د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ايران ستر مذهبي مشر د مظاهره چيانو پر ضد د امنيتي ځواکونو د کارروايي ملاتړ کړی


د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه ايي د پوځي افسرانو په منځ کې (انځور له ارشيفه)
د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه ايي د پوځي افسرانو په منځ کې (انځور له ارشيفه)

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي د حجاب د اغوستلو د قانون ماتولو په تور د یوې ځوانې مېرمنې له وژل کېدو وروسته په ټول هېواد کې د ناکراریو پړه پر بهرنیانو اچولې.

هغه خبرداری ورکړی چې د مخالفتونو ختمولو لپاره د امنيتي ځواکونو د اقداماتو هر ډول ملاتړ کوي.

په ایران کې دننه د پراخو لاریونونو په اړه په خپل لومړي غبرګون کې خامنه اي د اکتوبر په درېیمه د لاریونونو پړه پر امریکا، اسرایيلو او بهر مېشته ایرانیانو واچوله او هغوی یې غداران وبلل.

هغه د ۲۲ کلنې مهسا امیني مړينه ترخه پېښه وبلله او ويې ويل چې دې مرګ یې زړه مات کړ.

چارواکو ویلي چې مېرمن امیني د سېپټېمبر پر ۱۶مه، د زړه د حملې له امله مړه شوه خو د هغې کورنۍ او ملاتړي دا نه مني او وايي چې د نيول کېدو پر وخت د هغې روغتيايي حالت سم وو. تېره میاشت د هغې د نیولو عیني شاهدانو وویل چې هغه د امنیتي ځواکونو لخوا وهل شوې وه.

د مهسا اميني تر مړينې وروسته د ايران په ګڼو ښارونو کې خلکو مظاهرې کړې دي. دوی د رژيم سختدريځه امرونو د نرمولو او هغو پوليسو ته سزا غوښتې چې په وينا یې د اميني په مرګ کې ښکېل دي. له دوی سره بهر مېشته ايرانيانو هم د احتجاجونو له لارې خپل ملاتړ ښودلی چې د ايران د مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي ليرې کولو غوښتنه یې کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG