د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايراني مظاهره چيان د رژیم بدلون غواړي


ايراني مظاهره چيان د رژیم بدلون غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:47 0:00

په ايران کې دننه د هغه مظاهره چيانو پر ضد د پوليسو د کارروايي او ګڼو کسانو د وژل کېدو راپورونه دي چې د مهسا اميني تر مرګ وروسته د ايراني حکومت پر ضد په بېلابېلو‌ ښارونو کې سړکونو ته وتلي دي. مهسا اميني په مبیینه توګه، د حجاب نه پر سرولو له امله د ګشت ارشاد په نامه پوليسو نيولې وه چې بيا په بند کې مړه شوه. د ايران له مظاهره چيانو سره د ملاتړ او د مهسا اميني لپاره د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خلکو احتجاجونه کړي او د رژيم بدلون یې غوښتی. په همدې حال کې کېنېډا پر ځينو ايراني چارواکو د بندیزونو لګولو اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG