د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران کې د مهسا اميني د مړینې ضد مظاهرو زور اخيستی


د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر څلورمه د پوهنتونونو او ښوونځيو زده کوونکو هم په مظاهرو کې ګډون وکړ.
د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر څلورمه د پوهنتونونو او ښوونځيو زده کوونکو هم په مظاهرو کې ګډون وکړ.

په ایران کې د پولیسو په تحویل کې د یوې ښځې له مړینې راهیسې حکومت ضد مظاهرې پر ۱۷مه ورځ هم روانې وې.

د اکتوبر پر څلورمه د پوهنتونونو او ښوونځيو زده کوونکو هم په هغو مظاهرو کې ګډون وکړ چې د پولیسو په تحویل کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر مړینې وروسته پيل شوې وې.

پولیسو امیني د سېپټېمبر پر ۱۳مه د حجاب له قانون څخه د سرغړونې په تور نیولې وه، چې تر هغه درې ورځې وروسته مړه شوه.

پر ټولنيزو رسنيو په خپرو شویو ویډیوګانو کې د ایران په تهران، کرج، شیراز او اصفهان کې ناکراري ښکاري او هلته مظاهره چیان حکومت ضد نعرې وهي.

بل خوا د ايران ولسمشر ابراهیم ریيسي پر ولس د یووالي غږ کړی دی. نوموړي د اکتوبر پر څلورمه د پارلېمان غونډې ته په وینا کې په هېواد کې دننه "کمزورۍ او نیمګړتیاوې" ومنلې، خو د ایران د روحاني مشر ایت الله علي خامنه يي په ګډون د نورو چارواکو په شان یې د روانې ناکرارۍ تور د ایران پر "دښمنانو" پوری کړ.

په ايران کې روانه ناکراري د تېرې لسیزې په اوږدو کې تر ټولو اوږده ده، خو سمه اندازه یې ځکه نه لګي چې حکومت ټولنيزو رسنيو او انټرنېټ ته لاسرسی بند کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG