د لاسرسي ځای

تازه خبر

مظاهرچیان د مهسا اميني د مړينې پر ۴۰مه ورځ د هغې قبر ته ورغلي


۲۲ کلنه مهسا اميني د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر پر ۱۶مه د پوليسو په حراست کې مړه شوې وه.

په ايران کې د چارواکو پر خبرداري سربېره په ټول هېواد کې د مهسا اميني د وژنې پرضد لاريونه دوام لري. ګڼ مظاهرچيان د اکتوبر پر ۲۶مه، د اميني د مړينې څلوېښتۍ په مناسبت د هغې قبر ته ورغلي دي.

په ايران کې د اوږدمهاله مظاهرو د ځپلو لپاره چارواکو له زوره کار اخيستی دی.

۲۲ کلنه مهسا اميني د سېپټېمبر پر ۱۶مه د پوليسو په حراست کې تر کوما وروسته مړه شوې وه. هغه تر دې درې ورځې مخکې د حجاب په سمه توګه نه مراعتولو په تور نيول شوې وه.

د هغې مړينې، چې چارواکو یې لامل د زړه درېدل بللی وو، په ټول هېواد کې خلک پارولي او د حکومت ضد پراخ لاريونونه او احتجاجونه شوي دي.

د ايران د بشري حقونو ډلې په وينا، تر دې دمه په هغو مظاهرو کې لږترلږه ۲۱۵ کسان، چې ۲۷ ماشومان هم په کې شامل ول، وژل شوي دي.

په مظاهرو کې ځوانې ښځې او د ښوونځيو نجونې په سر کې دي چې په ايران کې د ۱۹۷۹ز کال له انقلاب وروسته د هغه هېواد لپاره تر ټولو جدي چېلېنج بلل کېږي.

د اکتوبر پر ۲۶مه لسګونو سړي او ښځې د چارواکو پر خبرداري سربېره د ساقېز ښار په اېچي هدیره کې د مهسا اميني قبر ته ورغلي ول.

د کردستان صوبې په لوېديځ کې ساقيز ښار د امیني پلرنی ټاټوبی دی. د فعالانو په وينا، استخباراتي ادارو د اميني کورنۍ ته دړکې ورکړي او ورته یې ویلي دي چې هغوی بايد د خپل زوی ژوند ته اندېښنه ولري.

پر انټرنېټ خپرو شويو ویډیوګانو کې ښکاري چې ګډونوال د "ښځه، ژوند، ازادۍ" او "مرګ پر امر (دېکتاتور)" شعارونه ورکوي چې اشاره يې د ايران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ته ده.

XS
SM
MD
LG