د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران او د نړۍ په نورو هېوادونو کې د مهسا اميني د مړينې د پېښې ضد مظاهرې دوام لري


په فرانس کې هم د مهسا اميني د مړينې د پېښې پرضد د سېپټېمبر پر ۲۵مه نېټه مظاهره وشوه.
په فرانس کې هم د مهسا اميني د مړينې د پېښې پرضد د سېپټېمبر پر ۲۵مه نېټه مظاهره وشوه.

د ایران په پلازمېنه تهران او نورو ښارونو کې پر د سېپټمبر پر ۲۵مه ۱۰مه شپه هم حکومت ضد احتجاجونه روان ول.

مظاهرې د ګشت ارشاد پولیسو د مبینه وهلو له وجې د مهسا امیني په نوم د یوې ۲۲ کلنې نجلۍ تر مړینې وروسته پیل شوې چې د حکومت پر دې خبرداریو سربېره روانې دي چې وار له مخه مرګونې ځپنې او چاپې به لا سختې کړي.

روانه میاشت د امیني تر مړینې وروسته د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ایران سفارتونو دباندې هم مظاهرې شوې دي. د سېپټېمبر پر ۲۵مه په پاریس کې فرانسویو پولیسو د ایران له سفارتي ودانۍ سره نېږدې د سلګونه کسانو لاریون منتشرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه.

په ایران کې د مظاهرو تر شا څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:41 0:00

د سېپټېمبر پر ۲۵مه ناوخته زده کوونکي په تهران پوهنتون کې ورغونډ شوي ول او د ((ازادۍ، ازادۍ)) او د بندي زده کوونکو د خوشې کولو نعرې یې وهلې. د ایران د ځواکمنې عدلیې مشر پرون د مظاهره چیانو پر وړاندې ((بې له نرمۍ ښوولو)) د اقدام ژمنه وکړه.

رسمي ارقام ښيي چې په ناکراریو کې تر اوسه ۴۱ کسان وژل شوي دي خو د بشري حقونو سازمانونه او نور څارونکي وايي چې ښايي اصلي شمېر تر دې خورا زیات وي ځکه چې مظاهرې تر لږترلږه ۸۰ ښارونو او سیمو غځېدلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG