د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د ایراني حکومت له خوا د مظاهرچيانو پر ځپلو اندېښنه څرګنده کړې


دا مظاهرې د پولیسو په حراست کې د یوې نجلۍ مهسا امیني تر مړینې وروسته پیل شوې دي.
دا مظاهرې د پولیسو په حراست کې د یوې نجلۍ مهسا امیني تر مړینې وروسته پیل شوې دي.

ملګرو ملتونو په ایران کې د حکومت پرضد مظاهرو کې د مرګ ژوبلې د راپورونو په اړه اندیښنې څرګندې کړې دي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د اکتوبر پر ۲۸مه، په نیویارک کې وویل، دوی د هغو ټولو پېښو غندنه کوي چې د لاریون کوونکیو د مړینې یا ژوبلېدو لامل شوي او یوځل بیا ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونه باید د سوله ییزو لاریون کوونکیو پر وړاندې د هر ډول غیر ضروري یا غیرمناسب ځواک کارولو څخه ډډه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، ملګري ملتونه پر تهران غږ کوي چې د ښځو د حقونو په ګډون د خلکو قانوني شکایتونه دې حل کړي.

ملګرو ملتونو په تهران کې د ایران له حکومته غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.


په ایران کې د ۲۲ کلنې مېرمنې مهسا امیني له وژل کېدو وروسته په ټول هېواد کې ناکرارۍ پیل شوې.

۲۲ کلنه مهسا اميني د سېپټېمبر پر ۱۶مه، د پوليسو په حراست کې تر کوما وروسته مړه شوې وه. هغه تر دې درې ورځې مخکې د حجاب په سمه توګه نه مراعتولو په تور نيول شوې وه.

د ايران په جنوب ختيځ زاهدان ښار کې د اکتوبر پر ۲۸مه د مظاهرچيانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتي شوي. د اميني وژنې پرضد له څلورو اوونیو راهيسي مظاهرو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

په اوسلو کې د ايران د بشري حقونو ډلې ويلي دي چې امنيتي ځواکونو په لاریون کوونکو ډزې کړي او ځينو کسانو د وژل کېدو راپورنه دي چې ۱۲کلن ماشوم هم شامل دي. د ايران د بشري حقونو د ډلې په وينا، تر دې دمه به هغو مظاهرو کې تر ۲۱۵ زيات کسان وژل شوي دي.

د ايران دولتي تلویزون په انلاين راپور کې ويلي دي چې په زاهدان کې يو تن وژل شوی او ۱۴ نور ژوبل شوي دي. خو دا يې نه دي ويلي چې د ډزو تر شا د چا لاس وو؟

ایران د روانو مظاهرو او ناکراريو پړه په بهرنيو دښمنانو او د هغوی په اېجنټانو اچولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG