډه کې دغه پرېکړه شوې.

له غونډې وروسته د ګوند لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سيند او بلوچستان صوبو اجرايوي کمېټيو د هغو غړو د ګوند غړيتوب یې ختم کړی چې له ګونده د ايستل شوي عمومي منشي مختار خان يوسفزي پر بلنه يې په کچلاغ کې وربلل شوې غونډه کې ګډون کړی وو.

که څه هم د دې راپور تر خپرولو له ياد ګونده د نويو ايستل شويو غړيو غبرګون لا مخې ته نه دی راغلی خو تر دې وړاندې ايستل شويو غړيو د ګوند د مشر پرېکړه "غيراييني" بللې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د نومبر پر ۲۳مه او ۲۴مه شوې د مرکزي کمېټۍ دغه غونډه "غيراييني" وه ځکه چې مختار خان يوسفزی تر دې مخکې د نومبر پر ۱۹مه له ګونده ايستل شوی وو.

محمود خان اڅکزي د نومبر پر ۲۶مه، په کوټه کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د ګوند د منشور مطابق عمومي منشي (جنرل سېکرټري) هغه وخت د مرکزي کمېټۍ غونډه وربللی شي چې د ګوند مشر سپارښتنه ورته وکړي، او د هغه په وينا پر خپل سر دا کار نه شي کولی.

اڅکزي وړاندې وویل دوی (مخالفو غړو) چې د مرکزي کمېټۍ د غړيو کومه شمېره ښوولې، هغه ۱۶۳ ده، په هغو کې ۲۰ یې وفات شوي او په پاتې هغو کې باید له ۶۰ زیات کسان د مرکزي کمېټۍ په غونډه کې موجود وای، کوم چې نه ول موجود. "په غونډه کې ۳۸ یا ۳۹ کسان موجود ول، هغوی ټول زما ښه دوستان دي. ما فکر نه کاوه چې دوی به دومره کمزوري وي."

د محمود خان اڅکزي له خوا د یاد ګوند د مرکزي کمېټۍ د ایستل شویو غړيو شمېره ۳۹ ده چې مختار خان یوسفزی، رضا محمد رضا او عبید الله بابت پکې وار له مخه ایستل شوي ول. په نویو ایستل شویو غړيو کې محمد عیسا روښان، یوسف خان کاکړ او نصرالله خان زېری هم شامل دي.

د محمود خان اڅکزي په مشرۍ مرکزي اجرايوي کمېټۍ د خيبرپښتونخوا صوبايي اجرايوي کمېټه هم تحليل کړې او د نوي انتظامي کمېټۍ جوړولو اعلان يې کړی دی او د هغوی د غړيو لېسټ يې هم خپور کړی دی.

خبري غونډې ته د وينا پر مهال اڅکزي زياته کړه چې د ګوند د هغو ټولو مشرانو او غړيو بنيادي غړيتوب يې ختم کړی چې د کچلاغ په غونډه کې يې ګډون کړی وو، خو کله چې له نوموړي د ګوند د وژل شوي غړي او پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ د زوی خوشحال خان کاکړ د غړيتوب په اړه وپوښتل شول نو اڅکزي وويل چې خوشحال خان تر دا مهاله د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی دی او پر خپله چوکۍ به هم کار کوي.

خوشحال خان کاکړ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو سيکرتر دی. محمود خان اڅکزي په خپلو څرګندونو کې وویل، پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ د ګوند لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې وې او د هغه نېږدې ملګری هم وو، نو په همدې خاطر خوشحال خان کاکړ له ګونده نه ليرې کوي.

نوموړي دا هم وویل چې ځینې پرېکړې ډېرې سختې وي خو د ګوند د بقا لپاره یې کول اړین وي. اڅکزي زیاته کړه، د روان کال په جنورۍ میاشت کې د هغوی د ګوند په کانګره کې پرېکړه شوې وه چې پر ټولنیزو رسنیو به د پارټۍ د پالیسۍ بیان نه ورکول کېږي خو له بده مرغه د ګوند پخواني عمومي منشي مختار خان یوسفزي پر دې خبره عمل نه کاوه او په پرله پسې ډول یې پر سوشل میډیا بیانونه ورکول، تر دې چې د نومبر د ۲۳مې په غونډه کې نوموړي ته بلنه هم د سوشل میډیا له لارې ورکړل شوې وه.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ايستل شوي عمومي منشي مختار خان يوسفزي لومړی په کوټه او بيا وروسته په کچلاغ کې د ګوند د "مرکزي کمېټۍ" د غونډې اعلان تر هغه وروسته کړی وو چې د ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اطلاعاتو مرکزي سېکرتر رضا محمد رضا او مرکزي سېکرتر عبيدالله بابت وايستل.

ګوند هغه مهال په بیان کې ویلي ول چې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ غړي به له ايستل شویو کسانو سره هېڅ ډول سیاسي اړیکې نه پالي.

وروسته د نومبر پر ۱۹مه په کوټه کې د ګوند له مرکزي دفتره په خپور شوي بیان کې راغلل چې د ګوند مرکزي عمومي منشي مختار خان یوسفزی، د خیبر پښتونخوا صوبايي مشر خورشید علي خان، سینیر نایب صدر حیدر خان مومند، صوبايي ډپټي سېکرتر عمر علي یوسفزی، ډپټي سېکرتر اشرف علي هوتي او ډپټي سېکرتر احمد شاه خان له ګونده ايستل شوي دي.

د ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په لاسلیک شوې خبرپاڼه کې ویل شوي ول چې هغو ټولو کسانو د ګوند د مرکزي کانګرې په نوم د غونډې له پرېکړو سرغړونه کړې ده چې د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر ۲۸مه او ۲۹مه نېټه په کوټه کې ترسره شوې وه.

خبرپاڼه لیکي چې په هغو پرېکړو کې راغلي ول چې "د ټولنیزو رسنیو پر کارولو به بشپړ بندیز وي، په بنو کې به قامي جرګه کېږي، د ګوند د کانګرې لپاره به د ابتدايي، علاقايي او ضلعي یونټونو کانفرنسونه کېږي."

خبرپاڼه زیاتوي چې هغو کسانو نه یوازې د پرېکړو سرغړونه کړې بلکې د ګوند په ایین کې د واک له ورکړل شوي چوکاټه وتلي نو ځکه له ګوند څخه ايستل شوي دي.

په خبرپاڼه کې څرګند لیکل شوي دي چې هغه کسان د ۲۰۲۲ز کال د نومبر له ۱۹مې څخه له پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره هېڅ تعلق نه لري.

خو د نومبر پر ۲۳مه او ۲۴مه په کچلاغ کې له ګونده د ايستل شويو مشرانو تر انتظام لاندې په "مرکزي کمېټۍ" غونډه کې د ټولو هغو کسانو غړيتوب بحال کړ چې د ګوند مشر ايستلي ول.

د ياد ګوند يو ايستل شوي مخکښ عمر علي يوسفزي د نومبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته ادعا وکړه چې په هغه غونډه کې د مرکزي کمېټې تر ۷۰ زیات غړي موجود ول.

په همهغه ورځ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي سېکرټري او په بلوچستان اسمبلۍ کې د ګوند يواځيني غړي نصر الله خان زیري د کچلاغ په غونډه کې تر ګډون وروسته مشال راډيو ته ويلي ول چې هغوی به له همدې ګوند او بيرغ سره خپله "مبارزه" پرمخ وړي.

نوموړي زياته کړې وه چې "د ډېسېمبر پر ۲۷مه او ۲۸مه نېټه به په کوټه کې د پارټۍ ملي کانګره کېږي په کوم کې چې به د پارټۍ مشر او نور عهده داران ټاکل کېږي."

خو کله چې په نننۍ خبري غونډه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي څخه د کانګرې په اړه پوښتنه وشوه نو هغه په ځواب کې وویل چې په دې اړه به نورې خبرې به د ډېسېمبر پر دویمه نېټه په کوټه کې د عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۹م تلین غونډې پر مهال کوي.

XS
SM
MD
LG